
| لیکوال |
|---|
|
د ټولټاکنو ستونزی او دټيکاولارنقشې ( دوهمه برخه )
دومره خو بد نه وو ٫
چا بد کړ راته
دګرانو لوستونکو دپام وړ : مخکی لدی نه چی ددی برخی په ليکلو لاس پوی کړم ٫ ښه به داوی دتيری لومړۍ برخی دپای څوکرښې دلته راوړم څو دخبرو تړاو يو دبله سره له ياده و نه وځی :
د
هيواد په دموکراتيک اساسی قانون کی دنورو ازاديو تر څنګ د اولسمشری او
ملې شورا ازادی ټاکنې هم دنوموړی قانون دلويو لاسته راوړنو څخه دی چی
لدی لاری د اتباعو يو خورا مهم او په زړه پوری حق تامينيږی . داګړې د
راتلونکې اولسمشر دپاره د ټولټاکنو موضوع په هيواد کی دننه د ميډيا تر
ټولوزيا ت د تودو بحثونو خبره ده اوهر شنونکۍ يی دخپل شخصی سيمپاتۍ او
انتی پاتۍ په انډول څيړی . خو دغو ښاغلو ته چی ددی مادی دوی اخيری فقری هرګړۍ د اولس ٫ ميډيا او کرزی مخ ته ايږدی او ګويا خپل منطق پری غښتلې کوی ٫ پکار ده چی دهمدی مادی لومړۍ فقره هم په پام کی ونيسی ٫ په خپل ګريوان کی وګوری ٫ خدای ته مخ خلګو ته شا کړی ٫ هغه په غور ولولې ٫ دټولو هيوادوالو حقونه په نظر کی را وګرځوی او بيا خپل وجدان قاضی کړی او قضاوت وکړی . که ددوی نه دنوموړی فقری متن هير يا ورک شوی وی ٫ زه به يی ور پياد کړم ٫ هلته داسی راغلې دی :
٫٫ ٦١ ماده - جمهور رئيس د رايی ورکوونکو د ازادو ٫ عمومی ٫ پټو
٫ مستقيمو رايو د لاری . . . . انتخابيږی ,, .
دلوړی مادی
پدغه برخه کی د ( عمومی ) او ( مسقيم ) ټکې چی د نورو ترڅنګ د
دموکراتيک والې رڼې څرګندونې دی ٫ دهيواد په اوسنې حالت کی بايد په
ژوره توګه پام ورته واړول شی . دانتخاباتو
دعمو مي والې مانا داده چی دولت بايد ټولو هغو کسانو ته چی
داساسی قانون سره سم د رايی ورکولو حق لری او غواړی چی په رايی ګيريو
کی ګډون وکړی ٫ داسی سياسی او امنيتی شرايط تامين کړی څو هغوی په ازاد
ډول بيله سياسی يا امنيتې ډار نه د رايی ورکولو مرکزونو ته لاړ او
هلته دخپلې خوښی له مخی خپلې رايی وکاروی . که دولت په هره بهانه چی
وی ددغی مادی دلومړی برخی شرايط دخپلو اتباعويوه غوښين اکثريت ته
اماده نه کړای شی او په انتخاباتو لاس پوری کړی ٫ داپخپله بيله دی چی
دمادی دوو نورو برخوته را واوړو ٫ داساسی قانون نقض او تر پښو لاندی
کول دی . داځکه چی داډول انتخاب نيمګړې او عمومی ندی . دا ددولت
مکلفيت دی چی ترنوم ليکلو او انتخاباتی حوزو جوړولو وړاندی د امنيت له
پلوه ډاډ من امنيتې شرايط تامين کړی . بايد وويل شی د دولت دری ګونی
قواوی پدی هلکه گډ مسئوليت لری چی بايد سرته يی ورسوی .
پدی توګه په حقوقی لحاظ داساسی قانون اوهر بل قانون ټولې مادی
او دهری مادی ټولې فقری يا برخی د يوه زنځير کړۍ دی او ديوبل سره تړاو
لری . دهری کړۍ ماتول د زنځير ماتول دی که ديو مادی يا فقری په نقض سره
ځينی کسان زيان مومی ٫ همدارنګه يی دبلې مادی يا فقری دنقض له مخی بيا
ځيني
نورکسان زيانمن کيږی . له همدغه ځايه ده چی بايد د دموکراسۍ اصول چی د
يوبل دحقونو درناوۍ دی ٫ په پام کی ونيول شی . عينی قضاوت غوښتنه کوی
چی که د يوې
مادی د نه عملې کولو لامل د وطن داوسنې حالت بحران بولو ٫ نو همدغه
عينی مشکل بايد دکومي
بلې مادی دنه عملې کولو په اړه هم عينې وګڼل شی .
دلوړو ستونزو
او حقوقی څرګندونو په نظر کی نيولو سره زما په اند نه يوازی د ټولټاکنو
دنيټې ځنډول داساسی قانون د موادو سره توپيرلری ٫ بلکه پدغو نا امنو
شرايطو کی يی ترسره کول هم د اساسی قانون داړوندومادو تر پښو لاندی کول
دی . داځکه چی دا ډول انتخابات بيا نيمګړی اولکه اساسی قانون چی ټينګار
ورباندی کوی ٫ عمومی ګڼل کيدلای نشی . لدی نه پرته ددغه څلور مياشتنې
ځنډ وروسته هم له بده مرغه دامنيت په چارو کی دڅرګند ښه والې وړاندوينه
ناممکنه ښکاری او هغه وخت به هم ټولټاکنې که ترسره شی نو نيمګړی به وی
. اوس پکارده يوچاره وسنجول شی او د ستونزی د حل يوه مناسبه لاره
پيداشی .
څو ورځی مخکی
می دافغان - جرمن انلاين په پورتال کی سترګی پر يوی بلې نوی لارنقشې
ولګيدی چی دپيژندل شوی حقوق پوه او سياستوال محترم روستار تره کی په
زورورقلم د ( د سولې په لور لار نقشه ) تر سرليک لاندی خپره شوی وه .
محترم تره کی په ډير زړه سوې سره پردی طرح باندی کار کړی او ديوه ډاډمن
ټيکاو راوستلو په موخه يی د پرتې ستونزی بيلابيل اړخونه په ډير غورسره
څيړلې دی چی مينه وال يی بشپړ متن په نوموړی سايت کی لوستلای شی . ده
هم پدغو نا امنو جګړه ايزو شرايطو کی دعمومی عادلانه ټولټاکنو ترسره
کول يو ناشونۍ کار بللې او په لارنقشه کی يی د وړانديز اصلې بنسټ د يوه
انتقالې پړاو دلاری د امنيت ټينګښت او سياسی ټيکاو ته رسيدل دی . هير
دی نه وی چی په ٢٠٠٣ کال کی بن دکنفرانس له مخی دانتقالې حکومت موخه و
دموکراتيک منتخب دولت او پارلمان ته اوښتل وو نه سوله ايز ژوند او
سياسی ټيکاو ته ٫ ځکه نو دبن دکنفرانس يوه لويه نيمګړتيا همدغه ټکۍ ګڼل
کيږی چی پر خپل وخت يی ورته پام اړولې نه وو . استاد تره کی دانتقالې
پړاو دبريالې پايلو لاری چاری هم هلته په ګوته کړی او ګام پګام يی
دپړاو دندی راسپړلې دی . پدی کار کی دده ځيرتوب او خواخوږی دستاينی وړ
بولم . ده په خپل وړانديز کی د اړوندو کارپوهانو لخوا د لازياتو څيړنو
٫ بشپړولو او دقيق کولو په هيله دروازی پرانيستې پری ايښی دی .
(
١٤٣ ماده : که دجګړې ٫ دجګړې دخطر ٫وخيم اغتشاش او طبعی افاتو او يا
ورته حالت له امله دخپلواکۍ او ملی ژوند ساتنه په هغه طريقه چی په
اساسی قانون کی ټاکل شوی ٫ ناشونې وګرځی ٫ دجمهور ريئس لخوا دملی شورا
په تائيد دهيواد په ټولو او ياځينو برخو کی اضطراری حالت اعلانيږی . که
اضطراری حالت تر دوو مياشتو زيات دوام ومومې ٫ داوږدولو دپاره يی دملې
شورا موافقه شرط ده . ) .
ملی ژوند چی
په دری متن کی ( حيات ملی ) يادشويدی او د اساسی قانون پنځمه ٫ ٦ ٫ ٣٨
٫ ٤٣ ٦١ ٫ ٨٣ او نوری ډيری مادی يی دنورمال مخته بيولو اساسی برخی دی ٫
اوس په افغانستان کی دهمدغه غمجن حالت له مخی په هغه طريقه چی داساسی
قانون په نوموړو مادو کی ټاکل شوی ٫ ناشونۍ ګرځيدلې دی . ځکه چی امن
نشته اوداساسی قانون د ٣٣ مادی پربنسټ دهيواد ټول اتباع دانتخابولو او
انتخابيدلوحق د ٦١ مادی سره سم ( عمومی انتخابات ) ترلاسه کولای نشی
. البته دملی شوراغړی که ځانونه دملت رښتينې استازی بولی ٫ نو دهغوی
دملی ژوند هغو ستونزو او کړاوونو ته بايد پام واړوی او پری نږدی چی
يوازی دکرزی سره ددوی دسياسی مخالفت له کبله هيواد او هيوادوال لا
نورهم داور په لمبو کی وسوزی . دوی ته ښايی نوره بيځايه لجبازی او زور
ازمايل پريږدی ٫پدی
اړه د وطنپالنې خپله دنده ترسره او ديوی مناسبی لارنقشی دپاره لاره
خلاصه کړی . | |
| بېرته شاته | |
