٢١-٢ -٢٠٠٨ غزل
انجينر عبدالخالق ساپی

هلته د کڅ په غاړه ښکلې سپر لې راغی چه د سهار وږمو يې د شنو پټو په منځ کې يو ښکلې ګل و غوړو
ګل دفطرت لمن کې داسې را و غوړيده چه د تور غره څوکو يې تل نندارې کولې
ها داسې و رنګيده چه دښکلا د نندارو لپاره يې دکابل سيند دخپل موجونو سره له قهره وغورځيده
ها د ريدي او د غاټول ګلونو ها د مرسلو او شبو ګلونو داسې را ونازه چه دګلونو منځ کې دګل پاچا پاته شوو
ها دګلونو پاچا هغه د زړونو الفت دومره وفا لرله چه په ګل پاڼو کې يې د ګلستان لپاره دمرغلرو دانې ښکلۍ را چاڼی کړلی
هغه دګلو پاچا هغه د زړونو الفت ها د قرنونو عظمت مخ په بيديا وخوځيد بيا خداې خبر چه کله بيا راځي ځکه په سترګو می ژړا راځي

بېرته شاته