د افغانستان د تجزیې خبره پخوا یوازې ګنګوسه وه خو اوس يې لمن
ترخبري کنفرانسونو رسیدلې او د بهرنیو کارپوهانو په یوې سرګرمۍ
بدله شوې ده. په اړه د امریکې د کانګرس دغړو بحثونه تاوده شوي
او سفرونه يې له امریکې لندن او لندن نه څخه مخ په پراخیدو
دي.
لومړی په هند کې د امریکې پخوانی سفیر او د امریکې د بهرنیو
اړیکو یو لوړ رتبه غړي رابرت ډي بلک ویل په افغانستان کې د
امريکې بری ددغې خاوری په تجزیه کې وموند. د هغه په دوام له
لندنه IISS یا د استراتیژیکو مطالعاتو نړیوال انسټیټوت چې یو
تحقیقاتي مرکز دی - د نامنظم فدرالي حکومت طرحه وړاندې کړه.
اوس دا دواړه غږونه یو شول او رابرت بلک ویل په لندن کې په
همدې تحقیقاتي مرکز کې په یوې خبري ناستې کې بیا پر خپل
وړاندیز ټینګار وکړ او ویې ویل چې امریکا باید د افغانستان
د تجزیې په اړه فکر وکړي - ځکه چې اوس نو د امریکې بری په
افغانستان ناشونی ښکاري.
هغه وایي چې که امریکا افغانستان تجزیه کړي نو کولی شي نورو
څلورو ننګونو ته خپل پام واړوي چې په نړیواله کچه د امریکې
لپاره ګواښونه بلل کیږي. لومړی د چین ظهور د یوه زبرځواک په
څیر، دوهم د ایران هسته یي پروګرام، دریم هسته یي تروریزم او
د عراق راتلونکې.
بلک ویل فکر کوي چې که افغانستان له منځه ولاړ شي نو امریکا به
هم په دې هېواد کې بری ترلاسه کړی او هم به پر نورو مسالو
باندی د اقدام کولو موقع ولري او له بلې خوا به د امریکې
دګټو د خوندي کېدلوترڅنګ د دوی د سرتېرو تلفات کم شي، په
امریکې کې دننه به پر دولت باندې فشارونه کم شي او د پوځي
ملا ماتونکو لګښتونو مخنیوی به وشي.
دا ټول خو به هغه وخت د امریکا لپاره مساعد شي چی افغانستان
له منځه ولاړ شي. دا کومه عادي خبره نه ده. زه دې ته حیران
یم چې افغان دولت ولي چپ او ګنګ کېناستلی دی - ولی خپل غږ نه
پورته کوی؟
اوس به څه کوو؟
په دې وروستیو کې مې د جهاني صاحب او د څو تنو نورو دوستانو
مقالې ولوستلې. ټولو ددې سترې دسیسې په اړه خلکو ته
خبرداری ورکړی دی او ټول په یوه غږ وایي چې افغانستان د یوې
لویې توطیې سره مخامخ دی او ډېر لېرې نه دی چی بیا په یو نوې
او پلان شوي ګرداب کې ډوب شي.
همدا اوس افغانستان د داسې یوه تشنج ښکار دی چې یوه برخه یې
د بې نظم او فاسد حکومت له کمزورۍ او بله یې دبهرنیانو د
لاسوهنو او تحریک پایله ده. داسې هم نه ده چې هر څه بهرنیان
کوي بلکې زموږ خپل کورني دښمنان دي چې د همدغو بهرنیانو
کرغېړن پلانونه پر خپلو خلکو پلی کوي -ګواکې د خلکو استازیتوب
کوي.
اوس هر څوک چې څه کوي ګواکې د افغانستان په استازیتوب يې کوي.
که کرزی هم څه کوي د خلکو له نوم نه په استفادې یې کوي، که
طالبان دا خوڼرۍ جګړې ته دوام ورکوي هم د خلکو د غوښتنو په نوم
یې کوي او اوس که دا پلورل شوي افراد دافغانستان له منځه وړلو
ته لارې لټوي هم د نا موجودو خلکو په استازیتوب غږېږي. یوازې
یو څو کسه د خپلو منافع، خودخواهیو او امتیازاتو لپاره د هزاره
او پښتون یا د پښتون او تاجک او یا پښتون ازبک او د نورو
قومونو تر منځ نفاق او ترپګني اچوي او فکر کوي چې یوازې د دوی
ګټې د هېواد په تقسیم کولو کې نغښتې دي.
زموږ ډلو ټپلو خو تل د خلکو له نومه استفاده کړې وه -اوس آن
بهرنیان او امریکایان او د دوی ایتلافي ځواکونه چې هر څه کوي
د دې مظلومو خلکو په نامه یې کوي. د خلکو د آرامۍ لپاره پر
خلکو بمباري کوي، د خلکو د هوساینې لپاره خلک وژني، د خلکود
امنیت لپاره خلک ځوروي.
آخر دا خلک څوک دي؟ دوی ولې دومره بې ژبې، ناتوانه او دومره
مظلوم دي چې هر څوک دخپلو منافعو لپاره د دوی له نومه استفاده
کوي.
دا خلک چې له هر طرفه ځورېدلي دي،له دیرشو کلونو راهیسې یې د
هر حکومت لپاره خپله غېږه په دې تمه خلاصه کړې ده چې اوس به
امن راشی، اوس به یوه ګوله ډوډۍ د دوی د اولادونو د خوړلو
لپاره پیدا شي، اوس به د دوی د اولادونو د قربانیو لړۍ د حزب
او ګوند ترنامه، د وطن او اسلام تر نامه د جهاد او دموکراسي تر
نامه ختمه شي- خو داسې و نه شول. له یوه ظلمه خلاص او پر
بل واوښتل. که د کمونیزم له ظلم نه خلاص شول د جهادیزم په جال
کې راګیر شول - که له جهادیزم نه خوشې شول د طالبانیزم تر دُرې
لاندې راغلل او که له دې خلاص شول د امریکایانو دموکراسۍ او د
دوی د حامي دولت له خوا خوار او ذلیل شول. او اوس د دوی د کور
تجزیه کول او د له منځه وړلو طرح ریزی روانه ده.
دا هم یوه لاره ده
که موږ غواړو چې د داسې یوه ملت لپاره څه وکړو نو تر څو چې
دا خلک (اصلي خلک –مظلوم خلک) له موږ سره یو نشي، که زموږ او
ددوی غږ سره یو نشي نو ښایي په هیڅ نتیجه ونه رسېږو.
که موږ غواړو چې د یوه داسې ملي ټولنې بڼسټ کېږدو چې خلک یې
ترشا ولاړ وي نو په کار دی چې له ښارونو ووځو او له کلیو
څخه یې را پيل کړو. که موږ د معمول او د پخوا په څېر له کُل
څخه د جز پرلور کار وکړو ښایي د پخوانیو تجربو په څېر ناکامه
شو. راځئ چې دغه پاتې راغلی فورمول بیا تکرار نه کړو- د
تربیون له شا خبرې کول پرېږدو او له خلکو سره د هغوی پر تغر په
کور، کلي او جومات کې ورسره خبرې وکړو.
د دې لپاره تر هر چا ډیر- پښتنو ته په کار ده چې دا کار پیل
کړي. دغه خوځښت باید له پښتنو سره پيل شي او ورته وویل شي چې
که تاسو پر خپلو ژوبلو پښو ونه درېږئ - ژر به دا افغانستان له
مینځه ولاړ شي.
سره له دې چې په اوسنۍ جګړه کې تر هرچا ډېر همدغه قام ځورېدلی،
کړېدلی، لوږه او تنده يې ګاللې،رنځور او دردمند دي خو بیاهم
دا زمینه باید برابره شي چې د خپلو او نورو قومونو د پخلاینې
او ملي یووالي پر لور ولاړ شی. په رزګونو کسان دې په ډله
یزه توګه له یوه ولایت نه بل ولایت ته ولاړې شي. دوی ته
باید سمت ورکړل شي او پر لارې روان کړل شي. تل باید Land
Cruiser موټرونو او بهرني Fund ته په تمه نه اوسو.
نه دې د والي، نه ولسوال، نه داړه مار، نه قومندان او نه دې
هم د امنیتي چارواکو ډوډۍ او میلمستاوې وخوري- بلکی د عامو
خلکو په پناه او سترخوان دې له کلیوالو خلکو سره په جومات کې
ډېره شي. له خلکو سره دې د خدای په کور کې له هغو بهرني
ګواښونو، کورنیو توطیو او ملي ګټو خبرې وکړي چې ښایي هېڅ کله
چا ورته نه وي کړې. له خلکو دې وغواړې چې له دوی سره یوځای
شي پر لارې دې یې له ځان سره روان کړي او د یووالي پیغام
رسونکي دې نور هم ډېر کړي. له شماله تر جنوب او له ختیځه تر
لودیځ پورې دې خلک د افغانستان بیرغ پر کورونو او کوڅو وزړوي.
رسنیو ته ښایي چې دغه ملي خوځښت،ډله یز سفرونه، غونډې، د
پیغام رسونکو وراوې او دملت د ویښېدو هر شېبه او غږ نورو
هېوادوالو او بهرنیانو ته خپاره کړي.
دا کار د ملت د رښتنو مشرانو او استازو د موندلو لپاره هم ښه
موقع ده. داچې ولې خلک یوه قاتل او وژونکي ته په خپلې سیمې کې
رایه ورکوي لامل یې دا دی چې همدغه ورانکاری پېژندل شوی کس
دی. پیسې، قدرت او شناخت لري. خلک تر یوه نوي کاندید چې د هغه
په اړه هېڅ نه پوهېږي همدغه آشنا قاتل ته ترجېع ورکوي. له خلکو
سره د لیدو کتو پرمهال د هغوی په کلي کې،په قام او سیمه کې تر
ټولو د اعتبار او احترام وړ سړی په لاس راځي. هغه کس چې ملي
دی،د هغوی له مینځه دی او د هغوی په شان دردمن دی. دداسې کسانو
ملاتړ باید وشي، دغه غورڅنګ باید له هغه سره مرسته وکړي او دی
دې ته وهڅوي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.
په دې شک نشته چې داکار ډير ګران دي او ښايي ډېر لوی خنډونه
یې د لارې پر سر راشي، خو دداسې یوه ستر او هېواد ژغورونکي
خوځښت په بهیر کې باید ډېره حوصله ولرو. ددغو حوصلو په پای کې
به دغه غورڅنګ هغه ملي اونړیوال اعتبار تر لاسه کړي چې هره
خبره او پرېکړه به یې نړۍ لرزوي.
وروسته له پراخو او ابتدایي خو بنسټیزو فعالیتونو بیا کېدای
شي یوه ملي جرګه تشکیل شي چې په هغه کې د دغې سپېڅلې خاورې
اصلی زامن ناست وي.
له بلې خوا بیا هم پښتنو ته په کار ده چې په خپلو مینځو کې
دښمنۍ،تربګنۍ،کینه، بُغض،عداوت او بې اتفاقي له مينځه یوسي او
په دې حساسو شرایطو کې ټول د خپلې پښتونوالۍ او افغانیت هویت
وساتي- خپل غږ پورته کړي او لودیځ ته ووایي چې موږ طالبان نه
یو! د طالبانو په جرم موږ ستاسو بمبارۍ زغملي دي، خو موږ
نه پرېږدو چې ستاسو د ناکامۍ د پټولو لپاره - زموږ کور له
مینځه ولاړ شي. لودیځ او کورنیو منافقینو د پښتون او طالب
نوم یو کړی دی او له همدې کبله نړیوالو ته دا فکر ورکوي چې که
افغانستان تجزیه شي نو پښتانه پوه شه د دوي د طالبانو
حاکمیت.
حال دا چې خبره د پښتنو او طالبان نه ده. اصلي خبره هغه
هېواد ته امتیاز ورکول دي چې په هغه کې ترهګر روزل کېږي او
افغانستان او نړې ته پارسل کېږي.
امریکا او د دوی ملګري ښه پوهېږي چې که د افغانستان پرځای
پاکستان تجزیه شي- ټوله نړۍ به آرامه شي، خو دوی نه غواړي
له پاکستان سره ولوېږي- ځکه چې پر پاکستان باندې (د هسته یي
تروریزم د مخنیوي )په نوم بله لوبه روانه ده چې دا پخپله یو
بل بحث دی. پاکستان پر دې لوبې ښه واقف دی او د خپلې بقا
لپاره غواړي جهان پر افغانستان مصروف وساتي.
که طالبان د دوی نوکران نه دي -هغه به کوم بې پلاره او بې نصب
پښتون وي چې د خپل مشر په سینه کې چاړه خښه کړي. تر ټولو ډېر
خو په همدغه کندهار او هلمند کې د مشرانو عزت کېږي. تر نورو
پښتنو ډیر- په کندهار کې دمشر عزت کول او د هغه د لاس مچول
معمول دی –نو کوم ناخلفه به راپورته شي او هغه ستونی به خفه
کړي چې د نصیحت،جرګې، سولې او اسلام خبرې ترې راوځي.
ای پښتنو! مه پرېږدئ چې بې مشرانو پاتې شئ، زموږ او تاسو
عزت،آبرو، ارزښتونه،سرلوړي، ویاړونه ، خیر او فلاح زموږ د
مشرانو په پګړیو کې ول په ول پراته دي. مه پرېږدئ چې له دغو
سرونو او لوړو شملو بې برخو شو. پښتانه باید پوه شي چې
طالبان د اسلام په پلمه زموږ اولادونه قربانۍ ته را بولې-
خوهغوی خپلې سیاسي او -ورته ویل شوې- لوبې کوي، نه زموږ له غمه
مړه دي او نه هم د هېواد- هغوی داسلام د هغې نسخې په هضمولو
لګیا دي چې پخپله هم پرې نه پوهېږي.
زموږ په هېواد کې د اوسنۍ غمیزې لامل همدا طالبان دي. داسې ورځ
به راشي چې له دوی وپوښتل شي چې تاسو د چا په اجازه، د کومې
جرګې په فیصله او دکومو ملي ګټو لپاره ټول هېواد د اسامه بن
لادن له سره ځار کړ؟ تاسو دومره لویه پرېکړه او تاریخي
اشتباه د چا په منظوري وکړه؟ داچې نن بېخبره زموږ پر کور
راننوځي، داچې نن دخلکو اولادونه د خاورو تر انبارونو لاندې
شول- او داچې نن په زغرده او جرأت زموږ د خاورې پر وېشلو خبرې
کوي- دا چا پر موږ نازل کړل؟ یو مو د اسلام په نامه
حلالوي او بل مو د دموکراسي په نامه بمباري کوي.
له پیل تر اوسه د اسلام دین ډېر پياوړي او کلک دښمنان درلودل
او تل یې هڅه کړې له مینځه یې یوسي، خو څرنګه چې خدای (ج) یې د
ساتلووعده کړې ده، وروسته له ۱۴۰۰ کلونو د نړۍ ترټولو لوی او
مخ په خورېدو دین دی. اسلام کومه ونه یا درخته نه ده چې څوک
راشي او له بېخه یې پرې کړي، خو افغانستان دومره ضعیف او
آسیب پذېر دی چې په ډېرې آسانۍ به مو له لاسه ولاړ شي.
راځئ چې دغه ملي خوځښت یا غورځنګ په دغه نامه پیل کړو.
٫٫ تل افغانستان ٬٬