د نړۍ د وتلو رسنيو
او ورځپاڼو پېژندنه (۱) »هـنــدو«
څو ړومبنۍ خبري
زما سره لا د پخوا څخه دغه تصور وو چي خپلو
افغانانو او پښتنو وړونو ته د رسنيو د اهميت او د
هغوی د پټو او ښکاره هدفو په اړه د يوه آغاز په
توګه څه معلومات را غونډ او د هغوی سره يې شريک
کړم . زما هدف او اراده داوه چي هغه خلاء چي په
پښتني او افغاني پاڼو کي د دغسي موادو د نه شتون
په هکله موجوده ده ، هغه په يوه نوعه سره ډکه
کړم .
څه موده مخکي زما يوه ليکنه چي عنوان يې وو «
غربي ډله ائزه رسنۍ؛ پټ او ښکاره هدفونه »
تر عنوان لاندي په
ټول افغان او ځينو نورو وتلو افغاني رسنيو کي
خپره سوه . ما وعده ورکړې وه چي ددې ليکني لړۍ به
جاري ساتم او نوري برخي به هم و درنو لوستونکو ته
وړاندي کوم . خو په مهاجرت کي زما سر درګومه بې
قراره او ناجوړه ژوند زه په داسي ګرداو کي را کښې
ايستی يم چي هغسي چي ما غوښته، هغې لړۍ دوام و
نکړ،خو په دې يې خوښ کړم چي د رسنيو د اهدافو هغه
اصلي پټ او ښکاره ټکي او هدفونه مي چي په
نوموړې ليکنه کي په وضاحت سره بيان کړي وه، زما
پيغام د زياتو افغانانو په زړو لګېدلی وو .
د نړۍ د ورځپاڼو او رسنيو پېژندنه او په ټولنه
کي د هغوی د تأثير په لړ کي ما د سيمي اونړۍ د
عمده او مطرحو ورځپاڼو او رسنيو په هکله ځيني
معلومات راغونډ کړي او په قلم مي راوړي دي، زه
يقين لرم چي دا ځل به هم قدردانه لوستونکي د هغوی
نه خپل مطلب تر لاسه کړي .
ما د رسنيو او ورځپاڼو د معرفت لړۍ د هند د لوی
هيواد نه را شروع کړېده کوم چي په په سيمه کي د
يوه مطرح سوله دوسته هيواد په توګه حسابيږي او
په نړۍ کي د نړۍ تر ټولو ستر ډيموکراټيک هيواد هم
ګڼل کيږي . دغه صفت په حقه د هند دآګاه ولس او د
هغوی د با تدبيره سیاسي پارټيو او لېډرانو د پاره
لوی بری او وياړ هم دی .
د هندپه لوی هيواد کي دورځي په زرهاوو چاپي
ورځپاڼي او جريدې خپريږي او د الکټرونيکي خپرونو د
وسعت سره سره يې په خلکو کي خپل محبوبيت ساتلی دی
. په هند او دهند غوندي مخ په وړاندي لوی هيوادو
کي د ورځپاڼو شتون او د هغوی مسؤلانه خپروني د
هغوی د پاره حياتي ضرورت دی . د ورځپاڼو د معرفې
کېدو په دغه لومړي آغاز کي د « هندو» ورځپاڼه
معرفي کوم چي د معاصر هند په راويښېدو او پرګنو ته
د حق او انصاف د ږغ په رسېدو کي يې ښايسته پوره
ونډه اخيستېده .
هدايت
«هندو» (The Hindu) په هندکي د انګريزی ژبي
دډېرو مهمو ورځپاڼو څخه شمېرل کيږي .دغه ورځپاڼه
د ۱۲۵ کالو قدامت په درلودلو سره په هند کي د
ټايمز آف انډيا او هندوستان ټايمز ورځپاڼو نه
وروسته دريم مقام لري . «هندو» په کال۱۸۷۸ کي د
سوبرامانيير لخوا تأسيس سوېده او د خپرېدو او
توذیع لوی مرکز ي دفتر يې دهند په جنوب چينای (
مدراس) کي واقع دی .
د «هندو» ورځپاڼه بيا را وروسته يعني په کال
۱۹۰۵ کي د كټسوري اينګر لخوا چي د د۱۸۹۵ را
هيسي ددې ورځپاڼي حقوقي مشاور وو رانېول سوه . ،
دهغه کورنۍ تردا اوسه پوري پر دغي ورځپاڼي باندي
خپل مالکيت ساتلی دئ .
د «هندو» د ورځپاڼي بنسټ ايښودونکو د خپلو خپرونو
د پاره دوه عمده او بنيادي پرنسيپونه د خپلي لاري
مشال ګرځولي وه، او هغه دا چي تل به د حق،
عدالت او انصاف پلوي کوي .
دغه ورځپاڼه دخپل تأسيس په لومړي پړاو کي داوه
نيزي په توګه خپرېدله، خو په کال ۱۹۸۹ کې په
ورځپاڼي واوښتله . ددغي ورځپاڼي ورځنی تيراژ نن
سبا ديو ميليون نه زيات نسخو ته رسيږي چي د
کاله څه باندير۸۰ مليونه ډالره خرڅلاو لري .
د«هندو» ورځپاڼه د هند لومړنۍ ورځپاڼه وه چي په
کال۱۹۹۵ کي يې په الکټرونيکه توګه خپلي خپروني
پر ليکه کړې .
نن د«هندو» ورځپاڼه په هند کي د هغو مشهورو او
با اعتباره ورځپاڼو په کتارکي راځي چې خپروني يې
د خلکو پر ذهنيتو باندي ډېر ژور تأثيرکوي ، دغه
ورځپاڼه ددې هېواد ددريو لوړ شمېره لوستونکو په
ډله کې حسابيږي . د«هندو» ورځپاڼه د انګرېزانو د
استعماري حکومت په دوران کي د هند دخپلواکۍ د
مناديانو د ورځپاڼي په نامه يادېدله، خو دغه دنده
يې په سړه سينه اوددې نه پرته چي حساسیتونه را
وپاروي په آرامي سره پرمخ بېوله .د«هندو»
ورځپاڼي د هماغه لومړنيو شېبو نه پر هند باندي
دانګرېزانو د ظالمانه حکومت په وړاندي مخالف درېځ
غوره کړی وو، خو دغه دريځ يې هومره سخته دريزه نه
وو چي ماجراجويي دي را وپاروي . اوس هم د هند
خلک و «هندو» ته نه يوازي د يوې و تلي
ورځپاڼي په سترګه ګوري بلکه «هندو» ، دهند دولسي
ارمانو د انعکاس يوه هينداره ګڼي او خپروني يې
د خلکو پر افکارو باندي ډېر ژور تأثير ښندي .
دکال ۱۹۴۷ نه را وروسته کله چي هند خپله خپلواکي
ترلاسه کړه، نو «هندو» په ټول هندکي د خپلو
دفترو د پراخولو سره يوځای د هند په بهر کي هم
خپل دفترونه و پرانيستل تر څو د هندوستان دکورنيو
خبرو تر څنګ بهرنيو خبرونو ته هم د انعکاس زمينه
برابره او هغه ته لاره هواره کړي .
د «هندو» ورځپاڼي د خپل نشراتي دوران په بهير
کې وکولای سو ه چي په تدريج سره د هيڅ يوې خوا
سره خوا وونه نيسي او د طرف نيولو يا مخالفت نه
پرته، داسي يوه شېوه خپله کړي چي نه یوازی د خپل
مخاطب له نظره، بلکه د مطبوعاتو دکارپوهانو او
ناظرانو له نظره هم «هندو» په هندوستان کي
ترټولو یوه خپلواکه او آزاد خياله ورځپاڼه و ګڼل
سي .خو دغي رويې د ۱۹۸۰ لسیزی په ورستيو کي بدلون
وموند . د دې لسیزه په آخره کلوکي د «هندو»
مالکيت د هغې دکورنۍ د ځوان نسل د غړو په لاس کي
ولوېد . دغه د مالکيت انتقال ددې ورځپاڼي په سياسي
دريځ کي هم يو بر آلا بدلون راووست . نوموړی
واقعیت هومره څرګنده وو چي د worldpress.org غوندي
نامتو انټرنيټي شبکو د «هندو» ورځپاڼه و کيڼ
اړخي ته ديوې متمایلی ورځپاڼي په کتار کي و
دروله .
د «هندو» ورځپاڼه هم لکه زیاتره نوري هندي
خپروني د موروثي مالکيت شکل لري . د کال ۱۹۶۵ نه
بیا تر ۱۹۹۱ پوري ددې ورځپاڼي مشرتوب. جی.کسټوري
درلود او د ۱۹۹۱ نه بيا تر ۲۰۰۳ پوري ، را.ان روي
او د ۲۰۰۳ جون د ۲۷ می نه آر.ان رام پر غاړه
ولوېد .
د ۱۹۸۰ دلسیزی په ورستیو کي د «هندو» ورځپاڼي
په فډرال دولت کي دهغه فساد په رسوا کولو کي محوري
نقش و لوباوه چي د دولت په دننه کي یې رخنه کړېوه
. دغي ورځپاڼي د ملي ګټو د اولويت نه ددفاع په
روحيه په خپلو مستنده ګذارشونو کي په دولت کي په
فساد ککړ لاسونه او مدرکونه په مفصله توګه خپروله
. همدا وجه وه چي دهغه وخت حاکم ګوند په راتلونکي
ټولټاکنو کي ماتي و خوړله .
د کال ۲۰۰۵ په اکتوبر کي «هندو» لومړنۍ ورځپاڼه
وه چي د ولکر په کميټه کي د پيدا سويو مدارکو په
خپرولو لاس پوري کړ . دغه مدارک د هغه ادعاوو سره
تړاو درلو چي و عراق ته يې د ملګرو ملتو د تيلو
په بدله کي د غذا په برنامه کي د فساد او رشوت
درز رسوا کړ . ددې رسوا يي نه وروسته وه چې په
هند کي پراخ تحقيقات تر سره او د هند د هغه وخت د
بهرنيو چارو وزیر نتوار سینګهه په دغه رسوايي کي د
لاس درلودلو په خاطر تورن سو.
د خبرو او ګزارشو په وړاندي کولو کي د «هندو» د
ورځپاڼي دقت او ظرافت بې مثاله دئ . په دې
ورځپاڼي کي د هر اړخيزه ګذارشونو خپرېدل د
«هندو» په ورځپاڼه کي خاص ځای لري . هغوی دغه
ګزارشونه د ټولو ثقه منابعو او اخځونو سره يک په
يکه وړاندي کوي . د نړۍ والو او کورنيو موضوعاتو
په را سپړلو او هواوارولو کي او همدارنګه د
عناوينو په ټاکلو کي د «هندو» د خپروني
ځانګړتیاوی د دې ورځپاڼي وړتيا ته لا نوره هم
جاذبه ورکوي .
د ګرافيکي فورم د لحاظه د «هندو» ورځپاڼه د هند
د نورو ورځپاڼو په پرتله زياته سخت ګيره ده او د
پخواني اصولو او قواعدو څخه پالنه کوي، په دې توګه
ددې ورځپاڼي په لومړي مخ کي د اعلاناتو خپرول لا
تر اوسه پوري د زياتو ضوابطو تابع ده .
سره ددې چې د «هندو» ورځپاڼه د خپل ایالت په
مرکز کې چاپيږي خو دغي ورځپاڼي ته هيڅکله د يوې
داخلي او يا ولايتي ورځپاڼي په سترګه نه کتل
کيږي، بلکه هر ځای هم د هند په پايتخت او هم دهغه
نه بهر د یوې اصلي ورځپاڼي په توګه د زیاتي
پاملرني او توجه وړ ده .
په «هندو» ورځپاڼه کي و خبر ته ځانګړی اهميت
ورکول کيږي . داسي هڅه کيږي چي د هندهيڅ يو کوچنۍ
خو مهم خبر دي د قلمه ونه لويږي . نن په هند کي هر
څوک چي د تيري ورځي په پيښو ځان خبروي نو په
«هندو» ورځپاڼه کي پسې ګرځي او هلته يې پيدا
کوي چي دا ددې ورځپاڼي لويه لاسته راوړنه ده .
همدا وجه ده چي نن د «هندو» ورځپاڼه په هند کي
دډېري درنې ورځپاڼي په حيث پېژندل سوېده .