پښتنو ګورې یو په بل مو وژنی لکه
پردی هسی په خپل مو وژنی
یا به کښتۍ له ډوبیدو ژغورو نن
یا خو په څنګ کی د ساحل مو وژنی
دلومړۍ برخی سره
په تړاو :
د طالبانو دلوړو بریالیتوبونو دشمیرلو
سره جوخت دا پوښتنه رامخ ته کیږی چی ددی کار پټ را
ز په څه کی پروت دی ؟ پدی اړه هم پخوا او هم اوس
ډیر روایتونه ارویدل شویدی چی پدی لړ کی لاندی
لاملونه دیادونی وړ دی :
د وسلو اکمالات : داسی ویل کیده چی
طالبانو ته هره ورځ په کاروانو وسلی د پاکستان نه
را روا نی دی . پدی هکله باید ووایم چی دکابل –
جلال اباد – پیښور لوی سړک تر ټولو لنډه لاره ده
چی د پاکستانه د وسلو د را لیږدولو پخاطر تری نه
کار اخیستل کیدلای شی . تر هغه ځایه چی موږ څا رل
پردغی لویی لاری باندی د هیڅ ډول اکمالاتی
ترانسپورت نښی نښانی و نه لیدل شوی . یو نیم ځای
ددغه سړک پر غاړو د سوځیدلو ټا نکونو او ذرهپوښونو
اسکلیټونه پراته او کله کله هم ځینی لاری موټران
تر سترګو کیدل چی د زړو موټرانو پاتی برخی او زاړه
فلزات به پکښی بار وه . دا ډول لارۍ هم د پاکستان
پرخوا روانی وی نه له هغی خوا نه . لدی پرته
یوشمیر مینی بسونه هم لیدل کیدل چی خلګو به سفریوی
بلی خوا ته پکښی کاوه . زموږ د دوه ورځنی سفر
په موده چی پردغی لاری مو کاوه یوازی دوه ټ – ۶۲
ډوله روسی ټانکونه او نژدی لس دانی ټیوټا ډوله
جیپان مو د ګزمی په حال کی ولیدل . داهم باید
ووایم ددغو جیبا نو په باره کی چا قصه راته وکړه
چی طالبان هره سیمه فتحه کړی ، دخلګو څخه دا ډول
جیبان استملاک کوی او پخبلو نظامی چارو کی تر نه
کار اخلی . د طالبنو د را منځته کیدو سره سم دا
جیپان د دوی دپاره یو ډول سمبول ګرځیدلی دی ځکه چی
یوازی دوی ورپکښی تګ راتګ کوی . بله لاره چی له
پاکستانه وسلی اومهمات ورباندی را نقل کیدلای شی
، هغه دکندهار – کابل لویه لار ده چی زر کیلومتره
اوږدوالې لری ( دا لار اصلا ۴۸۵ کیلومتره اوږده
ده . ژباړونکۍ ) . مګر دالار خو دتیرو اوږدو کلنو
جنګ راهیسی کنډ اوکپر شوی او همدارنګه د ماینونو
خطر ورسره تړلې دی . پردی لاره باندی حتی د
جیپانو پواسطه هم د کندهار نه کابل ته څو ورځی او
نظامی ترانسپورتی وسلی چی چټکتیا یی کمه ده ،
کیدلای سی یوه هفته وخت ونیسی . ځکه نو ددی لاری
نه کار اخیستل د منطقو سره جوړ نه راځی . د یادونی
وړ ده چی د کابل نه شما لی ولایتونو ته غزیدلی لار
همدا اوس د جبهی لیکه ده او مهمات ورباندی لیږدول
اصلا امکان نلری . موږ هیڅ ډول نظا می ترانسپورت
پردغه لاره با ندی لیدلې ندی ا و یوا زی مو دری ټا
نکه او د ګراد پنامه یوه زړه جنګی دستګاه ولیدل چی
پر یوه بار وړونکی موټر باندی بار شوی وه .
ښه نو، که داسی فرض کړو چی طالبانو ته
نظامی مهمات دهوا دلاری په الوتکو کی راځی ، پدی
اړه باید ووایم چی د کابل د انترکانتینینتال هوټل
له کړکیو نه د کابل ټول ښار او هوایی ډګر داسی
ښکاری لکه پر ورغوی چی درته پروت وی . موږ هلته
دخپل دری ورځنی اقامت پرمهال ان د یوی الوتکی ږغ
هم تر غوږ نشو چی ناسته وکړی . لدی پرته بل هوایی
ډګر په بګرام کی دی . هغه ډګر هم دجنګ کرښی ته
څیرمه نژدی پروت دی چی دطالبانو دغه تخیلی
مرستندویان په هیڅ ډول ورنه ګټه اخیستلای نشی. لدی
لاری به نه یوازی مهمات سالم و نه رسیږی بلکه د
انتقال کوونکو ژوند هم دپوره خطر سره تړلی دی .
داچی پدی تړاو دافغانستان په نورو سیمو کی څه
پیښیږی ، موږ پوره معلومات نلرو . ځینی سرچینی
وایی چی طالبان له خارج نه ټاکلی مرستی تر لاسه
کوی .
د طالبانو قومی منشا : ویل کیږی چی
ګوندی طالبان پښتون توکمه ملی ګرایان دی . ایا دا
خیره د واقغیت سره اړخ لګوی ؟ ایا دطالبانو دتحریک
ټول غړی یوازی پښتانه دی ؟ دلته داخبره دپام وړده
، دهغو ماشومو یتیمانو په ډله کی چی د جنګ ( له
جنګ نه د لیکونکی موخه دشوروی قواوو سره د
افغانانو جنګ دی . ژباړ. ) به کلنو کی مرستونونو
او دپاکستان دینی مدرسو ته لیږدول شوی ، لویه
برخه یی دهیواد د بیلابیلو قومونوڅخه لکه تاجکان ،
ازبکان او نور وه . په مدرسو کی د ښوونی او روزنی
اوهمدارنګه دژوند چاپیریال د اغیز له مخی ډیریو
ماشومانو خپله مورنۍ ژبه هیره کړه . داځکه چی هلته
خبری او درسی چاری یوازی په پښتو او اردو ژبو
ترسره کیدی .
مګر دافغانانو ( ښایی د ټولی منطقی دخلګو
) یوه عجیبه ځانګړتیا داده چی په طبعی او جنتیکی
ډول خپله منشا برجسته کوی . دهرچانه چی به مو کله
پوښتنه وکړه چی په قوم څوک دی ، هغه به لومړی وویل
چی دی افغان ( یا پاکستانۍ ) دی ، خو لږ وروسته به
یی خامخا ویل چی مثلا پښتون ، تاجیک ، پنجابۍ . .
. . دی .
دطالبانو دتحریک جګ پوړو چارواکو په
پخپلو خبرو کی وار وا ر پردی موضوع ټینګار کاوه چی
د دوی حرکت یو ( سر ترسری اسلامی حرکت ) دی او له
همدی کبله د هیڅ ډول قومی توپیرونو سره اړخ نه
لګوی . سره لدی هم ویل کیده چی دوی پرغیر پښتنی
قومونو باندی فشار اچوی . ددی خبری داثبات پخاطر
پکار وه چی دکابل جنوب لودیز سیمی ته ولاړشو او په
نیغه له خلګو سره خبری وکړو ( کابل یو کثیرالقومی
او کثیرالفرهنګی ښار دی ) . پدی سیمه کی هزاره
توکمه افغانان میشت دی . هلته مو پرهغوی باندی
دفشار اچونی خبره له هیچا نه هم وا نه وریدل . موږ
په پیښور کی دخپلی استوګنی پر مهال داسی ګنګوسه
وارویدل چی طالبانو دجنګ په میدان کی دخپلی ماتی د
جبران پخاطر نژدی دری سوه تنه دخپلو مخالفانوڅخه
یرغمل نیولی دی . دا ګنګوسی ډیر ژر د طالبانو د
حکومت لخوا رد او تکذیب شوی . وروسته معلومه شوه
چی دی خبری په رښتیا هم واقعیت ندرلود او دا دری
سوه تنه هغه کسان وه چی دمخا لفا نو دلیکو څخه د
دوی خواته ور ا وښتی وه . . . . . .
په کابل کی دمیشتو هزاره ګا نو ډیرۍ
دپخوانی شوروی سفارت شاوخوا سیمو کی اوسیږی . ددی
سیمو اکثره ودانی د تنظیمی جګړو پرمهال لوټی لوټی
شوی او ورانه ویجاړه له ماینونو ډکه سیمه ده . ددی
ټولو ناخوالو او وحشت سره سره چی ددی ورانیو څخه
لمس کیږی ، بیاهم د ژوند چاری دلته دریدلی ندی . د
سړکونو پرغاړو د دستفروشانو ږوږ دی چی خپل مالونه
خرڅلاو ته وړاندی کوی . دلته او هلته د شعیه ګانو
تور بیرغونه هم درپیدو په حال کی تر سترګو کیږی .
پدی ځای کی نه یوازی داچی موږ د وسله والو طالبانو
ډلی و نه لیدی ، ان د دوی د ګزمو ټیو ټا جیپان مو
هم ډیر په ندرت تر سترګو شوه .
په کابل کی د استوګنی پر وخت موږ اجازه
تر لاسه کړه چی د ځینو دولتی ادارد لکه د باندنیو
چارو وزارت او کورنیو چارو وزارت څخه هم لیدنه
وکړو . د باندنیو چارو په وزارت کی تر ټولو زیات
زموږ پام هلته د مامورینو و قومی ترکیب ته واوښت .
یو نفر تاجک ، دوه تنه دشمال پښتانه او نور یی ټول
د جنوبو او مرکزی سیمو عادی پښتانه وه ( ددی وزارت
یو ډیرشمیر غیر پښتنی مامورینو د بیلابیلو تبلیاتو
تر اغیزی لاندی کارونه پریښودل او خارج ته ولاړل .
ژباړونکۍ ) . دغو مامورینو نژدی ټولو کسانو څو
خارجی ژبی زده او لوړی زده کړی یی په کابل پوهنتون
اویا په لودیزو هیوادونو کی پای ته رسولی وی . د
دوی سره دخبرو نه موږ پوه شوو چی نژدی هریوه یی
لږ ترلږه دری تاریخی دوری دلته پدغه وزارت کی تیری
کړیدی لکه شاهی رژیم ، کمونیستی حکومت او ورپسی
تنظیمی جهادی دوره .
د کورنیو چارو وزیر یو کندهارۍ پښتون وو
او د ،، نظم خاص ،، په چارو کی یی مرستیال هم د
یوی پښتنی کورنۍ غړۍ وو . وزیر خورا جدی سړې
ښکاریدی او یوازنۍ توپیر یی د خپلو خارجی سیالانو
څخه دا وو چی دده سپینه لنګوټه پرسر او پولادی
رنګه افغانی جامی یی اغوستی وی . ددی وزارت اکثره
ماموران دکابل اوسیدونکی وه . یو تن د جنایی څانګی
مامور چی د پاخه عمر خاوند وو ، زموږ یی تود هرکلۍ
وکړ او په روسی ژبه یی راته وویل : زدرا ستویتی
تواریشی ( ملګرو السلام علیکم ) . ده راته پخبلو
خبرو کی وویل چی دی یو افغان تاجک دی او زیاته یی
کړه چی د کابل اوسیدونکی نه یوازی داچی د طالبانو
لخوا دتوپیریز قومی فشار سره مخامخ شوی ندی بلکه
دلته طالبانو د ټولو قشرونو ملاتړ او درناوۍ کړیدی
. ترهغه ځایه چی دجنوبی او جنوب ختیزو سرحدونو څخه
بل پلو ته د لرو پښتنو د متنفذو کورنیو سره تړاو
نیسی ، ددوی څخه د طالبانو د ملاتړ په هکله ضد او
نقیضی خبری ارویدلی کیږی . یوه بیژندل شوی پښتون
موږ ته وویل چی دوی د طالبانو څخه راضی ندی . د
پښتنو د ( ازادو قبایلو ) په ځینو سیموکی ویل کیږی
چی طالبان د دوی رسم او رواج ، ازادیو او دودونو
ته درناوۍ نه کوی او هر څوک چی ددوی اوامرو ته
غاړه نه ایږدی ، د سختو او خشنو کړنو سره مخامخ
کیږی او تهدید کوی چی د ،، اسلامی حاکمیت ،، نه
پرته دوی نور هیڅ قوانین او مقررات نه پیژنی .
دخپلو دښمنانو په وړاندی طالبان پریکنده ،
چټک او بی رحمه عمل کوی . د سترو قوتونوسره
راټولول ، جبهی ته لیږل او و خپلو موخو ته د رسیدو
په لاره کی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کول د طالبانو
دغوره او وتلو صفتونو څخه شمیرلای شو . سره لدی چی
دپښتنو ځینی مشران د دوی څخه راضی ندی ، خو بیاهم
د دوی په وړا ندی دریدلو ته زړه ښه کولای نشی . د
طالبانو پرضد د مخالفتونو تنظیمول او ترسره کول
ولویی پانګی اچونی ته اړتیا لری . په اوسنیو
شرایطو کی ګمان نه کیږی چی داسی څوک پیداشی څو
دطالبانو ( ضد ایتلاف ) باندی چی ډیره برخه یی
چلباز ، حیله ګر او مکار کسان دی ، و پانګی اچولو
ته زړه ښه کړی .
د طالبانو په لیکو کی کادرونه : داسی
ګنګوسی هم شته چی ګویا دطالبانو د رهبری غړی
پخوانی کمونیستان دی . موږ ته چا دڅو نفرو نومونه
یادکړه چی د ( دموکراتیک جمهوریت ) پروخت وتلی
سیاسی کسان اویاهم د اردو قوماندانان وه او اوس
دطالبانو جګپوړی غړی او ملاتړ کوونکی دی . د بیلګی
په توګه :
۱ – داؤد مجید سربلند چی د ببرک کارمل د اطلاعاتو
او کلتور وزیر او د پرچمیانو یو کادر وو او اوس
دطالبانو سره کار کوی . ځینی شنونکی بیا وایی چی
هغه د خلقیانو مینه وال وو .
۲ – عبدالقادر اکا چی د خلقی اړخ سره یی تړاو
درلود ، په ۱۹۸۹ کال دجمهور رییس نجیب الله پر ضد
دهغه د دفاع وزیر شهنواز تڼی تر ناکام بغاوت
وروسته ، دده سره یوځای پاکستان ته ولاړ . قادر
اکا هغه وخت د هوایی قواوو یو کادر وو او اوس د
طالبانو د اردو د هوایی قواوو مشرتوب ورته سپارل
شویدی .
۳ – ګل محمد اندړ یو خلقی کادر او ځینی سرچینی
څرګندوی چی دی دنجیب الله په حکومت کی د خاد غړۍ
وو او اوس د طالبانو سره کارکوی .
۴ – ډګرمن ابراهیم عمر خلقی او د دافع هوا د مکتب
قوماندان وو .
ویل کیږی چی دغو کسانو ته اوس د ملایانو
لقب ورکړل شوی او خپل اصلی نومونه یی اړولی دی .
د شهنواز تڼی د ناکام بغاوت وروسته ځینی جنرالان
هم دده سره پاکستان ته فرارشوه او ځینی نورو د
منځنی رتبو صاحب منصبانو یی په اردو کی خدمت
پریښود او دهغو کسانو په لیکو کی و دریدل چی دنجیب
الله پرضد یی وسله واله مبارزه کول . دیادونی وړ
ده چی داپروسه دا اوس هم ( ۱۹۹۷ ) دوام لری .
دطالبانو پیاوړتیا او داخلی انظبااط ددی لامل
ګرځی څو د اردو افسران چی دعسکری دسپلین سره یی
عادت نیولې دی ، د دوی لیکو ته ور جذب شی .
د پښتو ژباړونکی یا دونه : د لو ړو کسان
په اړه د مقالی لیکونکی ته چا نا سم معلومات ورکړی
دی . داؤد مجید سربلند ( اصلا مجید سربلند ) ترهغه
ځایه چی ما پیژندی د ببرک کارمل د ډیرو مقربو
مریدانو څخه وو او نه یوازی داچی د خلقی اړخ مینه
وال نه وو بلکه سخته کرکه یی هم ورنه کوله . د
طالبانو سره ده هیڅکله هم ده کار ندی کړی . د
هوایی او مدافع هوایی قوماندان قادر اکا هم
پاکستان ته تر فرار څه موده وروسته اوکراین ته
ولاړ او له هغه ځلیه بیا ډنمارک ته مهاجر او اوس
هلته اوسیږی . دطالبانو سره یی یوه ورځ هم کار ندی
کړی . ګل محمد اندړ په دخاد کی وظیفه ندرلوده
بلکه د کورنیو چارو په وزارت کی دجنایی څانکی یو
کادر وو . دی ترهغه ځایه چی زه خبر یم د کوم سیاسی
ګوند غړیتوب ندرلود او دطالبانو سره یی هم د ډګری
افسر په توګه کار ندی کړی . د دافع هوا پوهنځۍ
قوماندان ابراهیم عمر زما د معلوماتو له مخی هیڅ
وخت د طالبانو سره کار ندی کړی .
ډا ډول ګنګوسی او پروپاګندی ماهم په
افغانستان کی د طالبانو پروخت د دوی په هکله
ارویدلې دی چی اصلا د دوی دمخالفانو لخوا ترسره
کیدی . ښایی دا پدی خاطر وو چی له یوی خوا د
پخوانی اردو دغړو سره د تړاوله مخی طالبان تخریب
او له بلی خوا دطالبانو سره دجنګ په ډګرکی دخپلو
ماتو دپاره دلایل جوړ او ځانونه بری الزمه وښیی .
پدی کی شک نشته چی یو ډیر کم شمیر افسرانو دمعاش
تر لاسه کولو پخاطرښایی د خپلې مجبورې له مخی
دطالبانو په لیکو دعادی غړو په توګه کار کړی وی ،
مګر هیڅ یو پخوانی افسر چا ندی لیدلی چی ا ن د
طالبانو د یوی ټولې قوماندانی هم ورته سپارل شوی
وی .
د دریمی برخی پای . نوربیا