larawbar.com

 د امريکي په کليفورنيا کي د سولي د جرګي پريکړه ليک

 

 

بسم الله الرحمن الرحيم


 

د سولي جرګه چه د اروپائي هيوادونو، کانادا او د امريکي له بيلابيلو ايالتونوڅخه يو شمير هيوادپالو او خبيرو افغانانو په کښي ګډون کړي وه، د شمالي کليفورنيا د هوارد په ښار کي د ۲۰۱۰ کال د جنوري د مياشتي  په دوهمه نيټه د کلام مجيد د آيتونو د تلاوت سره جوړه شوه ، چه وروسته له هر اړخيزو ويناووڅخه، د افغانستان د خلکو غوښتني په غونډه کی د ګڼ شمير هيوادوالو په شته والي کي په دي پريکړه ليک کي تصويب شوي :


 

۱۔ جرګي د ګران هيواد افغانستان د اشغال واقعيت د ټولو نړيوالو حقوقو د موازينو خلاف اعلام کړ۔


 

۲۔ دجرګي ګډون کونکو په افغانستان کي دننه د سولي د جرګي د هڅو نه د وسله وال مقاومت سره د اړيکو د ټينګولو څخه د سولي د راوستلو لپاره ملاتړوکړ۔


 

۳۔ جرګي هر ډول درغلي، بي عدالتۍ اود مخدرو موادوکرنه چي د جګړه مارانو، د بشر د حقونو د تر پښو لاندي کونکو او يا بل چا لخوا تر سره کيږي په جدي ډول وغندل۔


 

۴۔ جرګي د مليشائئ قواو موجوديت او يا د هغوي بيا جوړول چه په هر ډول واوسي وغندل۔


 

۵۔ جرګي د وسله وال مقاومت سره د سولي د راوستلو  لپاره د سولي د جرګو له لاري د اړيکو د ټينګوکولوڅخه ملاتړ څرګند کړ۔


 

پرهيزګاره مشران اوهغه هيوادوال چه د خلکو  په منځ کي محبوب دي  د سولي د جرګو د جوړولو دنده په غاړه لري۔


 

۶۔ د سولي جرګه کولاي شي چي د وسله وال مقاومت د استازوه په ګډون د افغانانو خپلمنځي يوه غونډه راوبولي او  دسولي د استازو دټاکلو سره په نړيوالو غونډو کي (کنفرانسونو) د سولي د راوستلو لپاره هلي ځلي وکړي۔


 

۷۔ جرګه د افغانستان د معضلې د حل د لارو لټولو لپاره د نړيوالي غونډي د جوړيدو ملاتړ کوي۔


 

۸۔ جرګه په داسي حال کي چه د مقاومت په لیکو کي د تلفاتو زغمل غندي، په کلو او بانډو، ښارونو او د افغانستان په شا اوخوا کي د عامو افغانانو شهادت محکوموي او د ملګرو ملتونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چه د دغو وژنو د دوام په صورت کي دي د بهرنيو پوځي قواود حضور د اوږديدو په اړه چه له بنسټ نه د منلو او توجيه وړ نده له سره غور وکړي۔


 

۔ جرګه د ټولو هغه بنديانو چه د بهرنيو پوځي قواو لخوا په بند کي ساتل شوي د خوشي کيدوغوښتنه کوي۔


 

۱۰۔ جرګه د ټولو هغو زندانونو د تړلو غوښتنه کوي کوم چه د بهرنيو پوځي قواو لخوا اداره کيږي۔


 

۱۱۔ جرګه د ډيورند د غير قانوني کرښي دواړو خواوته په اوسيدونکو پښتنو د هر راز بمباريو غندنه او د دي ظالمانه کړو وړو د بندولو غوښتنه کوي۔


 

۱۲۔ جرګه د ديورند د غير قانوني کرښي دواړو خواوته او د افغانستان نورو ځايو کي د بي پيلوټه الوتکو بي رحمه بمباري په کلکه غندي او د دريدو غوښتنه ئي کوي۔


 

۱۳۔ جرګه د پوځي قواو شتوالي او د‎ هغو ډيرول د ستونزي د حل لاره نه ګڼي او د دوي د ويستلو لپاره د معيني نيټي د ټاکلو غوښتنه کوي۔


 

۱۴ جرګه غوښتنه کوي چه د بهرنيو قواو لنډ مهاله موجوديت او د هغوي تدريجي وتل بايد د يوه ملي او اسلامی حکومت سره په توافق  چه د وسله وال مقاومت ملاتړ ورسره وي د يو نړيوال تړون په ترڅ کي تنظيم شي۔


 

۱۵۔ جرګه د يوه قوي ملي او اسلامي حکومت د جوړیدو څخه چه ملي وسله وال پوځ او ملي پوليس ئئ  ملاتړ وي، ملاتړ کوي۔


 

۱۶۔ جرګه د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو سره د يو بل په کورنيو چارو کي د نه مداخلي او د ښه ګاونډيتوب د موازينوپربنسټ د ښو اړيکو غوښتونکي ده۔


 

۱۷۔ جرګه د افغان مهاجرو سره د پاکستاني او ايراني مقاماتو د ظلم نه ډک  چلند غندي او د دريدوغوښتونکي ئي ده.


 

ومن الله التوفيق