Articles

سمیع الدین افغانیلیکوال

شهيد روحاني ته

     
شهيد روحاني ته
اروا ښاد شهيد روحاني ته

هڅه وه ټینګ عزم ارادو سره

ګوره دصمدزړه د اسرو سره

څوک دی چه احساس ته قربانی ورکړی

ودانګی مرچل ته عقیدو سره

ژوند ترخوخوږوچه وی پوخ کړی څوک

اور وه د احساس بلو لمبو سره

پوهه هم ښکلا ی په زړګی کی وه

خلکو سره ښو مرودو سره

عمر چه شی تیر په ولسونو کی

ګوره دروزګارڅه ورځو شپو سره

ټینګه اراده قوی تصمیم تر څنګ

ژوند کی شجاعت راز او مزوسره

مرد وی د روزګارچه سربازی کوی

سیند وه که سیلاب لوړی څپو سره

ما یی افغانی احساس احساس کړلو

مینه د وطن یی خاطرو سره


---------------------------------------

 

سمیع الدین افغانی
 

 
 
بېرته شاته