د افغان آسترلېا د سپورت کلپ کوچ ښاغلې داکټر فېض الله اشنا

ښاغلې داکټر استاد فېض الله اشنا د ډېروپخوا وختونو څخه دکندهار ولاېت دفټبال په ټېمونو کې غړېتوب درلودې چه په کال ۱۹۷۷ کښې ئې د کندهار په اتفاق ټېم کې بازې کول.

هغه خپلې لمړې زده کړې دورزش او سپورت په رشته کې دکابل دبدنې روزنې په انستېتوت کې کړې دې او بېا ئې د فټبال په رشته کې په شوروې اتحاد کې ماسترې لاس ته راوړې ده. دکال ۱۹۸۳ څخه بېا د ۱۹۸۹ پورې ئې دکابل په بدنې روزنې په انستېتوت داستاد په صفت دنده درلوده وروسته بېا د ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۳ کال پورې په شوروې اتحاد کې د فټبال په رشته کې دوکتوره اخېستې ده

دمهاجرت په کلونو کې ئې دپاکستان داسلام اباد په ښار کې ئې لومړې دآرېن په کلپ او بېا وروسته دکارګر په کلپ کې ئې د فټبال ټېموبه جوړکړې وو. داسلام اباد په ښار کښې د استاد اشنا په زېار او کوښښ سره دفټبال فدراسېون جوړ سو چه استاد دهمدغه فدراسېون دمرستېال په صفت دنده اجرا کول

په کال۱۹۹۹ ئې وآسترلېا ته مهاجرت وکړې او بېا وروسته ئې دفټبال ټېم جوړکړې چه څه موده وروسته دافغان آسترلېا دسپورت دکلپ په نامه ونومول سو چه اوس ئې پدغه کلپ کښې دفټبال د آ ، ب او سې ټېمونه جوړ کړې دې چه په اونې کې دوه څله ددوشنبې اوچهارشنبې په ورځوکښې لوبې کوې

د استاد فېض الله اشنا په زېار او کوښښ سره ېو شمېر څوانانو دفټبال په رشته کښې زېات مهارت تر لاسه کړې دې چه څو څله ئې د افغانانو او نورو ټولنو دټېمونوسره په لوبو کې زېاتې برېاوې ترلاسه کړې دې

لومړې مخ