2008-02-26غزل
عبدالغفور لېوال

قند ستا دشونډو له ترخه قسمته هېر نه کړم دغم صراط نه یې په هېڅ بهانه تېر نه کړم دزړه له دردڅخه مې دروړې ډیرې سپینې سکې خو زه یې ستا په خریدارو کې هم شمېرنه کړم څو مې چې سترګې رڼیدې ستا مې پرې لا څارله ستا غم به ډېر و زورور خو زه یې زېر نه کړم خبر زړه ده د بڼو او وروځو، شونډې راوړه زه سوله غواړم یاد د غشیو او شمشېر نه کړم ما ویل شکست نه به لېوال غوندې په زړونو کینم مین یې کړمه مګر مات یې ستا په څېر نه کړم

بېرته شاته