|
پوهنمل حاجی
محمد نوزادی
دکندهار د پيښی ريښې او
بی عبرته درسونه
د
روان ٢٠٠٩ کال دجون د ٢٨ نيټې په ماښام هيوادوالو د رسنيو دلاری يو ډير
زړه بوګنونکۍ خبر وارويدې . دسپيشل فورس پنامه دامريکايی ځواکونو
افغانی اجيرو ساتندويانو دخپل يوه ملګری دخلاصون پخاطر چی دموټر دغلا
په تور نيول شوې وو ٫ دکندهار ولايت څارنوالی محاصره کړه . څارنوال د
امنيی قوماندانۍ ته دپيښې په اړه تليفون وکړ . دامنيی قوماندان جنرال
مطيع الله قاطع دخپل جنايی امر او څوتنو سرتيرو سره ډير ژر هلته ځان
ورساوه . ددوی تر منځ خبری تيری بيری اوپه پاپله کی پلورل شوو اجيرانو
هغوی دامريکا لخوا د ورکړل شوو پرمختللو عصری ماشيندارو ترضربی لاندی
راوستل او دلوړو کسانو په ګډون شپږتنه پوليس د وينو په مرګونې رود کی
لاهو او لدی نه وروسته اجير قاتلان خپلی قرارګاه دامريکايی بادارانو
مرکز ته ستانه شول .
په هيواد کی دمرګ ژوبلې غملړلې پيښی نوی خبره نده او نژدی هره
ورځ يی خبر دهيوادوالو اونړيوالو ترغوږونو پوری رسيږی . خو دغه پيښه
دهيواد په ديرش کلنی غميزی کی دهغو ترخو واقعيتونو تکرار دی چی د شوروی
کرملين پلاس پردی هيواد وتپل شوه . دا پيښه ښيی چی امريکايی پوځونه هم
دافغانانو دپاره دشوروی يرغل نه راپاتو شوو زخمونو ته نه يوازی داچی
ملهم نلری بلکه دمالګو بوجې يی ورته په شاپوری تړلې دی . خارجی قوتونه
که دکرملين نه دخيالې سوسيالستی جنت په وعدو سره د زيار ايستونکی اوولس
مخ ته حلوا نيسی اويا له واشنګټن نه د دموکرتيکې انارشۍ سينګار کړی
ناوی رابدرګه کړی ٫ د دواړو موخه يوه اوهغه داولسونو غولول ٫ يو په بله
ټکول ٫ ددوی ترمنځ دنفاق اورته لمن وهل او په يای کی خپلو موخو ته
درسيدو په هيله په دوی کی خپل منځی دښمنی او ترپګنۍ راپارول دی .
راشې پدغه اړه تر سوسياليستی شعار لاندی دکرملين لخوا راليږل
شوی سور لښکر او د دموکراسې دپيغام سره د واشنګټن نه را الوتې په
اصطلاح دسولې کوتری سره پرتله کړو :
روسانو خپلو موخوته درسيدو پخاطر په افغانی اردو کی چی
دوطنپالنې مينه يی په رګ رګ کی پيچکاری شوی وه ٫ ايديالوژيکی کارپيل کړ
. اردو که څه هم دافغانی غوره دودونو او اسلامی معتقداتو په پام کی
نيولو سره يی داقتصادی سوسياليستی سيستم سره مخالفت نه ښوده ٫ خوداچی
داکار شورويانو په منځنی اسيا کی دخپلو جمهوريتونو په شان په پام کی
نيولۍ وو نو داډول ايديالوژيکی کاريی په اردو کی دمقاومت سره مخامخ شو
. کله چی کرملين ددغه ترډيره حده يوموټی اردو په وجود کی خپل
دبرياليتوب لاره په کږليچو کی وليدل نويی دهغه وناتوانه کولو ته ملا
وتړل او دملکی وګړو ترمنځ يی مذهبی ٫ قومی ٫ ژبنی ٫ سيمه ايزو اونورو
تربګينيو ته په لمن وهلو سره هغوی يو د بل په وړاندی راوپارول . ددغه
سرکښ اردو دبی اهميته کولوپخاطر دوی ديوه بل الترناتيف په فکر کی شول .
پدی موخه يی په خاد کی جنګی ليواګانی منځته راوستلې ٫ جمهوری ګارډ يی
پراخ او په بيساری ډول مجهز کړ او قومی مليشه ای کنډکونه يی جوړ او تر
غاښونو په سپکو او درنو وسلو
بارکړل .
ددی
سره سم شورويانو داخبره هم له ياده نه وه ايستلې چی که پرټول افغانستان
باندی لاسبرۍ ورته ناممکن شو ٫ نو بايد په شمالی او جنوبی برخو داهيواد
تجزيه او شمالې برخی چی ډيرۍ اوسيدونکی يی غيرپښتنی قومونه دی ٫ دهمدغه
قومی تړاوونو له مخی د خپلو اړوندو جمهوريتونو سره وتړی . لدی امله
يی ددغو سيمود قومي مليشود داسی ډلو وپياوړی کولو ته ډير پام اړاوه
لکه ګليم جم اونور . سلطانعلی کشتمند چی ددی موخی دپاره تر ټولو غوره
اومناسب سړۍ وو ٫ دتجزيی دسازماندهی چاری يی ورته وسپارلې او دصدارت په
مقام کی يی ترخپل قانونی صلاحيت نه زيات واک او اختيار پلاس ورکړ .
دشورويانو تر وتلو وروسته ډاکتر نجيب الله چی د اول لاس سړی
په توګه دهغوی په موخو پوره خبر او دکشتمند ددی ډول هلو ځلو سره همږغۍ
نه وو ٫ دده دمخنيوۍ په خاطر يی دواک لاسونه ور لنډ کړه . خو دنجيب
الله د نه بخښلو وړ تيروتنه بيا پدی کی وه چی هغه دافغانستان اردو يو
خلقی اردو ګاڼه او دخپل شخصی واک دساتونکی په توګه يی باور ورباندی
کولای نشو ٫ نويی د ګليم جم مليشی ٫ ګارد او دخاد ټولګۍ ددی اردو په
مقابل کی لانورهم پياوړی او دملی اردو دجنګی وړتيا وټيټولو ته يی ملا
وتړل .
ددغي ليکنې اصلی موخه می دنوموړو اجيرو مليشو دکړو وړو يادول
دی څو ددغی لاری په ځينو چارو کی دکرملين او وشنګټن د موخو ورته والۍ
سره پرتله کړای شو . البته په ټولو چارو کی به ددوی دبشپړ ورته والې
خبره سمه نه وی او دخپلو ځانګړتياوو سره به توپيرونه ولری .
دنجيب الله په مليشو کی دافغانی ټولنې ټول ناوړه مشهور فی
الفسادغړی لکه غله ٫ قماربازان ٫ زناکاران ٫ لواطت ګران ٫ داړه ماران
٫ حرفوی قاتلان او دلومپن قشر نور استازی راټول کړل شوی او په هر ډول
وسلو سمبال شوی وو . داکتر نجيب الله چی ددغو ډلو دلاری ځانته د واک
ساتلو په فکر کی و نو يی ددوی پلاس د قومی٫ ژبنې ٫ مذهبی اونورو
تربګنيو وچاغولو ته هيڅ پام نه راګرځاوه . اجيری مليشی که دهرقوم يا
مذهب نه وی ٫ په ټوليز ډول پلورل شوی ډلې دی او دهمدغه معيار پربنسټ
دهيچاسره دتلپاتی وفادارۍ وړتيا نلری . دغو مليشو به ډيروختونه
دوطنپالنې په بڼه کی دملی روزل شوی اردو اوڅارندويانو ( روزل شوو
پوليسو ) سره په نښتو کی دکندهار وروستۍ پيښی ته ورته خونړې پيښی
رامنځته کولې . کله چی يی د واک پرګدۍ دډاکتر نجيب الله پښه ګوډه وليدل
نو دغه لومپني ډلی يو دم له ټولو نه وړاندی دده په مقابل کی را
وپاڅيدلې ٫ هغه يی رانسکور کړ څو په پای کی په ډير ناوړه شکل دمرګ کندی
ته ولويد . داهغه څه دی چی بايد ورنه دعبرت پاخه درسونه اخيستل شوی وای
. خوله بده مرغه نه افغانی چارواکو اونه هم د وسلو اوپيسو په نشو مستو
خارجی ځواکونو لدی نه پند واخيست .
امريکايانو هم دافغان پخوانی مسلکی روزل شوی اردو په پاته شونو کی د
روسانو پشان دخپلو موخو ترسره کول ګران ګڼل ٫ نويی هغوی په يوه يابل
نامه دملې اردو نه ليری او پرځای يی دبيسوادو لومپنو وسله والو ډلو
استازی ځای پرځای کړل . لدی نه پرته يی دخصوصی امنيتی شرکتو ترنامه
لاندی مسلکی داړه ماران سره راټول او په پرمختللو وسلو سمبال کړه . لکه
څنګه چی دشوروی دوخت دمليشو سره داشغالګر سره اردو ملاتړ وو نو يی
دهيچا هيڅ ډول پرنسيپ او وسله وال دسپلين ته غاړه نه ايښوده اوچی کله
يی زړه غوښته دهرچا په وړاندی يی پر ماشې ګوته کښيکښل . همدارنګه
دامريکا او ناټو تر وزر لاندی راټول شوی توپکيان هم چی دهغوی لخوا خپل
هراړخيز ملاتړ وينی د دولتې قواوو هيڅ پروانلری او له بده مرغه دا د
وړاند وينی وړده چی دکندهار دغه پيښه به اخيرنۍ نه وی او هره ورځ دداسی
پيښو انتظار ايستلای شو .
په هرحال دپيښی لاملان خو داګړۍ ګويا دقانون منګلو ته سپارل
شويدی چی دخپلو کړونو سره برابر انصاف تر لاسه کړی . مګر ترهغه ځايه چی
دغه کسان دزورواکی مافيا کړۍ جوړوی نو دقانون جال ددوی دپاره ډير سست
ښکاری او باور نه راځی چی دسر ديوه ويښته دجداکولو توان به يی هم
دقانون ددغو کمزورو منګلو سره پيداشی . پای
|