|
د ۲۰۱۰ کال د جنوري اته ويشتمه
د بـي بـي سـي خـبري رسـنۍ
(British Broadcasting Corporation - BBC
په نړۍ کي نن مطبوعات، خبري آژانسونه، راډيو، ټلوېزون،
سينما، انټرنټ، موسيقي او په مجموعي توګه ټوله ډله ائزه رسنۍ د
خلکود پوهاوي په خاطر هغوی ته د خپلي خوښي دمعلوماتو رسولو
دپاره خورا کارنده وسيله ده . دغه رسانه ای وسيلې کولای سي يو
خبر، يو نظر، يوه مفکوره، يوه علمي لاسته راوړنه او هر بل ذوقي
او تفريحي کړني په آساني سره د خلکو په ذهنيتو کي ځای اويا
هغه محوه کړي؛ حتی ددې واک لري چي و يوه ناسم عمل ته د
مشروعيت روی ورکړي او يا يو سالم او روا عمل د تخريب او
هرج و مرج خواته رهي کړي .
نن په ډله ائزه رسنيو کي د قسما قسمو تبليغاتو تنوع او
غزېدنه داسي يوه پديده ده چي د ټکنالوژی د پرمختګ سره يې سمه
وده کړې او د مځکي ټوله کره يې تر خپل پوښښ لاندي راوستېده
. دا چي دغه پديده بيا لا نوره هم د موډرنه کېدو په خوا
روانه ده ؛ د نړۍپر عمومي افکارو باندي د هغوی تأثير نن د يوه
مسلم حقیقت په حيث ځان تثبیتوي . د رسنيو دغه شاني
قدرتمنده موقف نن د لويو شبکو او د نړۍ د لويو سرمايه دارانو
او بډايو هيوادو په لاس کي لوېدلی دئ هغوی دي چي دغه رسنيو ته
د خپلو استعماري غوښتنو په لوري حرکت ورکوي او د هيوادو په
لاندي کولو او د خلکو د اذهانوپه اړولو او کنټرولولو کي تر
پوځي قدرت زيات کارنده کار اخلي او اوږدمهاله ګټو ته ځان
ور باندي رسوي .
در سنيو د پېژندني په دغه روانه لړ کي نن
د بي بي سي د راډيوـ ټلوېزون خپرندويه شرکت په اړه يو څه په
مؤجزه توګه ږغيږو . راډيو او وروسته بيا ټلوېزون په ډله ائزه
رسنيو کي و عامه ذهنيت ته د پيغام رسولو او پر هغوی باندي د
خپل تأثير تر ټولو مؤثره وسیلې بلل سوي دي . زموږ د هيواد
افغانستان په ګډون په زياتره هغه هيوادو کي چي د بېسوادۍ
کچه يې لوړه ده نو د هغه اثرات تر ټولو زيات محسوس دي .دبي
بي سي د نامه سره زموږ دهيواد عوام او خواص ښه ترها آشنا دي
. بي بي سي زموږ په جنګ ځپلي هيواد کي د دې تيرو دېرشو کلو
په ډراماټيکو بدلونو او پاچا ګښتيو او دکورنۍ جګړو په دوران کي
د پورتني اصل په پلي کولو کي، عمده نقش درلودلی او هغه يې په
خپل انګريزي غوندي مهارت سره لوبولی دئ .
بي بي سي چي د(British Broadcasting
Corporation - BBC) لومړني حروف دي؛ په انګلستان کي د يوې خبري
رسنۍ په حيث د لومړي ځل د پاره په ۱۹۲۲ کي د هغه كنسرسيوم
لخوا جوړه سوه چي په ځان کي يې شپږ غټ تجارتي شرکتونه را ټول
کړي وه . دغه شرکتونه ( د مارکونيMarconi Company ، جنرال
الکټريک کمپنيGeneral Electric Company، بريټيش ټامسن هوسټن
British Thomson-Houston، مټرو پوليټان ويكړز
Metropolitan-Vickersاو د غرب د برق کمپنۍ Western Electric
) وه چي په نظر کې لرل په انګلستان کي د ملي خبرو د خپرېدو
لپاره يوسراسري راډيويي سټېشن تاسیس کړي . د بي بي سي
دغه اوسنی تشکل د ۱۹۲۷ را په دېخوا د سلطنتي منشورـ لوزنامې
پر بنياد چي هغه ته رويال چارټر هم ويل کېده ثبت سوی دئ او
دهغي رهبرۍ شورا لخوا اداره کيږي چي د انګلستان ملکه يې د
څلورو کالو د پاره منصوبوي .
دغه چارټر د تيري شلمي پېړۍ د پنځوسمي
لسيزي را په دېخوا هر لس کاله بعد اپډېټ کېدله او بيا د هغه
لوزنامې پر اساس چي په ۲۰۰۷ کي د بي بي سي اود انګلستان د
فرهنګ، رسنيو او ورزش دوزارت ترمينځ تنظيم سوه؛ په داسي يوه«
منشور - لوزنامې » واوښته، چي تر هغه پخوانۍ رويال چارټر
ډيره جامع او کارنده ده .
ددې « منشور - لوزنامې» عملي اختيار و بي
بي سي ټرسټ (BBC TRUST) ته سپارل سوی دئ چي په بي بي سي کي
د تصميم نيولو حاکم نهاد دئ او۱۲ غړي لري . دغه نهاد د بي بي
سي سټراتيژيک لوری تعيينوي او اجرائيوي کردار يې بيا په بي
بي سي کي د يوه ۱۶ کسيزه اجرائيوي هيئت (Executive Board) په
غاړه دئ چي و بي بي سي ټرسټ ته د خپلو اجراآتو جوابګويي
کوي . دبي بي سي ټرسټ غړي دوزيرانو په سپارښتنه او ددې
هيواد د ملکې په انتصاب سره کار کوي .
د انګلستان د هغه وخت چارواکو ۱۹۳۲ کال تر ورستيو پوري د يوه
بين المللي راډيويي چينل و تأسیس ته اړتيا نه ليدله ، بس
دهمدې کال د ډسمبر په ۱۹ مه وو چي داسي يوتصميم و نيول سو
تر څو د « بي بي سي د امپراطورۍ سرويس » (BBC Empire
Service) په نامه د بي بي سي نړۍ واله برخه په انګرېزي
ژبه هغه هم و خپلو انګرېزي ژبي مخاطبينو ته چي د هيواد د باندي
يې ژوند کا وه، فعاله کړي . دغه نوم د انګريزانو د استعمار په
هغه دوران کي يو ډېر پر ابهته نوم وو، خو ددې شبکې چارواکي
نن ترجيح ورکوي هغه بيخي هېره کړي . بي بي سي پخپله د
دغه نوم ټاکنه چي امپرياليستي وجهه يې د ورايه ځني
ښکارېده ، هغه امپرياليستي وجهه نه بولي، بلکه په هغه
هيوادو کي چي برتانيا هغه د خپلي امپراطورۍ برخه بلل ، و
انګليسي ژبو کسانو ته د هغوی ديو والي د پاره هڅه ګڼي .
خو دغه سرويس د څو کالو په اوږدو کي، خاصتاً د دوهمي نړۍ والي
جګړې د را نيژدې کېدو په شرايطو او د متخاصمو هيوادو د عوامو
په ذهنيتو کي ددوی د تبليغاتو د مؤثریت په خاطر داسي تلاښ
وو ترڅو ددې لاري څخه و خپلو استعماري اهدافو ته خپله د
لاسوهنو لاره خلاصه پري ږدي او ساحه يې لا نوره هم پراخه کړي
. په ۱۹۳۸ کي بي بي سي د خپلو انګليسي خپرونوسربېره په عربي
او هسپانوي ژبو هم پروګرامونه ور زيات کړل . د کال۱۹۸۸
راهيسي وو چي د بي بي سي چارواکو و دغې برخي ته د بي بي سي
د جهاني سرويس (BBC World Service) نوم ور کړ .
نن د بي بي سي خبري تجارتي شبکه يا
(British Broadcasting Corporation) د انګلستان د ټولو راډيويي
او ټلويوزني او د آن لاين شبکو په سر کي د خبر جوړولو ،د خبر
رسولو او د خلکو پر ذهنيتو باندي د هغه د تاثیر ښندني په وجه،
په ټوله نړۍ کي د خورا موډرنه او تر ټولومشهوره رسنيوپه کتار
کي حسابيږي ، بي بي سي په دې هيواد کي د ميډيا پراخ راډيويي،
ټلوېزوني او د انټرنټ دلاري خپل خپرندويه ماموريت په ټوله
نړۍ کي پر مخ بيايي . د کاله ۶۰ زره ساعته برنامې لري، ځيني
بين المللي تجارتي خدمات هم لري چي د هغه د جملې څخه په
امريکا ، کاناډا اود نړۍ په نورو هيوادووکي د بي بي سي د
کېبلي ټلوېزون د برنامو څخه استفاده ده .
دبي بي سي راډيويي او ټلوېزوني خبري
شبکه ځان مستقل او بېطرفه تجارتي رسنۍ بولي ، خو د دې شبکي
خورا مهمه برخه يعني همدا د بي بي سي د جهاني سرويس برخه يې د
انګلستان د دولت د بهرنيو او د کامنويلټ د ادارې لخوا
(Foreign & Commonwealth Office - FCO) پرمخ بېول کيږي او د
بهرنيو چارو وزارت د اهدافو سره سم فعاليت کوي او د هغوی
لخوا تمويليږي . همدغه اداره ده چي د ابحارو په ها خوا
هيوادو کي د انګليسي دولت د ګټو د پراخېدو مسؤليت لري . د
همدې FCO د لاري ده چي د بي بي سي و جهاني برخي ته پارلماني
ګرانټ برابريږي . البته کورنۍ پراخي خپروني يې د تجارتي
اعلانو او د خبرو د خرڅلاو او ټلوېزوني چينلو څخه د استفادې په
فيس چليږي او درنې ګټي ځيني ترلاسه کيږي . ددغي رسنۍ کلنۍ
دوراني بودجه په ۲۰۰۷ کال کي ۴ اعشاريه ۳ بيليونه سټرلينګ
پونډه وه .
بي بي سي په خپله خارجي برخه کي دخپلو
پروګرامو د توليد او خپرېدو پروسه د انګلستان د «عمومي
ډيپلوماسۍ» د غوښتنو سره سم تر سره کوي . د برتانيا د
بهرنيو چارو وزارت د « بي بي سي نړۍ وال سرويس» په دې هيواد
کي د خپلي عمومي ډيپلو ماسۍ په څلورو مهمومحوري برخو کي
حسابي .
عمومي ډيپلوماسي د هيوادو د خارجي سياست د تحقق د پاره يوه
نوې شېوه ده چي دهغه په کارولو سره هدف دادئ چي دغه
هيوادونه دخپلو ګټو د پاره ددولتو سره د اړيکو پر ځای د
ملتو پر عمومي افکارو باندي اثر ښندني ته زياته پاملرنه کوي
او هغه ته ځان رسوي . د برتانيا د بهرنيوچارو وزارت هم په
خپله رسمي انټرنيټي پاڼه کي د عمومي ډيپلوماسۍ تعريف « په
بهرنيو هيوادو کي د عامه خلکو سره د کار د طريقې له رويه،
و خپلو هدفو ته رسېدل » بيانوي .
د بي بي سي د نړۍ والي برخي بودجه چي د
انګلستان د دولت او بهرنيو چارو د وزارت لخوا تأمينيږي ، دغه
برخه په اداري لحاظ د لندن د ډيپلوماسۍ د دستګاه د زيربناوو
څخه ګڼل کيږي چي لوی سياستونه يې تل د دولتي مسؤلينو يا د هغوی
د نمايندګانو تر رهبرۍ او نظارت لاندي عملي کيږي . تير کال د
بي بي سي د نړۍ والي برخي (BBC World Service) کلنۍ بودجه
۲۶۵ ميليونه پونډه وه ، دغه رقم ديوې راډيويي، ټلوېزوني او د
بي بي سي د آن لاين سروېسو دپاره خورا لوی رقم دئ چي
مسلماً د لويو هدفو د پاره د بي بي سي په واک کي ايښودل کيږي
. سره ددې چي د بي بي سي چارواکي د دې برخي پر استقلال باندي
تأکيد کوي خو د بېلابېلو برنامو د اجرا او تصويب دپاره هغوی
ته ضروري ده چي خپلي طرحي د قانون ګزارۍ و اجرائيوي مسؤلینو
ته ، د عمومي ډيپلوماسۍ دخارجه کميسیون او د خارجه وزارت د
لاري و پارلمان ته د څېړني او تائيد دپاره وړاندي کړي .
نن د بي بي سي د نړۍ وال سرويس راډيويي او
ټلوېزوني خپروني د نړي په ۳۲ ژونديو ژبو د پښتو او فارسي ژبو
په ګډون ددې رسنۍ د نړۍ والو پروګرامو په ۳۲ برخو کي
خپريږي . نړۍ واله خبرونه او ګزارشونه د بي بي سي د جهاني
برنامو لخوا چي ددې شبکې د خپرونو تر ټولو په سر کي ځای لري
د ۲۵۰ورزيده خبريالانو لخوا چي بي بي سي هغوی د خپلو اهدافو
د تحقق د پاره استخدام کړي دي، د شپې او ورځي کوښښ کوي چي د
بي بي سي د پاليسۍ سره سم د نړۍ د مهمو پرمختياو څخه چي د
خلګو پر ژوندباندي ژوره اغېزه کوي د نړۍ په ۳۲ ژبو و نړۍ
والو ته و ړاندي کړي .
نظر سنجيو ښوولې ده چي بي بي سي په زياتو
مواردو کي مخکښه نقش لوبولی دئ . د بي بي سي راډيويي،
ټلويزوني او په خپله انټرنيټي پاڼو کي ددې رسنۍ د جهاني
خپرونو برخه په ټوله نړۍ کي تر ټولو مهمه او اغيزه ناکه برخه
ده چي تر ۲۵۰ ميليونه زيات اورېدوکونکي او ليدونکي لري . د
مياشتي تر اتیا ميليونه کسانو پوري ددې رسنۍ د انټرنټي سايټو
څخه کتنه کوي . په بي بي سي کي د جهاني برخي دا دومره جاذبه
زياتره د نړۍ د پيښو څخه د هغوی هر اړخېزه ګزارشونه او د نړۍ
و پېچلو موضوعګانو ته د انګريزانو د ليد نه کيندلي کتني دي .
دم درحاله بي بي سي ۱۰ راډيويي سټېشنونه لري چي پنځه يې
ديجيټالي دي . اته ملي ټلوېزوني چينلونه، او نور زيات
پروګرامونه لري . د بي بي سي انټرنټي سايټ چي په کال ۱۹۹۶ کي
جوړ سوی دئ د خبرو يوه کامله مجموعه او آرشيف په خپل ځان کي
لري .
د انګلستان د رسنيو نظام يو ه ځانګړتيا په دې کي هم ده چي
ددې هيواد دولت په رسانه ای نظام کي خپل حضور ساتلی دئ ،څوک
چي د بي بي سي و اداري روند ته ګوري نودغه ځنګړتيا په ښه شاني
پکښې ليدل کيږي . دبلي خوا په رسنيو کي د اړيکو تر ټولو مهمه
کړی منبع ده، او بي بي سي د پيغام پر منبع باندي زياته تکيه
کوي، په همدي خاطرده چي د نړۍ په ۳۲ ژبو خپل پروګرامونه خپروي
تر څوپه دې توګه په جهاني عرصه کي د برتانيا و ډيپلوماټيک حضور
ته عملي بڼه ورکړي .
هرکله چي دبي بي سي غوندي د يوه هيواد
رسنۍ د خپلو جغرافيايي سرحدو دباندي په نړۍ واله سطحه د
مخاطبانو په لټه کي وي نو هغوی تر هر څه دمخه خپلي ملي ګټي او
اوږدمهاله استعماري هدفونه په نظر کي نيولي وي . په همدې لحاظ
د بي بي سي د خارجي برخي بودجه د بهرنيو چارو د وزارت لخوا
تأمينيږي . نن ددريمي نړۍ هيوادونه بي بي سي ته نه يوازي د
يوې خبري رسنۍ په حيث بلکه هغې ته د انګلستان ددولت او د
هغه د استعماري پاليسيو د منعکس کونکي يوه نهاد په سترګه
ګوري .
بي بي سي ، د خپلو برنامو په جوړولو او
خپرولو کي خپل ځانګړي مهارت او تخصص کار وي او د خپلو
مخاطبينو سره په يوه داومداره رواني جګړه لګيا ده . دغه
رسنۍ د خبر د ټاکلو، د خبر دجوړولو، د خبر د پر وخت خپرولو، د
کارپوهانو، تحليګرانو او ميلمنو په هدفمنده ټاکلو او د
مخاطبينو په ذهن کي د شک او شبهې د طرحو په القا کولو کي
دروانشناسۍ د ټولو مبانيو څخه کار اخلۍ تر څو پر مخاطب باندي
خپل اثر پريږدي او هغه د ځانه سره وساتي . د بي بي سي دغه د
جاذبې اوسنی راز په همدغه کيندلي او ظريفانه د کار په طريقې
کي پروت دئ .
په رسانه ای جګړو کي د وَهم اوګومان
ايجادول درواني عملياتو د خاصو طريقو څخه يوه طريقه ګڼل کيږي .
ددې شېوې په کارولو سره مهاجم ځواکونه تلاښ کوي چي د مخاطبينو
په ذهنيتو کي دځان او يا يوې خوا څخه مطلوب او د مقابلي خوا
څخه يو ناسولټه او نفرت انګېزه تصوير ارائه کړي .
پروفيسرکارل هوسمن Carl Hausmanمبتکره
او وتلی ژورناليست، د امريکا د نيوجرسي په پوهنتون کي
دژورناليزم د ډيپارټمنټ مشر، په رسنيو کي د وَهم اوګومان د
جوړېدو په هکله وايي : «رسنۍ ساختګي فضا ايجادوي ، د نړۍ څخه
داسي ذهني برداشت جوړوي چي د واقعي نړۍ سره هيڅ سر نه خوري .
په رسنيو کي خبر، الزاماً هغه څه نه دئ چي واقع سوی دئ، بلکه
هغه څه دئ چي خبري منبع يې وړاندي کوي . »
د غه خبره خو عامه او د ټولو رسنيو د پاره
يوه الګو ده ، خو که بيا بي بي سي ته څوک داسي يو صفت
ورکوي نو کېدای سي هغه بلکل يو پرځای مثال وي ...
مأخذونه :
زما خپل ياداښتونه او دغه لاندي سايټونه :
1. http://www.bbc.co.uk
2. http://www.bbc.co.uk/worldservice/programmes/
3. http://www.bbc.co.uk/info/purpose/what.shtml
4. http://www.bbc.co.uk/historyofthebbc//
5. http://en.wikipedia.org/wiki/British_Broadcasting_Company
6. http://en.wikipedia.org/wiki/BBC
7. http://www.bbc.co.uk/worldservice/specials/1122_75_years/page2.shtml
|