( لومړۍ برخه )
ماته تجربی ښودلی چی د کتاب لوستل په ترانسپورتی وسیلو کی
د سفر پرمهال وخت ډیر لنډوی . دشوروی نظام په وخت چی لا زلمۍ او په
لوړو زده کړو لګیا وم ، د کتاب لوستلو فرهنګ هلته خورا پرمخ تللی
وو ، د اروپایانوسره خو یی دا ځانګړتیا اصلا د پرتلی وړ نده . په
ښاری بسونو ، مترو او نورو وسیلو کی به خلګ د یوه مخه په کتاب ،
ورځپاڼو ، مهالنیو او د نورو چاپی رسنیو په لوستلو لګیا وه . څو
ورځی وړاندی دلته په ډنمارک کی ښاری بس ته وختم او پر یوی چوکۍ
کښیناستم ، څنګ ته می پر خالی چوکۍ یو براشور له چانه پاته شوی
پروت وو . ماته چی دکتاب لوستلو سره مینه د ځوانۍ له وخته پاته او
لاهم د نیکه مرغه کمزوری شوی نده ، هغه می را واخیست او ورقی می
پرله واړولی . د براشور نوم ( ایا ژوند یو خلقت دی ؟ ) وو او
منځپانګه یی دا وه څو د علمی دلایلو پر بنسټ وښئی چی دځمکی کره په
پلانیزه ډول د ژوند کولو د پاره ډیزاین شویده نه داچی دیو لړ طبعی
پیښو تصادفی پایله ده . داچی زه یو معدن پوه یم او دځمکی پیژندنی
په څیړنو کی می ټوله ځوانی تیره شویده نو د براشور هغه برخه چی
ددغی موضوع سره یی تړاو درلود راته په زړه پوری و ایسیده او په ځیر
می ولوستل ، وروسته می پښتو ته وژباړل او د کمپیوټر حافظی ته می
وسپارل .
تیره ورځ زما یوه فرهنګی دوست او وتلی فلسفه پوه ډاکتر
شیراقا حرکت د تل پشان خپله نوبتی لیکنه چی د فلسفی بحث لړۍ ده ،
دبریښنالیک په مټ ګویا د ارزونی په موخه راولیږل . دلوستلو سره می
خپله هغه نوموړی ژباړه رایاده شوه چی تازه می ژباړلی او د کمپیوټر
په ارشیف کی می پرته وه . دا ژباړه راته دده ددغه فلسفی بحث د
پخولو په موخه اړینه ښکاره شوه او و می پتییل چی دهغه په تړاو یی
نشر ته وسپارم . ځمکه د میلیارډونو کهکشانونو په ډله کی د یوی ذری
په توګه هغه خلقت دی چی موږ ته یی د معرفت توان را په برخه شویدی
او په همدغه موخه یی د نوموړی فلسفی بحث سره تړاو ور کول بیځایه
کار نه بولم . هیله ده حرکت صاحب یی ولولی او د خپل پیل کړی فلسفی
بحث سره یی اړینوالی یا نه اړینوالی و ارزوی .
حرکت صاحب د خپل دغه بحث پیل داسی کوی : « په دې جهان کې
دټولو خلقتونو نشئت او اغاز د الاهي ذات پورې اړه لري . الاهي ذات
یواځې د الاهي خلقتونو له مخې ، چې د الاهي علم په بنیاد قانونمند
پېدادي ، دانسان لپاره د انساني مقدراتو په کچه د معرفت وړ ګڼل
کیږي . . . . . انساني معرفت په حقیقت کې له مختلفو لارو عملي
ګڼل کیږي : ۱) ټولنیز چاپېریال ،چې مونږ ترې په شعوري لحاظ
متأثر او متحسس او ارتباط کې یو . . . . ، ۲ ) طبیعي
چاپېریال دې ،چې زمونږ د ژوند وسایل او شرایط برابروي . . . .
. . . همدغه عالم الاسباب دې چې دالاهي علم له مخې قانونمند پېدا
دي ، قانونمند پایي او قانونمند بدلون او تکامل مومي . . . .
»
تر لوړی لنډی سریزی وروسته چی د یوه خلقت په توګه یی د ځمکی
د کری او ورباندی سمبال شوی ژوند تړاو د حرکت صاحب دفلسفی بحث سره
په ګوته کاوه ، دا تاسی او دا هم د هغه براشور څخه پښتو ته ژباړل
شوی متن :
د ځمکی پر کره باندی ژوند د یوه لړ فکتورونو له برکته
منځته راغلی دی چی بیله دغو فکتورونو څخه یی تصور هم د امکان نه
وتلی کار وو . که دغه فکتورونه ( یو نیکمرغه تصادف ) وګڼو، ډیره
برخه یی ترشلمی پیړۍ پوری هم لا هم ناپیژندل شوی وه .
۱ – د ځمکی ایډیال ادرس :
که څوک غواړی خپل ادرس چاته ورکړی ، نو تر ټو مهم توکی به
یی داوی – د هیواد نوم ، دښار نوم او د کوڅی نوم چیری چی ژوند کوی
. که وغواړو د ځمکی د کری ادرس ولیکو ، هغه به خامخا داسی وی :
هیواد ( کهکشان ) ، ښار ( لمریز نظام یانی لمر او ورسره تړلی سیاری
) او کوڅه ( هغه مدار چی ځمکه یی په دغه نظام کی لری ) .
د استرونومی ( ستوری پیژندنی . ژباړ ) او فزیک د پرمختګ له
برکته اوس څیړونکی پدی پوهیدلی دی چی په بی پایه جهان ( فضا ) کی د
ځمکی دغه موقعیت ځانګړی ښیګڼی ورته اماده کړیدی لکه : لومړی داچی
زموږ لمریز نظام یو ایډیال ځای لری چی نه دکهکشان مرکز ته ډیر نژدی
دی او هم نه ډیر ورڅخه لیری دی . څیړونکو دا معلومه کړیده چی که
لمریز نظام بیله دغه بل هر ځای پروت وای ، هلته به د ژوندی
موجوداتو د پیدا کیدو او پایښت امکان نه وای ، ځکه یی نو یوازی دغه
موفعیت د « داستوګنی ساحه » بللی ده . یوازی همدغه ساحه ده چی د
ژوند د پاره ټول اړین عناصر ( Elements) دکومو بیله شتون څخه چی
ژوند امکان نلری ، ور پکښی را ټول شویدی . که لدغی ساحی نه په زیات
لیری واټن کی زمو ښار ( لمریز نظام ) پروت وای نو دنوموړو عناصرو
ډیره لږ برخه هلته منځته راتلای شوه او که چیری بیا لدغه اوسنی
واټن نه مرکز ته نژدی پروت وای نو هلته به د ژوند امکان پدی خاطر
نه وای چی د وژونکو تشعشاتو کچه ډیره لوړه ده . دا هغه څه دی چی په
( Scientific American ) ژورنال کی راغلی دی . پدی توګه ویلای شو
چی زموږ لمریز نظام د ژوند دپاره په ډیره ایډیاله ساحه کی پروت دی
.
۲ - د استوګنی دپاره ایډیاله کوڅه :
زموږ د اوسیدلو کوڅه یانی په لمریز نظام کی د ځمکی د کری
مدار همدارنګه ډیر ایډیال موقعیت لری . دا مدار دلمر څخه نژدی ۱۵۰
میلیون کیلومتره واټن لری . که لدغه واټنه نوموړی مدار زیات لیری
وای نو هلته به دومره یخنی وای چی د ژوند امکان یی له منځه وړی او
لدی نه که زیات نژدی وای نو د ډیری ګرمی له کبله به ژوند هلته
امکان نه درلودلای . داچی د ځمکی مدار د لمر پر شاوخوا دایروی ته
ورته لاره وهی ځکه یی نو واټن د لمر څخه د کال په ټوله موده کی
تقریبا په برابره کچه پاتیږی .
لمر بیا پخپله یو ایډیال برقی سټیشن ګڼلای شو چی مناسب
لویوالی لری او د ژوند د پاره په اړینه کچه انرژی تولیدوی . په
همدی خاطر پر ځای خبره ده چی د « ځانګړی ستوری » پنامه یاد شویدی .
۳ - یو ډیر مناسب ګاونډۍ :
ښه ګاونډۍ د اوسیدلو د پاره مهم شرط دی . که چیری د ځمکی د
کری دپاره یو ښه ګاونډۍ انتخابول پکار وی نو تر سپوږمۍ پرته به بل
مناسب ګاونډۍ پیدانشی . د سپوږمۍ قطر د ځمکی د قطر نژدی څلورمه
برخه دی . په لمریز نظام کی د نورو سپوږمیو په پرتله زموږ سپوږمۍ د
ځمکی دکری په تناسب ډیر مناسب او ایډیال لویوالۍ لری . ددی ګاونډی
ګټورتوب دبیلګی په توګه دادی چی د سپوږمۍ له برکته په بحرونو کی مد
او جزر منځته راځی کوم چی د ژوندنی چارو پخاطر د چاپیریال د پاره
ډیر اهمیت لری . لدی نه پرته سپوږمۍ ددی لامل هم ګرځیدلی ده چی
دځمکی د څرخیدو محور ثابت ساتل کیږی . دسپوږمۍ پرته چی ګویا دځمکی
سره ګنډلی ده ، ځمکه به متزلزله پر مدار ګرځیدلای او دا امکان یی
هم وو چی پر یوه اړخ چپه شوی وای .. دی کار کولای شوه چی د اکلیم
او مد وجزر د پاره خطرناک تمام شی .
۴ - د خمکی ایډیال میلان او څرخیدل :
پر خپل شاوخوا باندی د ځمکی د څرخیدو محور نژدی ۲۳،۴ درجی
میلان لری او دا شی ددی لامل ګرځیدلی چی د کال څلور فصله منځته
راشی ، مناسبه د حرارت درجه تامین شی او د اکلیم بیلابیل زونونه
پیداشی . د« Rare Earth- Why Complex Life Is Uncommon in the
Universe » پنامه کتاب کی لیکل شویدی چی پدغه کچه د میلان درجی
ځمکی ته ډیر ایډیال حالت ورکړیدی .
بل ایډیال شی دلته د ورڅی او شپی اوږدوالۍ دی چی دځمکی د
وضعی حرکت ( پرخپل شاوخوا څرځیدلو ) له کبله منځته راځی . که ددغه
څرخیدو چټکتیا له اوسنۍ کچی نه ټیټه وای ، د ورځو اوږدوالي زیاتیده
او د ځمکی هغه برخه چی لمر ته څیرمه راتله ، ډیره زیاته به ګرمه او
هغه مقابل اړخ به ډیر زیات سوړ وای . که چیری د څرخیدو چټکتیا له
اوسنۍ کچی نه ډیره زیاته وای نو د ورځو اوږدوالۍ به دشپو په پرتله
کم وای ، نه دریدونکی توپانی بادونه او نوری زیان رسونکی پدیدی به
منځته راغلی وای .
د لومړۍ برخی پای . نوربیا