پښتنو ګورې
یو په بل مو وژنی
لکه پردی هسی په خپل مو وژنی
یا به کښتۍ له ډوبیدو
ژغورو نن یا خو
په څنګ کی د ساحل مو وژنی
( ح. م. نوزادی )
د پښتو ژباړونکی یوه
لنډه یادوونه :
پدی برخه کی د مقالې
لیکوال دهغو ګنګوسو یادوونه
کوی چی په پیښور کی یی دافغا
نی مهاجرانو له خولی دافغا نی
طالبانو دمشر ملا محمد عمر د
هویت او موجودیت یا نه
موجودیت په اړوند ارویدلې دی
. داچی دهغه د فزیکی موجودیت
په هکله واقعیت اوس ټولې نړۍ
ته معلوم دی ، ځکه نو زه
دلنډیز پخاطر د ټولو خبرو له
ژباړنی نه تیریږم ، خو ګنګوسی
په لنډه توګه داسی وی چی ګویا
پخپله ملا محمد عمر فزیکی
وجود نلری او اصلا دا سړی هم
هغه حفیظ الله امین دی چی
د۱۳۵۸ کا ل دجدی په شپږمه شپه
روسانو دی وژلې نه وو بلکه
شوروی ته یی لیږلې وو ، اوس
بیرته خپل وطن ته راغلی دی او
دملا محمد عمر په رول کی کار
کوی . ځینو لا داسی هم ورته
ویلې وه چی دا سړی دپخوانی
پادشاه محمد ظاهرشاه یو ځوی
دی چی اوس طالبان رهبری کوی .
د ځینو نورو له قوله دی لیکی
چی ملا محمد عمر اصلا د دفاع
پخوانۍ وزیر شهنواز تڼۍ دی .
لیکوال دلوړو ګنګوسو له
یادولو وروسته زیاتوی او وایی
چی ملا محمد عمر که هرڅوک
یعنی حفیظ الله امین یا د
ظاهر شاه ځوی او یا هم تڼۍ
وی او لوړ یاد شوو کسانو
غوندی صاحب منصبان یی د لوړ
پوړو قوماندانا نو په توګه
ورسره هم وی ، بیاهم دوی ټوله
افغانان او دی ټولنی ته
بیګانه خلګ ندی . دوی حق لری
په خپل وطن کی د ټیکاو او
سرترسری حاکمیت د ټینګولو
دپاره مبارزه او هر ډول هلی
ځلی وکړی .
لدی لنډی یادونی
وروسته غواړم دژباړی پاته
برخه لوستونکو ته په لاندی
کرښو کی وړاندی کړم :
د طالبانو په سیمو کی د زور
زیاتی شتوالې یا نشته والې :
پدی اړه هم غواړم د
خپلو سترګو لیدلې حال ووایم .
باید پر دی خبره اعتراف وکړم
، دهغه څه انتظا ر چی می
درلود ، موږ دخپل سفر پر وخت
په افغانستان کی ونه لیدل .
هلته دطالبانو لخوا د ،، زور
زیاتی او ترور ،، نښی نښانی
زموږ تر سترګو نه شوی ، خوبیا
هم پکار ده د یوی پیښی
یادوونه وکړم : د کا بل څخه د
وتلو په لاره کی طالبانو
موټران درول او تلاښی کول یی
. یوه بس موټر ته نژدی چی
دخلګو ګڼه ګونه وه ، د غالمغا
ل او شر وشور اوازونه تر غوږ
شوه . پدی وخت کی یو د پاخه
عمر طالب او دوه تنه ځوان
وسله وا ل طالبان دخلګو په
منځ کی را ښکاره شول . د دوی
په را څرګندیدو سره غالمغال
چوپ شو او هغه شخړه چی لا
پوره پیل شوی نه وه ، پای ته
ورسیده . د یوه نفر طالب پلاس
کی مو هغه دیګ ولیدی چی له
یوه سړی نه یی اخیستې وو .
طالب یو دم په ډیر قهر سره
دیګ وغورځاوه ، د ټوپک په
قنداق یی هغه وټکا وه او بیا
یی په پښه وواهه او دسړک
پرغاړه یی یوی کثافتدانۍ ته
واچا وه . دویم طالب په قهر
او امرانه ډول وهغه سړی ته
یوڅه وویل چی دیګ تری نه
اخیستل شوی وو . سړۍ چوپ خوله
پاته شو او ځان ی ارام ونیوی
. طالب اول هغه په لغته وواهه
او بیا یی له ګریوانه ونیو او
د قرارګاه خوا ته یی بوت .
وروسته زموږ دسفر رهنما راته
وویل چی طالبا ن پاکستان ته د
کباړ او فلزاتو وړل منع کړیدی
. دا چی موږ ژبه نه زده نو د
پیښی په ټولو جزییاتو باتدی
پوره پوه نه شوو . ښایی دابه
هغه څه وی چی پرطالبانو باندی
یی له کبله د ،، ترور ،،
تورونه لګوی .اویا به دا هغه
څه وی چی طالبان لدغی لاری د
ټولنیزو تخلفاتو په وړاندی
میارزه کوی او له کبله یی پدی
توانیدلی دی څو دخپل حاکمیت
په سیموکی بشپړ امنیت او خوند
توب تامین کړی .
چا دری هیڅ مزاحمت نه کوی :
د وړو نجونو او زړو
ښځو نه پرته باید ټولې میرمنی
داسی چادری ( بُرقه ، بوغره .
ژباړ. ) پرسر کړی چی بدن یی
له سر نه تر پښو پوری ورباندی
پوښلۍ وی . یوه اروپا یی سړی
ته به ښه دا وی چی په
افغانستان کی ښځو ته ان بی
غرضه نظر هم وا نه چوی . د
پردیو ښځو عکس اخسیتل کولای
شی عکاس ته د مرګونی خطر سره
تړلې خطر وی . د ویدیو یو کست
مو ولید چی نوار یی د کورنیو
چارو وزارت په انګړ کی د یوه
ټانک د میلې پر سر پیچلۍ او
ځوړند وو . موږ ته وویل شوه
چی داکست د یوه برتانیوی خبر
لیکونکی وو .
په کابل کی د ښځو تګ
راتګ اوس د خلق دموکراتیک
ګوند د حاکمیت د وخت سره ډیر
توپیر لری چی هغه وخت به ښځی
او ځوا نی نجونی په تنګو لمنو
کی بی پروا اوخرامانه ګرځیدی
. خو سره لدی هم پدی سفر کی
موږ لیدل چی کله کله به ښځو
پخپلو منځو کی یا دخپلو
نارینه وو سره دښار په کوڅو
کی په لوړ اواز خبری کولی .
موږ ان داسی هم ولیدل چی یوه
بوغره والا ښځه د یوه نارینه
سره روانه وه او خبری یی کولی
، یوځل هغه ته په قهر شوه ،
په لوړ اواز یی څه ورته وویل
اوبیا یی هغه پرلاس وواهه ..
. . . !
وړی نجونی حق لری چی
تر دریم ټولګۍ پوری ښوونځی ته
ولاړی شی او په ټیټه سویه لیک
لوست او حساب زده کړی . ښځی
همدارنګه د نسایی او ولادی په
څانګو کی د کار کولو اجا زه
لری . په کابل کی دهغو نجونو
اومیرمنو دپاره چی زده کړی یی
کړی دی دا ډول مقررات دمنلو
وړ ندی . خو د کلیو او بانډو
د ښځو دپاره بیا دی حالت هیڅ
ډول ستونزی ورته رامنځته کړی
ندی . د بیلګی په توګه زما ښه
یاد دی چی په شوروی کی لا په
تاجک میشتو او ازبک میشتو
سیموکی د پردیو ښځو عکس
اخیستل یو نامناسبه کار ګڼل
کیدی . که په عمومی توګه
ووایم عادی افغانی ښځی پخپله
هم و پردی نارینه وو ته دخپل
مخ د ښودلو مینه والی ندی او
دا کار نه خوښوی . له همدی
کبله ویلای شم چی د طالبانو
دغه ډول مقررات یوازی دهغو
میرمنو د پاره زورونکی دی چی
اروپایی تربیه یی لرله او د
دی ډول ښځو شمیر بیا په
افغانستان کی ډیر لږ دی .
په کابل کی بشپړ امنیت واکمن
دی :
د هغی ورځی راهیسی چی
د یو لړ خیانتوتو ( د لیکوا ل
موخه د ډاکتر نجیب الله خاین
او فرصت طلبه انډیوالان دی .
ژباړ. ) په پایله مجاهدینو ته
د ارګ واک وسپا رل شو ، د
کابل اوسیدونکو ا رامه او بی
غمه ورځ و نه لیدل . د ربانی
– مسعود – حکمتیارایتلافی
حکومت د غلا ، چباول ، جنسی
تیریو او نورو ظلمونو برسیره
په خپلو کی په ورانونکو
خونړیو جګړو بوخت شو . ددی
بین الجهادی وحشت او فاجعی تر
ټولوستره قربانی د کابل د بی
دفاع اوسیدونکو په برخه شوه .
د ۱۹۹۲ کال د پسرلې را وروسته
د کابل د ښار هره ناحیه په
یوه ملک الطوایفۍ واوښته چی
بیلا بیلو تنظیمی زور واکانو
پری خپله واکمنی ټینګه کړی وه
. دلته د هر زورواک برخه د
دوی پنامه یادیدله : د
مسعودیانو ساحه ، دحکمتیار
ساحه ، دخلیلیا نو ساحه ، د
دوستمیانو ساحه . . . . . او
داسی نور . کابل چی یو وخت
دوه میلیونه نفوس درلود ، د
شورویانو ، امریکایانو ،
جرمنیانو بلغاریانو او نورو
په مرسته اباد شوی وو ،
ناببره د راکټونو ، ټانکونو
توپونو او ماینونو تر وحشتناک
ګوزارونو لاندی راغې او ۷۰٪
برخه یی به خاورو او لوټو
بدله شوه . همدا اوس په کابل
کی د ملګرو ملتونو کارکوونکی
د ۳۵۰۰ ماینونو د پیداکولو ،
را ایستلو او شنډولو په کار
لګیا دی چی د نجیب الله له
نسکوریدو وروسته په کابل کی د
تنطیمی وحشت په لاسونو کرل
شویدی .
په افغانستان کی زموږ
دریور یو زوړ سړی او خورا
متدین مسلمان وو چی پنځه وخته
لمونځ یی هیڅکله هم نه قضا
کاوه . ده موټر په یوه کوڅه
کی د سړک پرغاړه و دراوه .
دسړک کیڼی خواته د یوه لوړ
منزله تعمیر نړیدلې کنډواله
او ښۍ خواته یی یو نړیدلې
مسجد تر سترګو کیدی . ډریور
خپل سر په ډیری مایوسۍ سره و
ښوراوه او د خواشینۍ نه یی په
ډکه لهجه سره وویل : د سړک
داپلو د مسعودیانو د خدمت
بیلګه او هغه بل بلو ته یی د
خلیلیانو د خدمت نښی نښانی پا
تی دی . د خبرو پروخت اکثرو
افغانانو موږ ته ویل چی دوی
یوازی د دوو حکومتو څخه ډیر
راضی دی لکه د نجیب الله
حکومت او د طالبانو حکومت چی
چور وچپاول ، غلا ، سړی
تښتونی ، د چا پر مال او
ناموس باندی هیڅ ډول تیرۍ
نشته .
موږ ډیر ارویدل چی
طالبان خلګ په زور او جبرسره
د لمانځه دپاره مسجدونو ته
کشوی . دا هم ویل کیده چی
عادی طالبان پدی نه پوهیږی چی
د پنځه وخته ټاکل شوو لمونځو
نه پرته نور اضافی عبادت د
اسلام په دین کی یو حتمی کار
ندی . ترهغه ځایه چی موږ لیدل
افغانان پخپله متدین خلګ دی
او ټولی دینی چاری پخپله خوښه
او رضاسره ترسره کوی ، ځکه نو
و دی کار ته د دوی دمجبوره
کولو اړتیا نشته . ښایی ځینی
کسان ونکړای شی د اذان د
ارویدلو سره سم ځانونه بیله
ځنډه مسجد ته ورسوی . . . .
. هر افغا ن ( که نامسلمان او
یا لیونۍ ) نه وی ، د اذان د
ارویدو سره سم دعا کوی او د
اسلام دین حرمت پرځای کوی .
همدا اوس په کابل کی
یو ډول ،، ځانکړې ،، موسیقی
شته چی خلګ یی ږغوی .
دطالبانو د ټیوتا موټرانو د
ټایپونو د لاری ځانګړې سندری
په لوړ اواز ارویدل کیږی .
زموږ له ډلی نه یو تن چی خورا
ډیر کنجکاو وو ، د طالبانو یو
دا ډول کست یی تر لاسه کړ .
طالبان معمولا په پښتو او دری
ژبه هغه حماسی سندری اوری چی
د جنګ په ډګر کی د طالبانو
قهرمانی ، د وطن مینه او د
دښمنانو څخه د نفرت څرګندویی
کوی . د چارو پوهان وایی چی
دا ډول سندری او سرودونه
صوفیانه اغیزی لری او انسان
پر عیرت او هیجان راولی .
غواړم په ټینګار سره
ووایم چی وسله وال طالبان د
کابل په کوڅوکی اصلا نه تر
سترګو کیږی ( د جلال اباد
ښارته دننوتلو او وتلو په
درازو کی د وسله والو طالبانو
پوستی ځای پر ځای شویدی ) .
ځوان افغانان چی توری یا
سپینی لنګوټې یی پر سرو دی ،
د ماشیندارانوسره پراوږو د
دولتی ودانیو او تاسیساتو
ساتنه کوی . دولتی دفترونو ته
د ننوتلو پر وخت د مراجعینو
بشپړه تلاشی کیږی . ډیری ا
وازی چی هلته د طالبانو د بدو
کړونو په هکله ارویدل کیدی ،
د واقعیت سره یی سرنه خوړ . د
بیلګی په توګه موږ په ډلو ډلو
طالبان لیدل چی عکاسخانو ته
به تله ترڅو د هویت کارت او
یا نورو اسنادو دپاره خپل
عکسونه واخلی . ځینو طالبانو
به د ،، مالبورو ،، سګریټ نه
په خوند سره دودونه ایستل او
خارجیانو ته به یی دوستانه
موسکا کوله . . . . . . .
د دریمی برخی پای . نوربیا