Articles

دوکتور م ، ع ، روستار تره کی

 

 
لیکوال

                           د سولی په لور  

                            د لار نقشه

 

 

  د ۲۰۰۷ م کال د سپتامبر په میاشت کی د سیمه ایزی جرګګۍ د لمړی غونډی په درشل کی  د سولی یو پلان  می میډدیا  ته وسپاره . نوموړی پلان په وروستیو وختو کی په کابل کی  د یوه سیاسی جوړښت ( د سولی ملی جرګی ) له خوآ په نوی بڼه مطرح او راته استول  شویدي .  

  په افغانستان ، سیمی او نړۍ د نوی پیښو په نظر کی نیولو سره او د سولی ملی جرګی د غوښتنی  سره سم په مخکنی پلان باندی په لاندی ډول د سره کتنه کیږی .

                              *   *   *

   د  ۳۶ هیوادونو په پرمخ تللی نظامی ټکنالوژی سمبال عسکری یونټونه  د ۷ کلو را هیسی  د تروریزم سره د جګړی تر پلمی لاندی په افغانستان کی مستقر شویدی .

   د تروریزم سره جګړه د خپل لمړنی چوکات نه وتلی ده : افغانستان د نوی وسلی د آزموینی  په لابراتوار،  د ذینفعو هیوادونو د ژیوپولتیکو ګتو د ټکر،  او د مختلفو سیمه ایزو شخړو د تصفیی حساب په دګر بدل شویدی .

  په افغانستان کی تروریزم سره مبارزه د خلکو سره د جګړی بڼه غوره کړیده . په واقعیت کی نړیوال نظامی ائتلاف د افغانانو د تاریخی مقاومت سره مخ دی . که واقعیتونو ته غاړه کینږدو ، جګړه لاپسی اوږده  او ، ورسره هیواد لازیات  وران او انسانی تلفات زیاتیږی .

  د ۷ کلو راهیسی نړیوال نظامی ائتلاف افغانی اوسنی حکومت د خپل مقاصدو د پاره استعمال کړی. افغانی لوری کوم ملی ستراتیژی نلری . طبعی خبره ده تر هغه وخته پوری چه حکومت د غیر افغانی کړیو په لاس جوړ او ملاتړ شی افغانستان د ملی ستراتیژۍ د  درلودلو نه بی برخی پاتی کیږی .

  افغانستان باید د بل واکی ، جګړې او بی ثباتۍ د حالت نه خپلواکی ، سولی او ثبات خوا ته د یوه انتقالی  پړاو نه تیر شی : په انتقالی پړاو کی  واک یو لنډ مهال حکومت ته سپارل کیږی .

   د انتقالی پړاو د جوړیدو لمړی ګام د وسله والو مخالفینو سره د خبرواترو نه پیل کیږی .

  خبرې اترې د څو پړاونو نه تیریږی :

 

  لمړی ــ  د باور فضآ د رامنځته کولو هلی ځلی  باید د لاندی اقداماتو په چوکاټ کی تر سره شی :

  ــ  په مطبوعات او میډیا کی مخکنی ترمینالوژی ګانی ( یاغی ، تروریست  ... ) چه د وسله وال مقاومت په پته حواله کیدلی ، د نوو اصطلاحاتو سره چه د سولی او پخلاینی جذبات منعکسوی ، بدلی شی .

  ــ  د مقاومت یو شمیر بندیان خوشی شی . د زندانیانو پاتی برخه د خبرو اترو د  دوام په بهیر کی خوشی کیږی .

  ــ  اوربند  اعلام شی . د اوربند د څارنی دنده ګد کمسیون ته چه د جګړی د اړخونو نه ترکیب شوی وی سپارل کیږی . د کمسیون مشرتوب د ملګرو ملتونو ( م ، م ) په غاړه ده .

 

  دوهم  ــ  د خبرو اترو سیاسی چوکاټ په درې بڼو مطرح کیدلی شی :

          ــ   د امن جرګه .

          ــ   نړیوال کانفرانس .

          ــ  لویه جرګه .

  د سولی  د هر یو الترنتیف نه که کومې مثبتی پایلی تر لاسه نشوې ، کولای شو چه بل الترنتیف ته مخ واړوو  : همدا اوس سوله د سیمه ایزی  جرګګۍ له لاری مطرح ده . که ټینګی بیلګی تر لاسه شی  چه د هغه نه څه شی نه جوړیږی بل الترنتیف یعنی نړیوال کانفرانس ته مراجعه کولی شو .

 

  دریم ــ نوی نړیوال کانفرانس باید د افغانستان د کشالی د هوارولو په مقصد  د  م ، م  تر څارنی لاندی د افغانستان ، سیمی  او نړۍ د واقعیتونو په بنسټ باندی جوړ شی  .

  کانفرانس  یوازنی بهرنی مرجع ګنلی شو چه په اوسنی حکومت باندی د سولی د راوستلو په موخه کافی فشار اچولی شی  : موجوده حکومت  « سیاسی باور » د بن نړیوال کانفرانس په واسطه تر لاسه کړ او د یو بل کانفرانس د  لاری له لاسه یی ورکولی شی .

   په کانفرانس کی باید یوازی په جګړه کی ښکیلو ډلو ( ناتو ، د کابل حکومت او وسله وال مقاومت)

ګدون ولری .

  کانفرانس ترکیب ته پراختیا ورکول د خبرو اترو د اوږدیدو ، پیچلتیا  او نهایتآ د ناکامی لامل ګرځی .

   د کانفرانس د اجندآ په سر کی به دوه موضوعګانی ځای ولری :

  ــ  د وسله وال مقاومت او نړیوال نظامی ائتلاف متقابله ژمنه : نړیوال نظامی ائتلاف دافغانستان ملی واکمنی ته په درناوی سره په مناسب وخت خپل فوځ  له افغانستان څخه باسی  او افغانی لوری ته د عدم مداخلې ژمنه ورکوی . بهرنی هیوادونه افغانستان ته  خپل بشری او اقتصادی مرستی جاری ساتی .

  وسله وال مقاومت کانفرانس ته ژمنه ورکوی چه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره خپلې اړیکی د بهرنیو جنګیالیو او مقاومت سره د ملاتړ کونکو هیوادونو سره شکوی .

  ــ  نړیوال کانفرانس د یوی نوی مسلکی ، ناپییلی لنډ مهالي حکومت د جوړیدو د پاره بند او بست کوی .

  یو مرکزی اوملی حکومت کولای شی چه د یو باانډول بهرنی سیاست  په بنست باندی، هیواد چه

په سیمه کی د جګړی د پراختیا په مرکز بدل شویدی ، د سیاسی ثبات ، سولې او اقتصادی پرمختیآ په یو ستر محور بدل کړی .

  د اوسنی حکومت ترمیم د مقاومت د استازی د ګدون په نیت د پرابلم دحل لاره نده . دلیل یی هم دا دی چه د جنگیالیو په « فدراسیون » کی  نوی غړی زیاتیږی ، د حکومت بپ د ننه سیاسی تجانس لازیاتی له منځه ځی او اوسنی نظام پوری تړلی جنگی جنایت کاران سیاسی پناهګاه او مصئونیت تر لاسه کوی .

 

  څلورم ــ  انتقالی پړاو : نوی حکومت د دوو کلونو د پاره لاندی دندې تر سره کوی :

           ــ  یوه سالمه اداره رامنځته کول .

           ــ  د هیواد د اوسنی ایجاباتو سره سم د حکومت اقتصادی ، ټولنیز او کلتوری کړنلاره جوړول .

           ــ  با انډول  بهرنی سیاست په بنسټ باندی د بهرنیو هیوادونو سره اړیکی برقرارول. 

           ــ  د قانون د واکمنی د ټینګیدو په موخه نا قانونه جګړه مار بی وسلی کول .

           ــ  د نړیوال ټولنی په مرسته د مخدره موادو سره د  مقابلی په نیت یو پلان جوړول .

           ــ  د جنګی جنایت کارانو د محاکمی د پاره د  م ، م  په مرسته مخکنی کمزورو هلو ځلو ته چټکتیا ورکول .