
| لیکوال |
|---|
د کوه نورالماس له کومه راغی او چيرته ولاړ ؟ ( څلورمه او اخيرنۍ برخه )
متمد ن برتانيوی پړاو او د کوه نور بيا حلالول :
په
١٨٤٩ کال دبرتانيی بيرغ په رسمی توګه د لاهور پر سر ورپيدې او
ددی سره سم د افغانې دامپراتوری له بدنه دازاد شوی پنجاب
سيمه هم په برتانيوی امپراتوری ورګډه شوه . پدی کار سره
انګريزانو د کوه نور سره يو ځای د لاهور پر ټولو جواهراتو او
شتمنيو قبضه وکړه او دشرق الهند کمپنۍ خزانه يی لا نوره پری
وپړسول . دپنجاب ترتسليميدو وروسته د کوه نور په اړه د ( لاهور
معاهدی Treaty of Lahore ) پنامه دمغلوب او غالب ترمنځ په
يوه لاسليک شوی سند داسی راغلې دی :
٫٫ کوه نور نومۍ الماسی غمۍ چی مهاراجا رنجيت سينګ د شاه
شجاع الملک څخه اخيستې وو ٫ بايد د لاهور دمهاراجا لخوا
دانګلستان وملکې ته تقديم شی ،، . په برتانوی هند
کی انګريزی ګورنر جنرال Lord Dalhousie دمعاهدی دلوړی مادی
دعملې کولو په خاطر کارونه داسی تظيم کړه چی له مخی يی د رنجيت
سينګ ځوان ځای ناستۍ ځوی ١٣ کلن هلک دوليپ سينګ Duleep Singh
انګلستان ته وليږل شو چی په خپل لاس کوه نور دسوغات په توګه
ملکې ويکتوريا ته وړاندی کړی . داکار دجنګی غنيمت په ډول د کوه
نور د لاس پرلاس کيدو په اوږده تاريخ کی اخيرنۍ وو او ښايی
دپای ټکۍ به وی . ترڅو چی ملکه ويکتوريا ژوندۍ وه ٫ د کوه نورنه يي ديوه زيوری توکی په ډول کار اخيست مګر دهغی تر مړنې وروسته غمۍ دبرتانوی دربار دجواهراتو خزانې ته وسپارل شو او دشاهی تاج په خولۍ کی يی نصب کړ . په ١٨٦٢ کال غمۍ د جان پانانت پنامه د برتانيوی دربار ديوه منرالوجست تر نظر لاندی دسره يوار بيا حکاکی او په اصطلاح دوهم ځل حلال شوچی دا ځل يی دپخوا په نسبت لږ هوار شکل دټاکلو څنډو سره پلاس راوړ . څرګنده ده چی هره ډبره په حکاکۍ کی خپل يوه برخه وزن او لويوالۍ له لاسه ورکوی ٫ غمې هم تر حلاليدو او پوستولو وروسته دخپل بدن ډيره غوښه و بايلل او د ١٩١ قراطو نه و خپل نننې ١٠٨٫٩ قراطو ته را وړوکۍ او سپک شو . داکار خو ظاهرا پدی خاطر تر سره سو چی غمې ګويا په نوی تخنيک سره عصری شکل ته اړتيا درلوده مګر ډيرۍ ماهران پدی کارسره خورا خواشينې شول ځکه چی تاريخی کوه نور نه يوازی خپل وزن او لويوالۍ و بايلۍ بلکه خپله معنوی سلامتې هم ټوله له لاسه ورکړه چی هغه دده تاريخی ارزښت وو . په خپل پخوانې شکل کی ده دپيړيو پيړيو قصی او اولسی افسانې کرلې وی ، ده دملې قهرمانانو دګوتو نښانې راوړی وی او دخيانتونو ٫ دسيسو ٫ توطيو او جفاګانو انبتاهی حکايتونه يي پری ليکلې وه . دده په مخ کی د جلال الدين اکبر او شاه جهان غوندی فرهنګپالو پلاس دعلم او پوهی مشالونه ځليدلې او په وينو سره د اورنګزيب لاسونه يی پخپلو سترګو ليدلې وه .
جوړ کړې
زوروروهميشه په خپله ګټه داسنادو د لاسليک څخه ددوی هدف دا وو چی دانګلستان په پارالمان کی اپوزيسيون ٫ ليبرالو انګريزانو او همدارنګه نړيوالو ته وښيی چی دوی اشغالګر نه بلکه اړوند حکومتونه په خپله خوښه او رغبت ددوی په امپراتورۍ ور ګډيږی . کنه نو ديوه مغلوب واکمن سره د داډول يوی معاهدی لاسليک اصلا هيڅ حقوقی ارزښت نلری او دبل طرف نه د يوه ١٣کلن ماشوم په ليږلو کی ولندن ته انګريزانو څو موخی په پام کی نيولې وی :
٢-
دپنجاب خلګو ته يی داسی څرګندول چی ګويا د ستری امپراتورۍ ملکی
ويکتوريا دی اولس ته د بيشانې درناوی ښودلو په توګه ددوی دزړه
سر دوليپ سينګ لندن ته ديوه درانده او خا ص ميلمه په مقام کی
دعوت کړيدی ځکه نو د دود سره سم ٫ نوموړی ميلمه
داغمۍ ديوی معمولې تحفی په ډول دځانه سره لندن ته د ملکی دپاره
يووړ او پدی سره يی خپل يو دوديز دين ادا کړ.
کوه نور دچا حق دی ؟
دا وو د کوه نور په اړه هغه يولړ تاريخی ٫ سياسی او
اقتصادی معلومات چی ما ورته لاس رسۍ درلود ٫ اودخپلو ليکنو
دمينه والو لوستونکو سره می شيريک کړ . دټولو هغو
درنو لوستونکو څخه چی ددغه غمې په اړوند داسی نور کره معلومات
ولری چی پدی ليکنه کی يادو شوو تاريخی - سياسی څرګندونو ته د
بدلون ورکولو پخاطر اړين ښکاری ٫ هيله کوم چی په اړوندو
انترنيټی سايټونو او يا نورو رسنيو کی يی خپور کړی .
| |
| بېرته شاته | |
