په هلمند کي د روحاني تلين په اوښکو و لمانځل
سو
08.06.2009 10:55
د ارواښاد روحاني
لومړى تلين چي د غبرګولي پر ١٧مه دوشنبه په هلمند
مرکز لښکرګاه کي د ولايتي شورا په تالار کي و
لمانځل سو ګڼو ژورناليستانو ، فرهنګيانو ، قومي
مشرانو او دولتي چارواکو پکي ګډون درلود .
په دې غونډه کي چي شاوخوا ٢٥٠ کسانو پکي ګډون کړى
وو تر ټولو مهم پيغام دا وړادي کړ چي د روحاني
قاتلين دي و موندل سي
دې غونډي ته د ارواښاد روحاني سپنږرى پلار ، خسر
او کشر ورور حضرت محمد محدي هم ورغلي وه .
د غونډي د پيل تر مخه د حافظانو لخوا د قران کريم
ختم وسو . غونډه د ورځي پر لسو بجو پيل سوه تر
تلاوت او اجنډا وروسته د عزيز احمد تسل لخوا د
روحاني لنډ ژوندليک ګډون والو ته و لوستل سو .
د وينا وو په برخه کي بيلابيلو کسانو د روحاني پر
ژوند زياتي څرګندوني وکړې ددې برخي په پيل کي د
هلمند والي محمد ګلاب منګل د غونډي ګډون والو ته
وويل چي رواحاني يو سپېڅلى کس او بې پرې ژورناليست
وو هغه د خلکو په درد درديدى ، والي زياته کړه ((
زما د ماموريت لومړۍ ورځي وې چي روحاني ماته راغلى
او ويې ويل چي دلته څو کورنۍ دي هغوى وږي دي که د
هغوى سره کومک وسي ما سم دستي خپل مرستيال ته امر
وکړ چي لاړ سه موټر د خوراکي توکو ډک کړه روحاني
هم درسره واخله او د روحاني په وړاندي پر هغه
کسانو دا توکي په خپل لاس ورته ووېشه ))
والي د هغه وژنه لويه ضايعه وبلله او دا يې څرګنده
کړه چي دوى ندي توانيدلي په دې يوه کال کي د هغه د
قاتلينو څرک ولګوي هغه په دې برخه کي وويل چي ((
موږ لا هم هڅه کوو ، د روحاني دوسيه تړل سوې نده
موږ به په پوره توان او طاقت د هغه د وژوونکو د
موندلو هڅه کوو ))
د هلمند والي پر ژورنالستانو او ټولو هلمند والو
ږغ وکړ که څوک په دې برخه کي زموږ سره مرسته کولاى
سي ، د هغه په وينا چي دوى د هغه مرستي ته اړتيا
لري
د هلمند والي ژمنه وکړه چي په لښکرګاه کي به يو
ښوونځى چي نوى جوړ سوى دى د شهيد روحان په نوم
ونوموي والي د ارواښاد د کورنۍ سره د يوې رهايشي
نومرې او زياته اندازه خوراکي توکيو ژمنه هم وکړه
ددې سره په څنګ کي په هلمند کي سيمه ايزي راډيو
سباوون هم د ارواښاد د کورنۍ سره د ٢٥ زره افغانيو
د مرستي ژمنه وکړه
غونډي ته په هلمند کي د ژورناليستانو د خپلواکي
اتحاديې مشر ميرويس پاڅون په خپله وينا کي
ژورناليستانو ته ډاډ ورکړ چي د روحاني په وژنه سره
دي دوى نه ناهيلي کيږي او خپلو کارونو ته دي ادامه
ورکړي هغه د دولت څخه و غوښتل چي په هره ممکنه
وسيله چي وي د روحاني وژوونکي دي و موندل سي
د هلمند د اطلاعات او کلتور ريس علشاه مظلوميار او
د عالي دارمعلمين د تاريخ استاد غلام سرور غفاري
غونډي ته د ژورناليزم د تاريخ په اړه و ږغيدل هغوى
په خپلو خبرو کي نوى ځوانان و هڅول چي د خپلو
مشرانو پر پل پښه کښږدي .
استاد غفاري وويل چي د يو ژورنالست په وژنه سره د
ژورناليزم خوله نه تړل کيږي او د روحاني په وژنه
سره به دا خاوره زر نور روحانيان را و زيږوي
غونډي ته په هلمند کي د سويلي اسيا د ژورنالستانو
د ټولني ( سفما) استاذي عزيز احمد شفيع ، د
ژورناليستانو د خپلواکي ادارې مرستيال زين الله
ستانکزى ، د ولايتي شورا ريس انورخان او قومي مشر
عبدلاحد هلمند وال هم خبري وکړې
د يادي غونډي دوهمه برخه د روحاني روح د ځآنګړيو
سوو مرثيو وه چي نژدې د ټولو ګډون والو سترګي يې
لندې کړې
.
د غونډي په وروستۍ پرخه کي د محمد نعمان دوست يو
شعر چي ديکلومه سوى او د ارواښاد روحاني په عکسونو
انځوريز سوى وو ګډون والو ته پر پروجنکټور وښوودل
سو زياتو کسانو ورته اوښکي توى کړې او د اواښاد
روحاني او نورو ټولو سپېڅلو شهيدانو ته يې دعاوي
وکړې غونده پر ١٢ بجې او ٣٠ دقيقې پاى ته ورسيدل .
ارواښاد روحاني چي د بي بي سي او پژواک خبري اژانس
سره يې د خبريال په توګه کار کاوه پوره يو کال
وړاندي په هم دې ورځ د لښکرګا د ښآر څخه نادرکه او
مړى يې په سبا د بولان نومي سيمي په يوه هديره کي
و موندل سو هغه پر ځيګر په مرميو ويشتل سوى وو او
پر غاړه يې هم د چړې ټپونه ښکاريدل . د ارواښاد تر
شاه دوې کونډياني ، دوه زامن دوې لوڼي ، سپينږرى
پلار ، بوډۍ مور او پنځه تنکي وروڼه پاته دي
دا غونډه په داسي حال کي لمانځل کيږي چي د هيواد
پر يو شمير ولايتونو سربيره د نړۍ په بيلابيلو
هيوادونو کي هم دا ورځ په پراخه کچه و لمانځل سوه
او په هلمند کي سيمه ايزي بُست راډيو په دې ورځ
خپلي ټولي خپروني روحاني ته ځآنګړي کړي وې