پښتو
وايي اغيار چي د غضب ژبه ده
ګرانه پښتو چي د ادب ژبه ده
ماته د امن ملايکه ښکاري
د انساني غوره مذهب ژبه ده
اوس يي بلبلي په باغو کي وايي
د ترنم او د طرب ژبه ده
پخوا د پوهي په نصاب کي نه وه
نن د پوهني او مکتب ژبه ده
ددې هيواد د تاريخي وګړو
د لوی ټبر او لوی نصب ژبه ده
اغيار دي ښه پوه شي چي مرګ نه
لري
دا د غرغښت دا د شنسب ژبه ده
زه يي د ټولو ژبو مور ګڼمه
هم د عجم هم د عرب ژبه ده
پښتو غيرت ، خدای غيرتي
سرتېره
په دې دليل واية د رب ژبه ده
........................................................................................................
يوجهان – يو انسان
زه دنړۍ يم
نړۍ زماده . . .
زه ئې مجنون يم – دامي ليلاده
دنړۍ خلک . . .
زماټول وروڼه دي
ښځی مي ميندې – مشران پلرونه
دي
همدغه خلک . . .
زما وجود جوړوي
دوي دي چه زه يم – دوي زما
وجود جوړوي
فارغ جهان غواړم
له مصيبته . . .
ژوند دانسان مصؤن –له هر آفته
زموږ داښکلې نړۍ
پاکه اوښکلې ښه ده
دجنگ له دوړونه ئې – لمن
څنډلې ښه ده
په نومونه وېشم ځان
زه يو ارمان لرمه
چي يوانسان يمه زه – اويوجهان
لرمه
ځمکه مي تخت ده
آسمان بړستنه
ځکه ئې فرض گڼم – په ځانه
پالنه
ولي؟ ځکه چي زه دنړۍ يم
نړۍ زما ده
زه ئي مجنون يم
دامي ليلا ده
.........................................
مينه
مينه انس
دی ،انس انسان دی
چي اساس ددې جهان دي
دنړۍ
دپايښت نوم دی
اوکه نه دا جهان وران دي
............................................
يوه څېره ټوله دنيا؟!
ستا توري سترگي چي اشنا گورمه
زه پکي
توره افريقا گورمه
خانده په سرو شوډو زما لوري
ته
سره پکي
خپله ايشيا گورمه
ماته گډېږ ه ښوروه څڼي دي
ستا په گډا
کي اروپا گورمه
د اداگانوپه څپوکي دي زه
له نازه
ډکه امريکا گورمه
په کبر مه اړوه څڼې شاته
چي پکي
ښکلې آستراليا گورمه
سړېږه مه چي په سړښت کي دي زه
کنگل کنگل
انترکتيکا گورمه
څومره
نېکمرغه يم سرتير ملگرو
يوه څېره ټوله دنيا گورمه
..........................
کرکه
چي ترڅو
انسان له يوبل کوي کرکه
په لمبو کي به دشخړو سوځي
ځمکه
غوړولې به
ماتم خپله لمن وي
نيکمرغی به وي دتل لپاره ورکه
...........................................
غوبل
کيږي روان
دي پر هيواد دافغانانو غوبل
يادپردويا دپردودمزدورانوغوبل
دچاتوييږي
ويني سرې دچاله سترگو څاڅي
نه لري پاي په دې ملت
دقاتلانوغوبل
په
کنډورنډو اوبې شميره
يتيمانوباندي
داسي ورځ نشته چي ونه شي
دوحشيانوغوبل
يو خوا
داور بلې لمبې بل خواباران
نه اوري
لوږه اواور کوي په ژوند
دمظلومانو غوبل
دبېوسۍ
داوسېليو په طوفان کي ورک يم
چي په ازاد ملت مي گورم
دمريانو غوبل
زموږ يواځي
په داخل کي ورځه توره نه ده
په مهاجرو جوړې کړي بهرنيانو
غوبل
سپېنوجاموکي دابليس دورونولوټ
اوتالان
له ټولوهېرکړ
دانگريزاودروسانو غوبل
څنگه به
هير شي دتاريخ څنگه به هير شي
دخلکو
په ښايسته ښکلي کابل
دټوپکيانو ير غل
زماسرتير
قلم يې شرم له ليکلو کوي
هغه چي کړئ په وطن دغو لېوانو
غوبل
........................................
جنت
لوي شوم
دباد اودباران غېږه کي
دزلزلواودتوفان غېږه کي
زمادغرونودهيبت سندره
اورېدل کيږي دآسمان غېږه کي
دخپل اوچت
پامير له څوکونه مي
گورمه ځان دکهکشان غېږه کي
آرام په
خاوره دوطن شي راياد
چي کله نيسم خپل افغان غېږه
کي
وطنه ! تل
دې غوړېدلی غواړم
دخپلو هيلو او آرمان غېږه کي
که دنړۍ په
سرجنت وي چېرته
وي به دگران افغانستان غېږه
کي
................................................
تاريخ شاهد
دی
زموږ
ډبروله ټانکونونه نفس اخيستی
په بوسۍ کي موله ډيرو ځنې وس
اخيستی
چا چي زموږ
پر لمنه باندي اور بل کړی
په خپله سوئ دی او اوريې لکه
خس اخيستی
خيال يې په
سرکې لکه بم دبادارۍ چاودلی
چي هر غاصب زموږ په خاوره دی
هوس اخيستی
پر موږ چي
هر سړي تېرۍ کړی تاريخ شاهد
دی
موږ انتقام ورنه يوڅه چي يوپه
لس اخستی
بيا لکه
شپې چي را رونې دازمون وي پر
موږ
چې زشاعرۍ زماسرتير رنگ دجرس
اخيستی