موږ د خپلواکي ورځ نن د مټینګ او لاریون په ترځ کې ولمانځله

                    

         زموږ مټینګ ته یو شمېر افغانان له نورو ښارونو څخه هم راغلي وو چي یوه خور آن له فرانکفورت څخه راغلې وه                  

                         

                           افغانوخویندوته موځانګړې اسانتیاوې برابرې کړې وې که تاسو وړاندې ځیر شئ وبه یې وینئ

                        

 

     په تصویرنو کې ښکاري چي څوک جلا او څوک په ګډه د سولې د طرحې په لوستلو بوخت دي

 

 نن د جرمني په مونشن ښار کې موږ دګران افغانستان دخپلواکۍ ۸۹ یمه کلیزه دمټینګ اولاریون په ترځ کې ولمانځله 

قدرمنو وروڼوسلامونه مې ومنئ!

لکه څنګه چي تاسو زموږ خبرتیا لا د مخه لوستې وه موږ نن په دې وتوانېــدو چي خپل مټینګ او لاریون تر سره کړو زموږ مټینګ داستاداولمیر په خوږه ترانه(دازموږزیباوطن)پیل شو چي ورپسې د ښاغلي ډاکتر روستار تره کي د مباره کي ثبت شوی پیغام ګډونوالو ته واورول شو له هغه څخه وروسته زموږ د ســولې د طرحې کاپی په ګـډونوالو ووېشلې شوې ترڅو هریوخپل نظر او وړاندیز راکړي، زموږ طرحه  جوپه جوپه او په تنهائي ډول هم ګډونوالو ولوستله چي په پای کې د ټولو د تائید وړ او چاڅه منفي او کوم خاص نظر نه درلود.

دادی تاسوخوږوهیوادوالوته هم نوموړې طرحــــه وړاندي کېږي که تاسو کوم ګټور وړانــدیزونه اونظـــرونه لرئ نو د مهرباني له مخې یې زما په پته a.c.besmel@hotmail.de راولېږئ چي بیا یې زه له خپلې طرحې سره وروسته له انګرېزي ژباړه دالمان دولت، ملګرو ملتونو، دامریکا، انګرېز، کاناډا اویوشمېر نورو سفارتونو ته ولېږم دا چي هغوی به څه غبرګون ښیي هغه به پرېږدو د هغوی انصاف ته.

یادونـــــــــــه:

 باید زیاته کړم چي زموږ په مټینګ کې هزاره، تاجکو، ترکمنواوبلــــوڅو وروڼو هم ګــډون درلود چي په یوه خوله یې  زموږ  د ویاړونو او ملي یوالي غلیمان لکه لطیف پدرام په کلکه وغندل .

 

زما طرحـــــــه په لاندې ډول ده

 

                              د ګـران افغانستان ناامنه ولایتونه دې غیرپوځي اعلان شي

     ګــــرانــو هیــوادوالــو!

نږدې اووه کاله کیږی چي زموږ په لمبو سوي هیواد ګـران افغانستان کې  د انسان دوستۍ، عدالت او دموکراسي په نوم نغارې په خرپ سره ډنګیږي، د بن دکنفرانس اوملګروملتونو د پرېکړوپه پلمه نږدې څلوېښتو هیوادونو زموږ خاورې ته د خپل نظامي حضور لار پرانسـتله چي ترڅنګ یې یو ه فاصده، نامشروع او لـه جنګي جنایتکارانو څخه ډکه اداره د افغان ولس په اوږو ورسپره کړه  له دې څخه وروسته کورنیو او بهرنیو ځواکونو د وسلوالو مخالیفینو په ګډون زموږ مظلوم ولس ته دسرپه کاسه کې اوبه ورکړې، د امن په ځای یې ناامني واکمنه او کړاونه یې لا پسې زیات کړل ځکه خو حالاتو په  بل ډول پراختیا وموندله نه خو د بن د کنفرانس پرېکړې عملي شوې او نه د ستونځو د حل لپاره کومه بله لار چا ولټـوله هسې له تروریزم سره د مقابلې  په نوم زموږ په هیوادکې د ژنوساید(قام وژنې) سیاست روان، غله ته وایي  غلا کوه او د کور څښتن ته وایی چي، بیدار اوسه نن د طالب اوالقاعدې په پلمـه په بې رحمي سره دیوباتورقام وژنه روانه ده له همدې وجې موږ دجرمني په بایرن ایالت کې مېشت افغانان په خپل ټاټوبي ګران افغانسـتان کې دا تپلې، ناروااوپه لوی لاس برابره شوې جګړه نوره نه شو زغملای ځکه داخپل غږپه لاندېنۍ نوښـتي طـرحه کې نړیوالې ټولنې، افغان دولت او وسلوالو مخالفینو ته رسوو ترڅو د یوې رښتینې سـولې راتګ او ټینګښت ته زموږپه جګړه ځپلي هیوادکې زمینه برابره اوژرترژره دسولې لپاره لاندې کوټلي ګامونه واخلي:

۱ـ دا تش په نامه او وارخطا ملي اردو، وسلوال مخالیفین اوبهرني ځواکـونه دې له هغو ټولو ناامنو ولایتـــــونو څخه ووزي په کوموکې چي،  دا تپلې او ناروا جګړې رواني دي ترڅو چا ته نوره د جهاد کولو پلمــه نه وي ور پاتــه.

۲ـ افغـان دولت دې له قومونو سره داسې تړونونه لاسلیک کړي چي، په ترځ کې یې قومي مشران له کلیوالو وګړو په   خاص ډول له هغو زلمیانو څخه  د قومي اربکـیو یو غښتلی ځواک جوړ کړي کومو چي، د زده کړې چانس او وخت له لاسـه څخه ورکړی وي .

۳ـ که چېرې نړیواله ټولنه، افغان دولت اووســلـوال مخالیفین د قومي اربکیو په ځواک باور نه لري بیادې له ګاونډیو هیوادونو څخه پرتـه د نورو بې غرضواســــلامي هیوادونو ســـوله ساتونکي ځواکونه د یو ټاکلي وخت لپاره ناامنه

   ولایتونوته دملګرومیلتونوپه پرېکړه راشي ترڅوهم دقومي اربکـیو ترڅنګ امنیتي دندې ترسره اوهم اربکي ځواک ته پوځي روزنه ورکړي چي په دې ډول به هم سوله واکمنه اوهم به د راتلونکي ځواکمن ملــي اردو په جوړولو کې ډېر لوی رول ولوبوي .

۴ـ موږ له وسلوالو مخالیفینو څخه دا نه غواړو چي ګـــواکې دوی دې د کابل ادارې ته تسلیم او له خپلې مبارزې څخه لاس واخلي، هغوی دې خپله مبارزه په سیاسي ډګر کې د نړیوالواوانساني اصولو په چوکاټ کې په مخ بوزي خوکه یوازې د جګړې لار ورته غوره ښکاري بیا دې له کلیواوبانډو څخه چیرې لرې له خپل رقیب سره زور وازمویي .

۵ـ موږ په کلکه د یو ځواکمن مرکزي دولت غوښتونکي یو دولت باید سپېڅلي اداري چارواکي، او د ښارونو د عامــه   نظم ساتنې لپاره پاک او مسلکي پولیس د ناامنو ولایتونو په مرکزونوکې وګماري .

۶ـ دا اوسنی اردو دې د هیواد پولو او د لویو لارو ساتلو ته ولېږل شي .

۷ـ نړیوال قوتونه دې خپله ستراتیژی او وخت افغــان ولــس ته په ښکاره او رښتیني ډول روښـــانه کړي .

۸ـ د بیا رغوني لپاره دې بېړني ګامـونه واخیستل شي ترڅو خلـګ ډاډه او په پرمختګ یې باورراشي .

۹ـ په جګړه ځپلو ولایتونوکې دې ژر تر ژره د کرهڼیزوفارمونو، فابریکو، علمـــي او تولیــــدي موسسو اوځینو نورو بوختیاوو کار پیل شي ترڅو زموږ کړیدلي اوجګړې ځپلي وروڼه د نورو نړیوالوپه څېر یونورمال ورځنيز  ژوند ته را وګرزي اوله خپلواولادو سره یوه ګوله وچه ډوډۍ په ارامه وخوري، دا په مسـؤلیت سره وایو چي، که هغوی ته یوه معینه اندازه عاید په لاس ورشي بیابه هیڅکله نه په چا وغولیږي، نه به جګړواو وروروژنې ته زړه ښه کړي.  

 ۱۰ـ په نوموړو سیمو کې دې ســوچه کلیوالي دودونو اوکولتوري پروګرامونو ته ځانګړې پاملرنه  وشي  تر څو زموږ  له جګړو څخه ستړی ولس لږ دمه وکړي، بشري قوه په تېره بیا زلمیان مو له سره سا واخلي چي د روحی تسکین په لاس ته راوړلوسره تېر په هېر او د خپلې روښانه سبا غم وخوري .

۱۱ـ که په  ټولو نا امنو ولایتونوکې زموږ په طرحه موافقه نه کیږي بیا دې په یوڅو ولایتونو کې د ازموینې اونمونې په ډول ومنله شي .

     ۱۲ـ  دښاغلي کرزي اداره دې زموږ د طرحې د منلو په صورت کې له مخالیفینوسره په رښتیني ډول دپخلاینې پروسه په مخ بوزي که هغوی دولتي پوستونه غواړي خیردی وردې کړي هغه متل دی چي، له وژلي ورورڅخه ګومل پرېښې ښه ده  ترڅو د مغرضو ګاونډیوهیوادونو تورې نقشې له تورو خاورو سره خاوري  شي .

۱۳ـ که زموږطـرحه دریو واړو خواوو ته ستونځمنه ښکاري نو بیا دې د بن د کنفرانس په شـان یو بل نړیوال کنفرانس را وبلل شي چي، یوه داسې رښتینې، منلې اوحقوقي اداره دخواراو زارافغانستان لپاره وټاکي کومه چي، په رښتیني ډول د دریو لسیزو جنګي جنایتکاران نړیوالي محکمې ته وسپارلی شي .

یادونــــــــــــــــــــــــــــه:

که زموږ طرحه ونه منلـــه  شي او دا جګړې په یو خونړي ملي پاڅون واوړي بیا به یې د ناخوالواو زیانونود پایلو ټوله پړه په لمړي ګام کې د ملګروملتونوپه سازمان، افغـان دولت اووسلوالو مخالیفینو وي چي، په خاص ډول به د ملګرو ملتونو چارې او واک تر جدي پوښتنو لاندې راولي .

 

 

بېرته شاته