
| لیکوال |
|---|
د کوه نورالماس له کومه راغی او چيرته ولاړ ؟
( دريمه برخه )
د کوه
نورسره په افغانستان کی څه پيښ شول ؟
پدی توګه
دايران تر پيښو وروسته احمد خان دکوه نور او د يو مقدار نورو جواهراتو په بدرګه
دخپلو جنګياليو سره يو ځای دخپل هيواد افغانستان و ښکلې کندهارته راستون شو .
ده ديوه هوښيار سياستوال په توګه د ايران ګډوډ حالات ښه څيړلې وه او ددغه مناسب
وخت نه دګټی اخيستلو په لټه کی شو ٫ دقومونو دمشرانو سره د سلا مشورو وروسته په
همدی کال د کندهار په شيرسرخ کی يوه لويه جرګه را وبلل شوه . د څو ورځو خبرو
اترپه پای کی د پيرصابرشاه په وړانديزقومی مشرانو په يوه خوله دابدالې کورنی
پياوړې سپاه سالار ٫ زړه ور جنګيالۍ او وتلۍ سياستوال احمدخان خپل ټولواک ومنی
.
د کوه نور نوی څښتن
دپادشاه په توګه تر غوره کيدو وروسته دنوی افغانستان بنسټ کښيښود ٫ د بخارا نه
تر ډهلې او نيشاپور پوری ئی يوه ستره افغانی امپراتوری جوړه او دافغانانو برم
يی يوار بيا نړۍ ته ورپياد کړ . دهمدی وياړنو او کارنامو پخاطر حق پيژندونکو
افغانانو دی دلوی احمدشاه بابا پنامه و وياړاوه .
په ١٧٧٣ کال داحمد شاه بابا تر وفات وروسته کوه نور دتخت سره يوځای
دهغه ځوی تيمورشاه ته چی افغانی پلازمينه يی دکندهار نه کابل ته نقل کړه ٫
ورسيد او دده تر مړنی وروسته کوه نور دده دځوی شاه زمان په برخه شو . تر يو لړ
اوږدو سرګردانيو وروسته کوه نور د احمد شاه بابا او تیمورشاه د واکمنيو په ټولو
اوږدو کی څو لسيزی ارامی تيری کړی .
زمان ميرزا ( شاه زمان
) سره ددی چی يو مدبر سړې اوټول وخت دافغانی امپراتورۍ دټنګښت او لا پياوړتيا
په فکر کی وو ٫ خو ديولړ توطيو او دسيسو په پايله کی دخپل ميرنې ورور شاه محمود
لخوا په ١٨٠١ کال له واکه وغورځيدی او پداسی حال کی چی دکوه نور غمۍ ورسره وو ٫
دقوتونو سره راټولو په موخه يی د پيښور په لور حرکت وکړ . په لاره کښی ديوه
ځايی مخور ملا عشق الله پرکور ميلمه شو . کوربه دافغانی سپيځلو او منل شوو
دودونو په خلاف هغه ددی پخاطر چی د شاه محمود نه امتيازونه ترلاسه کړی ٫ شاه
زمان يی دخپلو ورسره کسانو سره يو ځای په خپله قلعه کی بندی کړ او شاه محمود ته
ئی خبر وليږه . دشاه محمود سپاهيانو هغه کابل ته بوت او هلته دشاه محمود په امر
په سترګو ړوند کړل شو .
شاه زمان په قلعه کی دبند پرمهال کوه نور دقلعه ديوه ديوال په درز کی
پټ کړی وو . څه موده وروسته د زمان د سکه ورور شجاع الملک ( شاه شجاع ) قوتونو
په ١٨٠٣ کال شاه محمود له واکه وپرزاوه . شاه زمان ميرزا خپل ورور ته دکوه نور
د پټ ځای او دملاعاشق الله د ناروا کړنوپه اړه معلومات ورکړ . هغه ځانګړی ټولګۍ
په دی موخه وليږل او تر سخت لټون وروسته يی کوه نور وموند اود ملاعاشق الله سره
يی يو ځای کابل ته راورسول . نوموړۍ چی افغانی دود يی دخپلو شخصی ګټو په هيله
تر پښو لاندی کړی وو ٫ دشاه شجاع په امر اعدام شو . ددی پيښې بشپړ څرنګوالۍ
کانديد اکادميسن محمد اعظم سيستانې پخپلي ( کينګ ميکر افغانستان - وزير فتح خان
) نومی مقالې کی داسی ياد کړيدی :
,,
بعد ازجلوس شاه محمودبرتخت
کابل،شاه عده ای سپاه برای تعقیب زمانشاه فرستاد . بین پیشدارسپاه شاه محمود
وقوای زمانشاه درمحل "وچه
پاڼه
" جگده لگ تصادمی مختصر رخداد که
نتیجه آن طبعاً به مفاد طرفداران شاه محمود تمام شد ونیروی های طرفدار زمانشاه
به هر طرف فرارنمودند.زمانشاه با تنی چند از هواخواها ن سراسیمه پناگاهی می
جستند. ملاعاشق شینواری که با وفادارخان سابقه آشنائی داشت درحوالی جگده لک،
مالک قلعه یی بود. شاه بخت برگشته اکنون کارش بجای کشید که سراسیمه وپریشان
مجبورشد برای گذرانیدن شبی به قلعه ملا عاشق پناه ببرد. ملاعاشق شینواری در اول
با کمال خوشروئی ازمهمانش استقبال نمود،ولی وقتی شنید که شاه محمود برتخت
کابل جلوس نموده ودر صدد دستگیری شاه زمان برآمده است، ترسید که مبادا فردا به
جرم پناه دادن به شاه زمان مورد غضب شاه جدید قرارگیرد، لذا دروازه قلعه را از
عقب بست وشب هنگام توسط پسرانش به شاه محمود پیغام داد که کس بفرستد ومحبوسش را
تسلیم شود .
دیری نګذ شت که زمانشاه وهمراهانش دریافتند که درچنگ ملاعاشق محبوسی بیش نیستند. هرچندشاه زمان وهمراهانش کوشیدند تا وسیله یی برای نجات خود پیدا کنند، میسرنشد. آخرتن به تقدیر داده وبرای قبول هر پیش آمدی آماده نشستند. چون خبر این واقعه غیر مترقبه به کابل وبه پشاور رسید، از یکطرف شاه محمود برای دستگیری رقیب خود دست بکارشد واز جانب دیگر شاه شجاع برای نجات برادرش درصدد برآمد. از کابل نواب اسد خان برادر وزیرفتح خان با جراحی حرکت کرد واز جانب پشاورعبدالکریم خان برای نجات شاه محبوس روانه گردید.چون فاصله میان کابل وجگده لک کمتربود، نواب اسدخان پیشتر به قلعه رسید. زمانشاه مجموعه ای از جواهرات سلطنتی را که در آن الماس کوه نور نیزبود، همه را در سوراخ دیوار قلعه مخفی کرد وفخراج را به نهرابی که از کنار قلعه میگذشت پرتاب نمود. هنوز سپیده صبح ندمیده بود که نواب اسد خان به قلعه رسید وشاه را دستگیرنمود و جراح به حکم شاه محمود چشمان زمانشاه را کور کرد وبعد او وهمراهانش را محبوس به کابل آورد. شاه زمان در کابل به زندان رفت و وزیر او وبرادرش محمدخان حاکم کابل در عوض خون سردار پاینده خان اعدام شدند وزمانخان پوپلزائی به جرم قتل حاضرخان ، برادراکرم خان که درهرات به امر او اعدام شده بود، قصاص گردید.
این واقعه درماه جولای ۱۸۰۱ قید شده است . سه سال بعد (۱۸۰۳م) که دوره اول سلطنت شاه محمود به دست شاه شجاع برادرعینی زمانشاه خاتمه یافت، اولین کار شاه شجاع دادن جزا به ملاعاشق شینواری بود که احضارش کرد و به دارش آویخت والماس کوه نور بعد از این که مدتی در سوراخ دیوارقلعه ملاعاشق پنهان بود به دست شاه شجاع افتاد و قلعه منهدم شد ،، .
څه موده وروسته بيا شاه شجاع هم د وزير فتح خان د وړونو په مرسته له واکه ولويد او شاه محمود دده ميرنې ورور يوار بيا د دويم ځل لپاره دچارو واګی تر لاسه کړی .
د روسی سرچينو له مخی هغه دکوه نور دلاسته راوړلو پخاطر شاه شجاع بندی اوتر سختوشکنجو لاندی يی راوست . ده هر څه وزغمل خو دغمې دپټولو ځای يی ونښود ځکه دی پدی عقيده ووچی څو پوری غمۍ دده پلاس کی وی ٫ بيرته قدرت ته رسيدلای شی . په پای کی دی په يوچل د زندان نه دتښتې لاره پيدا کوی او وځی . له زندانه دتښتی وروسته دکوه نور او نورو جواهراتو سره يو ځای ځان لاهور ته رسوی .
رنجيت سينګ چی يو وخت دشاه شجاع ورور شاه زمان دخپلې امپراطورۍ پرمهال په پنجاب کی نائب مقرر او اوس ئی په افغانستان کی دکورنې بی اتفاقيو او گډوډ حالت نه په ګټه اخيستلو ازاد دولت اعلان کړی
وو ٫ هغه ته پناه ورکوی . کله چی رنجيت سينګ د کوه نور نه خبريږی ٫ غواړی چی ورڅخه يی ترلاسه کړی مګر شجاع الملک د ورکولو نه انکار کوی .
روسی سرچينې زياتوې چی رنجيت دی اودده ټوله کورنې بنديان کوی او ډول ډول شکنجی ورکوی . دشجاع الملک ميرمن دشکنجو طاقت نه راوړی او د رنجيت لخوا ديو لړ شرطونو په منلو سره کوه نور هغه ته ورکوی .په نوموړو سرچينو کی شرطونه داسی ښودل شوی دی : ,, دبند څخه ددوی دکورنۍ دټولو غړو خلاصون ٫ ددوی د وروستې امنيت تضمين او دعمر ترپايه دوی ته د يو ټاکلې مناسب معاش ورکول ,, . ددی سره سم رنجيت سينګ دوی ټول له بنده خلاصوی او شاه شجاع ته ١٢٥ زره روپۍ نقدی ورکوی او بيا يی دهرکال دپاره ٦٠ زره روپۍ معاش ورته وټاکې . ويل کيږی چی کله رنجيت سينګ دکوه نور غمۍ په خپل لاس کی وليد ٫ نژدی وو چی له خوښۍ نه عقل د لاسه ورکړی .
په دی اړه کانديد اکادميسن محمد اعظم سيستانی په خپل ( دونابغه سياسی - نظامی افغانستان در قرن نزدهم ) نومی کتاب کی ( لومړۍ چاپ ١٣٧٨ کال ٫ ٧٩ مخ ) داسی ليکی چی شاه شجاع د ماتې خوړلو نه څو کاله ور وسته په پيښور کی د کشمير د والی عطامحمدخان باميزايی په توطيه ونيول شو او په کشمير کی بندی شو . کله چی د وزير فتح خان لښکری کشميرته راغلې ٫ شاه شجاع له بنده ووت او لاهورته ولاړ . هلته بيا په لاهور کی رنجيت سينګ ددی پخاطر دی تر فشار لاندی ونيو چی د کوه نور غمۍ تری نه واخلې . شاه شجاع دا ونه منل ٫ رنجيت هغه په مرګ تهديد او دده ماشوم زوی شاهزاده تيمور يی تر سختو شکنجو لاندی راوست . رنجيت پرته له دی نه دتطميع کولونه هم کار واخيست او ده ته يی وعدی ورکړی چی دغمې په بدل کی به دی دپنجاب جاګير وټاکی او وروسته به د کابل دتخت اوتاج په بيرته نيولو کی هم مرسته ورسره وکړی . پدی توګه رنجيت دشاه شجاع نه غمۍ تر لاسه او دی يی د نيم اسير په ډول په لاهور کی وساته . وروسته رنجيت سينګ خبر شو چی شاه شجاع د ځينو تجارانو سره يو مقدار نور جواهرات ٫ ګران بيه شيان او پيسې هم ساتلې دی او پدی لټه کی شو چی هغه هم تری نه واخلې . خو شجاع يی له تصميم نه خبريږی , لومړۍ خپله کورنۍ د لاهور نه لودهيانی ته استوی او بيا پخپله هم ديوه هندو جوګی په جامو کی د لاهوره تښتې ٫ دکشمير او تبت دلاری نه ځان لودهيانی ته رسوی او هلته دخپلې کورنۍ سره يو ځای کيږی .
پنجابی پړاو او دکوه نور نه درنجيت سينګ بيزاری :
پدی توګه کوه نور بيرته
دهند نيمې وچی ته راغی او داځل په پنجاب کي ميشت شو . کله چی رنجيت کوه نور
پلاس راوړ ٫ نو يی دخپل واک وټنګښت او پراخولو ته ملا وتړل ٫ ټول پنجاب يی سره
متحد او ديوه پياوړی اردو پربنسټ يی غښتلې دولت جوړ کړ . وروسته پدی فکر کی
ولويد چی هند بايد نور دانګريزانو له اغيزی نه خلاص کړی . داچی دی په سياست پوه
يو مدبر سړۍ وو ٫ پدی پوه شو چی دانګريزی زورور توان سره ډغرې وهل ورته اسانه
خبره نده ځکه نو په اوس مهال کی لدی پلان نه تيرشو . رنجيت سينګ دنورو
واکدارانو په خلاف دځان سره دکوه نور پر خونړې تاريخ باندی فکر وکړ ٫ ددی غمې د
نژدی ټولو څښتنانو شوم سرنوشت يی له نظره تير کړ او د لومړۍ کس په توګه دی و دی
پايلې ته ورسيد چی دا غمۍ د واکمنيو مور نه بلکه د بد مرغيو زيږونکې يوه ډبره
ده . لدی پايلې اخيستنې وروسته يی تصميم ونيو چی لدی غملړلې ډبری نه ځان خلاص
کړی . پدی موخه يی وپتييل چی دکوه نور غمۍ دخپل ځان لخوا معبد ته دسوغات په
توګه وسپاری . خو وړاندی لدی نه چی دا پلان سرته ورسوی ٫ ژوند نوره ياری ورسره
ونکړه او مړشو . دده ځای ناستې اخلاف دده پدی پلان باندی خبر نه وه او ده هم
وصيت نه وو کړی چی دوی داکار پای رسولې وای .
که څه هم دده تر مړنې وروسته په پنجاب کی يو لړ انارشی او ګډ وډی منځته راغلې
وه خو دده ځای ناستې کسان چی دانګريزانو داغيزی څخه د هند دخلاصون په اړه دده
دپلانه خبر وه او پدی نه وه خبره چی اوس مهال ده دافکر له خياله ايستلې دی ٫ و
يی غوښته چی دده دا ارمان تر سره کړی . د ځينو لنډ مهاله برياوو سره سره په پای
کی دده پلاس جوړ شوې غښتلۍ اردو دانګريزانو لخوا چی په يوه لاس کی يی توره
ګرځول او په بل کی پيسې ٫ دړی وړی او له منځه ولاړ . د نوی بريالې څښتن په
راتلو سره کوه نور هم د تل پشان د ماتې خوړلې عاشق نه مخ اړوی او دغښتلې مين په
غيږ کی لويږی .
د
دريمی برخی پای .
پاته برخه چی دکوه نور وروستۍ پيښی او دهغه بيا حلالول دی ٫ مه هيروې .
| بېرته شاته |
