Articles

حاجی مها جر   

 
لیکوال
دافغان دکشالې دحل لاره (دحاجي مهاجر لیکنه )

ټولټاکنی په یوه هیواد کی دوګړودسرنویشت مسله ده . کله چي خلګ به پوټولتاکنوکی اشتراک کوې په حقیقت کی ځان په هغه دولت اوملت کي اودخپل سرنویشت په ټاکلوکی شریک بولې اوکه چیرې یوکس ، یوقوم ، یایوملت ددی حق نه چی قانون ورکړې وی محروم سې دسرپه سترګوووینی چي زما رایه په زوراوپه درواغواوټګیواستعمال سویده حتمی اوضرورې  ځان ناهیلې اوپردې محسوسوې اوکوم دولت چی په ټګیوراځې ځان ترې لیرې کوې . په درغلیوراغلې دولت نه قانونی . نه اسلامی اونه هم ملې جوازپیداکولاې سی   ، په افغانستان کي د۱۳۸۸کال ولسمشری اوولایتې شورګانوټولتاکنی دداسی درغلیوډکې وي چې نه یوازې یوه ولسوالې یا یوولایت ېې ناهیلې کړیدې بلکه اصلا ېې ملت دناهیدلې اودیوې نامالومې ایندې په دریاب لاهوکړیدې تردې اندازی چی حتی نړیواله ټولنه یی هم ګیچ کړیده ټګیونتیجی به ولوچي هرلورې ېې ځان بریالې اعلان کړې ډیرې خطرناکی وې اولاندې ستنونځی به راوزیږوی .

لومړې  : دجګړې لمن په ډیره پراخه سی اومخالیفین به دکاندیدانوددې اختلاف نه کافی ګټه پورته کړې .

دوهم  : ملت به خپله همکاري په کافی ډول له دولت سره قطع کړې کیداې دخپلې مایوسی  له وجهې  په شکل داشکالودمسلح مخالیفینوخواته مخ واړوې که مخ واهم نه ړوې دهغوی دمخالفت اوددولت له حمایت نه به لاس واخلې چی ترټولټاکنووروسته ېې علامي په لغمان . کندهار، هلمند ، کندوز اوبغلان ېې په څرګند ډول لیدل سویدې ،

دریم   : ملت اونړیواله ټولنه به ددې ټګیو تاوان پرې کوې .
ځلورم  : دخلګوباوربه ددیموکراسی اودټولتاکنوپه هلکه بیخی له منځه ولاړه سې.
پنځم    : څنګه چې اکثره کاندیدان په داخل ددولت اوپارلمان کی کافی طرفداران لرې کیداې سی ددولت کمزورې اداره دډیرو داخلی کشمشونودلاسه نوره هم په فساد اخته سې .
شپږم   : نړیواله ټولنه چې پخواېې هم دادارې فساد . قاچاق نه سرټکاوه بیخی دبې زارې په لاره روانه سې .
اوم      : افغانستان به دیوه کمزورې دولت خاوندوې نه به ځان ساتلاې سې اونه ملت  .

ددی ټولومشکلاتوپه موجودیت کی به هغه ټول پرمختګونه اومصرفونه اوقربانی چی ولس اونړیوالې ټولنی په دې لاره کی ورکړیدې له منځه ولاړې سې اوافغانستان به بیادیوې بلی خطرناکه فاجعی شاهد وې. همداړانده بمبارونه اوهمدارړانده انفجارونه به ادامه لرې ولس به ځوریږې ګاونډیانوته بیا ډیرښه دلاس وهنی چانس په لاس ورسی.

ترکومه ځایه چی مالومیږې دکاندیدانوترمنځ اختلافات هم ډیرتاوده اویوه منځنی اجنداوجودنه لرې چی یوه پربل اعتماد وکړې وڅنګ ته ددرغلیوخبره هم بیخی بازاراوکوڅوته راوتلې ده اونړیواله رسواېې ېې خپله کړیده . ملت هم هرځه دسرپه سترګولیدلې دې . توپک لاهم پرټولنه حاکم دي . دبشرحقوق اونافده قوانین دهرې خوا ترپښولاندې سویدې اوکیږې  نړیواله ټولنه هم خپل منځی هم ږغی نه لرې ددې ټولونتیجه بیا ګران افغانستان دپاشلوخواته بیاېې چي بیا ولس دقصابی پسونه جوړیږې دغرب نه راغلي ښاغلې به دخپله پاسپورتوسره یوځاې خپلوکوروته دډالرو دپلنډوسره یوځای تښتی . که دوې ورځي تظاهرات شروع سی ولس دخپلې بی چاره ګی دډیرومشکلاتوسره مخامخ کیږې دکانیدانووځنګ ته هم داسې زړسوانده خلګ نسته چي پرولس یا افغانستان فکروکړې ،دشکایتونوکمیسو ن هم دافغان پیچلي ټولنې اصلې واقعتونوسم نه سی تحلیل کولاې ، دانتخاباتوکمیسون هم  وروروخپل اعتباراواستقلالییت دلاسه ورکوې.

دبلې خوا نړیواله ټولنه په یوه ډیره ژوره اندیښنه کی ډوبه ده چې راتلونکی به ځنګه کیږې همداعلت دې چی دجرمنی . فرانسی اوانګلستان دولتونه دیوه بل نړیوال کنفرانس درابللوغوښتنه کوې اوددې نه داسې بریښې چې هغوې هم لاره ورکه کړیده اودځان دپاره دتیښتی داوړوپزه جوړول غواړې ، خوددې کنفرانس رابلل به دبن ترکنفرانس لاهم ناکامه جوړلرې اوهم خطرناکه دې ځکه په دې کنفرانس کې یوازې  دولت ، ناټواوملګرې ملتونه شامل دې . نه دجګړې  مختلف لورې وجودلرې اونه هم مخالف کانیدیدان . چې داپخپله یوه ناکامه پروسه ده اونه ددولت سیاسی مخالیفین سته  . دقدرت لیونتوب هم دومره زوراخیستی دې چی هرځو ک په ارګ ننوزې بیا بیله مرګه نه راوزې په هر مشروع اونامشروع ډول چی کیږې خپله چوکې اوقدرت دلاسه نه ورکوې اودیریش کاله کیږې افغانستان ددغه بدبختی په اورکې سوځې راځودې خبرې ته چی دحل لاره ځه ده؟

هغه ځوک چې په افغانستان کی ژوند کوې اوځه ناڅه حالات ورته مالومیږې هغوې ډیرژردرداحساسولاې سی اوتریوه حده ېې دحل لاره هم ورته بریښی ولې بدبختی داده چي دغریب ملاپراذان ځوک روژه نه ماتوې . دلته اوس مشکل دادې چې نه ټولټاکنوداپاشلې ملت سره راټول کړې بلکه نورېې هم سره وپاشې اوشاید نورهم وپاشل سۍ اونه هم په اوسنیوشرایطوکې لویه جرګه نتیجه ورکولاې سې ځکه لویه جرګه هم اساسی قانون کی په ولسمشرپورې تړلې ده هلته به هم داسې درغلې وسی لکه ټولټاکنوکې چې ترسره سوې که نړیواله ټولنه غواړې چي په افغانستان کی هغه ټولې قربانې اودنړیوالې ټولنی  ځانی اومالې مرستی اوتلفات دبربادې  خواته ولاړې نه سې اویاهم دیوې ستړې راتلونکی سره مخ نه سې اوهم افغانستان بیا دپاشل کیدونه راوګرځول سې  . اوس دوې لارې کولاې سی دی حل ته یوه نسبتی لاره پیداکړې .

لومړې : باید یونیګرانه بې طرفه ادراه منځ ته راسې اودهغه ترسرپرستی لاندې اذاد،عادلانه،اوشفاف  انتخابات وسې اوددې بې طرفه ادارې لخوا طالیبانوته هم دعوت ورکول سې اوپه دې ټولټاکنوکی دهرډول درغلیواوټګیومخه ونیول سې اوملت ته اجازه ورکول سې ترځوخپل سرنویشت په خپله وټاکی ،کرزې دقانونې لیحاظه وخت په جوزاکی لاپوره ؤ اوس که اوس په درغلیوبیا دقدرت پرګدې کښنوې نوداملت اورکندې ته ورغورځوې ،

دوهم :  بله لاره یوافغانی کنفرانس راوغوښتل دې  چي په هغه کی ټولې خواوې خپله طرحه وړاندې کړې ددغه افغانې کنفرانس غړې باید نه له کاندیدانو، نه له جګړه مارانونه اودولتمدارانونه وې . بلکه بی طرفه خلګ وې هلته کیداې سې پرځوټکوغوروسې الف پریوه بې طرفه لویه جرګه ب پریوه عبورې دولت ، ج دنیګرانې ادارې ترسرپرستی لاندې دشفافوټولټاکنو. ته لاره خلاصه کړاې سې اوددې افغانی کنفرانس فیصلی دسمیزوهیوادواوامنیت شورا لخواومنل سې اوورسره مرسته وسې خوکه پراوسینوددرغلیوډکوټولټاکنوتکیه وسې اوددې لارې دولت جوړسې  ډیرکمزورې دولت به رامنځ ته سې اوډیرخطرناکه پیلې به راوزیږوې ،

کابل افغانستان  

 

بېرته شاته