دودیزه
ټولنه
٫
لوديزه دموکراسی اودښځو
حقونه
ددی کلې طبيبان واړه ناکس دی
د دارو په طمع مه اوسه بيماره
يوه ورځ
می يوه دوست چی په انتريت کی
تل زما ليکنې لولی
٫
رانه وپوښتل چی ته په هر
مناسبت ترخپله وسه پوری يونم
شۍ ليکې
٫ خوهرکال
چی دښځو ورځ راتلونکې وی
٫
زه دانترنيت پاڼی لټوم څو پدی
هکله ستا له قلمه هم راڅڅيدلې
کرښې ولولم . مګر هيڅکله می
پدی اړوند ستا نه يوه کرښه
لا هم تر سترګو شوی نده .
کولای شی په علت می پوه کړی؟
ددی دپاره چی له هغه نه می
ځان خلاص کړی وی
٫
ورته می وويل لکه
څنګه چی پخپله دی یاده کړه
پدی اړه ډیر کسان پریمانه
لیکنی کوی او دی ته یی پام
ندی چی
ښځه خو دګلو بوټۍ دی
٫
که چيری ګلدانۍ ته له اړتيانه
زياتی اوبه واچولې شی
٫
ريښی يی ورستې اوڅانګي يی
وچيږی اوهمدارنګه يی که په
ګلپاڼو ډير لاس ووهل شی
٫
هغه مړاوی کيږی . برسيره
پردی مي دالنډۍ هم چی دځوانۍ
له وخت نه راياد ده
٫
ورته زمزمه کړه :
که داغزيو نه ډاريږې
دګل په څانګو باندی مه
وهه لاسونه
دکابل پولې
تخنيک انستيتوت کی زما يو
ګران او دتکړه استعداد لرونکۍ
شاګرد انجينر محمد ابراهيم
نعيمی چی دامهال په ډنمارک
ميشت دی
٫
دلطيف جنس په تړاو يی تل
دخيالونو پراسمان د رومانتيزم
سپوږمۍ ځليږی . دی وړاندی لدی
نه چی د ځوانۍ سره
د تل دپاره
مخه ښه وکړی
٫
غواړی په افغانستان کی دښځو
دحالت پر څرنګوالې باندی
يوکتاب وليکی او پدی توګه
دنوموړې
( لطافت ) چی تل يی ورته
دافکارو مزی د وريښمينو په
نازکو تارونو تړلې وی
،
حق پرځای او په اړوند يی خپل
پور اداکړی . پدی لړ کی ده
ډير زيار ګاللۍ
٫
راز راز سرچينی يی پرله اړولې
او د ډول ډول کسانو اندونه يی
ترلاسه کړيدی . دنورو
کسانوپه ډله کي د يوه علمی
کارکونکې په توګه ده دنړيوال
جنګی ائتلاف په شتون کی دافغانی
ښځو دستونزو دحل په چارو کی
زما نظر هم وغوښت څو دکتاب
څيړنيزه برخه پری غوښينه کړی
. داچی ده تل د اړتيا پرمهال
زما په خدمت کی ځان ستړۍ
کړيدی نوماهم بيله دی نه چی
خپل ناتوان قلم ته رنګ واچوم
٫
بله چاره می ونه ليدل .
وايی خبره له خبری
پيداکيږی . پدی اړه می يوه
بله خبره راياده شوه . ځوانی
دژوند ترټولو په زړه پوری
برخه ده . ځلمۍ وم او دمسکو
پوهنتون کی د کان پيژندنې په
زده کړو لګياوم . دتعليمی
پروګرام سره سم به هر اوړۍ
دتوری بحيری پر غاړه دکريميا
په نيمه جزيره کی ( اوس
داوکراين په جمهوريت پوری
تړاو لری ) پرتو دنګو غرونو
ته د درو مياشتو دپاره
دپراکتيک پخاطر تلو . پاک
خدای د طبعت دښکلا ډيره برخه
و دغی سيمی ته بخښلې چي دډيرو
ليکوالانو او شاعرانو د
خوندورو اثارو دالهام سرچينه
ګرځيدلې ده . له بده مرغه د
وصال قدر په هجران کی
څرګنديږی . داسی ښکاری چی په
ځوانۍ کی لا دښکلا نه دخوند
اخيستلو وړتيا کمزورې او دغه
استعداد پوره وده نه کوی . د
کوچيانو پشان به مو په خيموکی
ژوند کاوه . دشپی لخوا به مو
اور بل کړ
٫
پری راټول به شوو او دټوکو
ټکالو بازار به تود وو . د هم
صنفيانو ډيره
برخه مو نجونې وی . ښکلې طبعت
به هری يوی ته تر بلې زياته
رومانتيکه ښکلا ور بخښله .
دوی به تل له مانه په
افغانستان کی دنجونو او ښځو
په هکله راز راز پوښتنی کولې
. ما به هم په ډير وياړ هغوی
ته په ميوند کی دملالۍ دحماسو
لنډۍ په ترنم کی ويلې او
بيابه می ورته په روسی ژبه
ژباړلې . دغازی ادی دميړانې
قصی به می ورته کولې او . . .
. . يو ماښام دبحيری پرغاړه
د
اور
د
پاته انګار پرشاوخوا
را ټول وو . يوی هم صنفۍ نجلۍ
می چی تر ټولو واکمن خدای
دښکلا غرونه ور په شاکړی وه
٫
زما تر قصو وروسته رانه
وپوښتل : ايا ستاسی ښځی له
جنګ نه پرته د ميني او محبت
سره هم بلدی دی ؟ ايا ددغی
کليمې په مانا باندی پوهيږی
او کولای شی ديو چا سره مينه
وکړی ؟ ما يی په ځواب کی د
موشګاف شاعر حميد ماشوخيل
لاندی شعر ورته وژباړه :
و اسمان ته به دشعر زينې
کښيږدی
که حميد دغم له سره زنګون
وکيښ
له لوړی اړينې سريزی
نه وروسته به راشو اصلی خبری
ته چی هغه په افغانستان کی
دښځو د مسئلې په هکله
دامريکايی انډيوالانو
اوسرکاری هلو ځلو څرنګوالۍ او
دپايلو دمثبتو يا منفی اړخونو
د ترلاسه کيدو جاج اخيستنه ده
.
دشوروی دولت ديوه
بنسټ ايښودونکی سياست پوه له
خولې می لوستی وه : که
هرڅومره په يوی ټولنې کی
دپوره مساوات او برابرۍ دشتون
په هکله ډيری ناری ووهل شی
٫
داپه هم هغه پيمانه ښئی چی په
ټولنی کی مساوات او برابرې
نشته . که چيری انجينر صاحب
نعيمی دخپل کتاب دپيل نه
وړاندی زماسره سلا کړی وای
٫
مابه ده ته دڅيړنی په موخه
داسی يوه موضوع په ګوته کړی
وای چی حلول يی پخپله په
افغانستان کی دښځو اوسنۍ
ستونزمن حالت ته دپای ټکۍ ږدی
.
اوس چی ده پرکتاب
باندی ډير کار کړی او ستړياوې
يی ګاللې دی
٫
زه به پخپل ټول وس او بشپړه
مينه دی وهڅوم چی نوموړې کتاب
دخوندوری منځپانګی سره په
پوره برياليتوب پای ته ورسوی
ترڅو يی هم لوستونکی له
لوستلو نه خوند واخلې او هم
دلطافت په وړاندی دده لطيف
پور ادا شوی وی . لدی نه پرته
چی دی راباندی ګران دی
٫
هڅاندی هلې ځلې يی دقدر وړ
بولم .
ترهغه ځايه چی ما
دښځو د مسئلې په اړوند د
اسلامی پوهانو اندونه لوستې
دی
٫
تر لويه بريده دا ويلای شم چی
دوی داموضوع په هر اړخيز ډول
څيړلې او ډيرو باريکو ټکيو ته
يی پام اړولې دی او دڅيړنو له
ژورتيا نه يی سترګی پټول ګران
کار
دی .
د اتيايمو کلنو پيل
وو چی دپروګرس چاپخونې (
مطبعی ) رانه د حق الزحمی په
بدل کی ديوه کتاب دژباړنې
غوښتنه وکړه څو په ايران او
افغانستان کی دلوستونکو دپاره
په فارسی يا دری ژبه و ژباړل
شی . کتاب دښځو د مسئلې په
هکله د
يوشمير کلاسيکو فليسوفانو
دنظرياتو يو غونډ وو .
پدغه کتاب کی دښځو
دمسئلې په اړوند ددوی
نظريات
له مذهبی اړخه نه بلکه د
ټولنې داجتماعی - اقتصادی
ځانګړتياوو له مخی
راټول شوی
وه .
که چيری دنوموړی
مسئلې په اړه ددغو دوو ډلو
پوهانو اندونه سره پرتله
کړم
٫
بيله شکه د دوی دليد لوری
زاويی يو له بله څرګند توپير
لری . داځکه چی له يوی خوا د
دوی د نړۍ ليد اړخونه بيل دی
او دبلې خوا د ټولنې د ودی په
بيلو پړاوونو کی د دوی څيړنې
او پايلې اخيستنې ترسره شوی
دی .
زه
پدی باور يم دهغو ستونزو
ريښې چی داګړۍ افغانی ښځی
ورسره لاس او ګريوان دی
٫
تر ډيره حده د افغانی دود
پالې ټولنې د کړو وړو سره
تړاو لری نه د اسلامی مذهبی
عقيدی سره چی لوديز يی په
هکله فکر کوی . زه همدغه خبره
اساسی ټکۍ بولم چی بايد په
اړه يی پوره غور وشی او
دټولنې د اقتصادی - اجتماعی
پرمختيا په پراخ چوکاټ کی يی
اړخونه وڅيړل شی نه دسياسی
سوداګرۍ په تنګه کړۍ کی .
په افغانستان کی
دښځود نهضت بهير نسبتا ً اوږد
تاريخ لری چی په زګزاګ (
مارپيچ ) ډول يی لاره وهلې
٫
پرمخ تللې
٫
راپرزيدلۍ او شا ته لويدلۍ دی
. ددی نهضت په تاريخ کی څلور
پړاوونه ماته غښتلې ښکاری چی
بايد په هکله يی يادونه وشی .
ددی ډلې نه درو
لومړی پړاوونو تر ټاکلې حده
طبعی
شکل درلود ځکه چی په محرکه
قوی کی يی افغانی عنصر
ټاکونکۍ رول لوباوه . په
څلورم پړاو کی يی دافغانی
عنصر رول پيکه او دنړوالو تر
اغيزی لاندی يی د را واردی
شوی لوديزی دموکراسۍ په
تمثيلې نمايش کی دسياسی تجارت
بڼه اخيستې ده :
لومړۍ پړاو :
پدی پړاو کی دښځو
نهضت دامانی نهضت ديوی برخی
په توګه په انقلابی توګه
راپيل او داچی چټکتيايی د
ټولنې تر زغم لوړه و
٫
دسخت مقاومت سره مخامخ شو .
پدی اړه چټک ګامونه ددی بهانه
شو ه چی انګريزان يي دافغان
وطنپال دولت په مقابل دغچ
اخيستلو په موخه ديوی اغيزمنې
وسلې په توګه وکاروی . لومړی
يی دګوډ ملا پلاس ددولت پرضد
تبليغات پيل او وروسته يی
ارتجاعی ځواکونه دغلو او
رنګارنګ داړه ماراو په ډله کی
دسقاو دځوی پرشاوخوا را ټول
او افغانی وطنپال نهضت دځپلو
سره يی يو ځای دښځو نهضت هم
خفه او دډيرو کلونو دپاره
منځنيو پيړيو ته پرشا وتمباوه
.
دوهم پړاو :
دانهضت د دوهم ځل
دپاره دسردار محمد داود خان
ترمشرۍ لاندی دده دصدارت
پرمهال راپيل شو . داځل که څه
هم دانقلابی لارو منځته نه وو
راغلې
٫
خوداچی ديوی خوا نهضت دفرمان
له مخی پيل شو او له بلې خوا
دا دساړه جنګ مهال او داود
خان دشوروی په پلوۍ سياست خپل
کړی وو
٫
بياهم لوديزوالواو امريکا تری
ګټه پورته کړه او دپاکستان
دارتجاعی کړيو په مرسته يی په
مقابل کی خلګ راوپارول . پدی
اړوند دمقاوت لومړۍ څپې په
١٣٣٩ کال په کندهار کی دبلوا
په شکل انفجار وکړ چی مرګ
ژوبله يی رامنځته کړه .
دکندهار سينما او د زرغونی
انا دنجونو ليسه داور په لمبو
کی وسوزيدل . پرنورو ښوونځيو
هم بريدونه وشوه
٫
زده کوونکی او ښوونکی وټکول
شول . دولت ډير ژر جدی تدابير
ونيول
٫
بلواکوونکې يي وځپل
اونورو ولايتونو ته يی
دپراخيدو مخنيوۍ وکړ . لدی نه
وروسته د بلوا تراغيزی لاندی
دنهضت په اړه داحتياط نه کار
واخيستل شو او چټکتيا يی پښه
نيولې شوه ولې له پښو ونه
لوېده او په نسبتاً ارام
ډول پرمخ ولاړ .
دريم پړاو
:
په ١٣٥٧ لمريز کال
دنورو ټولنيزو چټکو بدلونونو
تر څنګ دښځو نهضت ته هم
دانقلابی شورا په اووم لمبر
فرمان سره پام واړول شو او
انقلابی بڼه ورکړل شوه .
دفرمان غټ ټکی دا وه : د شرعی
مهر په ور کولو سره چی دهغه
وخت دپيسو په حساب يوازی دری
سوه افغانې کيدلې د ولور
اخيستل کاملا ًمنع شوه
٫
د وړو نابالغو نجونوکوزده کول
او دبالغو نجونو د خپلې خوښی
او رضا نه پرته ميړه ته ورکول
منع شوه
٫
په واده کی دبيځايه لګښتو
غوښتل منع شول او نوری اړينې
ورته چاری فرمان په پام کی
نيولې وی . داچی دولت دجزا
قانون په ټينګه عملی کاوه
٫
نو جنسی تيرې او نورو ورته
جرمونوته داداری فساد په ګډون
هيچا هم زړه ښه کولای نشو .
دا ټول هغه څه دی چی اوسنۍ
دولت او ورسره ټوله نړيواله
ټولنه يی پخاطر بی شميره
لګښتونه کوی اوترسره کولای يی
نشی . هغه وخت هم د ساړه جنګ
دګټلو په موخه امريکااو
لوديزوالو دنورو تبليغاتو
ترڅنګ دغه فرمان هم بهانه
وټاکه او فوندامنتاليزم يی
دافغان بی تجربی او شوروی
پلوې حکومت په وړاندی
راوپاراوه څو په پای کی يی د
٩٠ - يمو کلنو تنظيمی ناورين
او ورپسی دمنځنيو پيړيو
ماښام
ته لاره پرانيستل . پدی توګه
دښځو نهضت دا ځل لږ تر لږه د
٥٠ کالو دپاره پرشا وتمبول شو
.
څلورم پړاو :
دطالبانو تر ټکولو
وروسته لوديزه دموکراسی دښکلې
ناوی په توګه د پرتمينی بدرګی
سره هيواد ته
راوستل
شوه . ددی ناوی د لاښه
سينګار په موخه دښځو دحقونو
پر شعار باندی دسياسی تجارت
پړاو پيل شو څو هم افغان
حکومت اوهم امريکا دخپلو
انډيوالانو سره تری ګټه پورته
کړی . په افغانستان کی
دشکيلو
هيوادونو حکومتونه ددی دپاره
چی خپلو خلګوته ور اوښتې
انسانی تلفات او مالې لګښتونه
توجيه کړای شی
٫
دښځو دحقونو دپاره دهلو ځلو
شعار پړسوی او دبشر دحقونو
مينه والو ته په سترګو کی
خاوری پاشی . دوی تر دی شعار
لاندی ددی خبری څخه سترګی
پټوی چی هره ورځ يی په
بمباريو کی دښځو او ماشومانو
په ګډون بيشميره ملکی کسان د
وينو په رود لاهو کيږی او
ددوی
د وزر
ترسيوری لاندی
جنګسالار توپکماران پرښځو او
ماشومانو باندی جنسی تيرۍ کوی
.
دښځو حقونه دبشر
دحقونو يوه نه شليدونکې برخه
ده او دبشر حقونه دنر او ښځی
دواړو دپاره په پام کی نيول
شويدی . پداسی يوی ټولنی کی
چی هرګړۍ دبشر حقونه هلته په
ټوليز ډول ترپښو لاندی او
نارينه وو ته لاهم خپل ډير
ابتدايی حقونه رسيدلې نه وی
٫
بيا نو دښځو حقونه خامخا
زيانمن کيږی . دافغانستان
داوسنۍ وګړو له نيمې نه زياته
برخه تر ٢٥ کلونو ټيټ عمرلری
. داهغه نسل دی چی په جنګ کی
زيږيدلې اود باروتو تر دود
لاندی لوی شويدی . داسی نسل
له هرڅه نه وړاندی د بشر حق
پيژندلو ته د اوږدی زده کړی
اړتيا لری . ددی دپاره چی
دانسانانو کړه وړه سمون ومومی
٫
اړينه ده چی په ټولنه کی
انسانی ذهنيت ته وده ورکړل شی
. دا کار بيا دټولنی و
اقتصادی - اجتماعی پرمختيا ته
اړتيا لری . بيله شکه پدغه
لار کی اوسنې پيل شوی هلی ځلی
لکه دانفراسترکچر بيا رغونه
٫
دښوونځيو او روغتونونو ابادول
او تجهيزول
٫
د ادارې اوقضا بياجوړول او
نور پرخپل ځای تر ټاکلې کچی
دستايلو وړ دی .
دا يو انکار نه منونکۍ پوهنيز
اصل دی چی
پدی پروسه کی اجتماعی ذهنيت
داقتصادی ودی تابع او ورسره
يو ځای داسی وړاندی ځی چی
دچټکتيا بهير يی د اقتصادی
پرمختيا تر چټکوالې سست دی
.
دهيواد اقتصادی بنسټونه هم د
شوروی يرغلګرو او هم له هغوی
نه وروسته دامريکا او لوديز
په سپارښت د ( ISI ) پلاس
دجوړ شوو تنظيمونو لخوا ديوه
مخه وران شول او هراړخيزی
رغونې ته اړتيا لری .
اقتصادی وده لاهم په
افغانستان کی تر اوسه پوری
دهغو لګښتونو په پرتله چی
ترسره کيږی ډيره ټيټه ده .
داواقعيت ددی خبری څرګندوی دی
چی اجتماعی ذهنيت ډير وروسته
پاته دی . که څه هم داقتصادی
پرمختيا سره داجتماعی ذهنيت
وده نه شليدونکۍ تړاو لری
٫
مګر
اصلی خبره داده چی اقتصادی
پرمختيا کيدلای شی دنړيوالې
ټولنی په غوښتنه ترسره سی
٫
خو داجتماعی ذهنيت لوړتيا بيا
دچا په غوښتنه او فرمان نه
ترسره کيږی بلکه داکار دوخت
تابع او په محافظه کاره ډول
مخته ځی
.
د يوه پوه له خولې می لوستې
وه چی ديوه ښار جوړول ديوه
انسان د ذهنيت تر بدلولو
اسانه کار دی .
د امريکا او لوديز
په بدن اوس
هغه مار نيښ لګوی چی پخپل
لستوڼې کی يی ساتلې او روزلۍ
دی . دوی دافغاستان
پشان هيوادونو کی قصدا ً
داجتماعی ذهنيت د ټيټ ساتلو
په موخه بيشميره لګښتونه کول
څوپه ساړه جنګ کی يي
دکمونيزم په وړاندی ديوی
اغيزمنې وسلې په توګه
وکارولای شی . پدی کار کی خو
دوی
برياليتوب پلاس راوړ
او سوسياليستی بلاک يی له پښو
واچاوه
٫ مګر
ټيټ ساتل شوی اجتماعی ذهنيت
اوس ورته دلستوڼې مارګرځيدلې
او هرګړۍ يی يو يا بل ځای د
زهرو انتظار باسی .
ژرنده که دپلار ده هم په وار
ده .
لکه څنګه چی لوړ
وښودل شوه
٫
دافغاني ښځو دنهضت په بهير کی
لومړنې دری پړاوونه دهمدغو
لوديزوالو او امريکا دپيسو او
تبليغاتی ماشين په زور يا
دخنډونو سره مخامخ او ياهم
بيخی وځپل شول . دا اوس هم
ددوی پر رښتينوالې باندی
باور ګران دی ځکه چی
سياسی تجارت تل د ډبل مورال
( دوه مخيزتوب ) سره تړلې وی
. دوی پدی ښه پوهيږی
چی اقتصاد دنورو ټولو اجتماعی
پدیدو
مور ده او دښځو حقونه يوازی د
اقتصادی پرمختيا تر اغيزی
لاندی په ښه او ډاډمن ډول
تامين کيدلای شی
٫
ځکه نو که دوی په رښتيا سره
غواړی خپلی تيروتنې سمی او
دښځو دحقونو وبشپړتامين ته
لاره هواره کړی
٫
يوازنۍ چاره يی داده چی
دافغانستان داقتصادی ودی
وچټکتيا ته ديوه پراخ هراړخيز
مارشال پلان دعملې کولو دلاری
ټينګ پام واړوی اوبس .
دا ټول هغه څه دی چی يوازی
زما د اندونو ستنی نه جوړوی
بلکه داسی پوهنيز ارونه دی چی
دټولو ټولنپوهانو خوله يی په
هکله يوه ده .
پای
یادوونه
: لوړه لیکنه می انجینر نعیمی
ته هم لیږلې وه څو پخپل لاندی
ویبلوګ کی چی په مټ یی
بیلابیلې په زړه پوری
موضوعګانی خپروی ، هم نشر کړی
:
www.nahimi.dk