
افغانی
جنګ او اروپايی مورال
د Timer24 پنامه دنمارکی ژبی ورځپاڼی دخپلې ( ٢٠ \
١٠ \ ٢٠٠٨ ) نيټې په ګڼه کی د ( بی پايه جنګ ) تر سرليک لاندی
د Per Knudsen په قلم چی يو پيژندل شوی ژورناليست او
د Syddansk Univesitet ( د سويلې دنمارک پوهنتون ) سره په تړاو
کی يوه وتلې څيره ده ٫ په افغانستان کی د روان جنګ په هکله يوه
څيړنيزه لينکه خپره کړی چی پښتو ژباړی ته يی په لاندی کرښو کی
دلوستونکو پام را اړوم :
ددويمی نړيوالې جګړې په درشل کی دانګلستان صراعظم
Chamberlain Nevilla تر دی شعار لاندی چی
سوله زموږ دوخت غوښتنه ده
٫ د نازی المان دمشر ادولف هټلر سره د ( مونشن معاهده )
لاسليک
کړه
.
تاريخ په ډار داخبره ټولو هغو کسانو ته چی غواړی د
توتالتار سيسټمونو سره د کمپرومايز او سازش لاره نيسی ٫ ور
يادوی چی دهتلر سره دا ډول جوړ جاړۍ پکار نه وو او دهغه پرضد
بايد دټولوامکاناتو په کارولو سره مجادله او مبارزه سرته
رسيدلې واې . داهغه د دويم نړيوال جنګ نه ترلاس شوی زده کړی وی
چی افغانستان ته د قواوو په ليږلو کی محرکه وه وګڼل شوه او
دنمارک هم پدی جګړه کی ور ګډ شو .
ددی کار بنسټيزه موخه داوه چی بنسټپال طالبان له پښو
واچوی او دړی وړی يی کړی . دا موخه د دنمارکی سر بازانو سره په
مرکو کی هم څرګنده شوی ده چی په وياړ سره د ډيرو طالبانو د
وژلو لافی وهی . زموږ اراده چی دخپلو ( دنمارکی . ژباړ. )
سربازانو په ژوند باندی لوبی کوو ٫ تر ډيره حده پر دی بنسټ
ولاړه ده چی ګويا موږ د شر سره په مقابله کی د خير جنګ پرمخ
بيايو . که چيری د جګړی مورال اواخلاقی اړخ موږ ددغی لوړی خبری
سره تړلې بولو ٫ خو دجګړی سياسی اړخ ته بيا دا بنسټ ورکوو چی د
طابانو څخه دافغانانو دخلاصون په چاروکی په مرسته کولوسره ٫
داپه حقيقت کی موږ دتروريزم څخه دخپل ځان ساتنه کوو . داهغه څه
دی چی زموږ په نظر دجګړی سياسی اړخونه ور پوره کوی .
دی ډول استدلال اوس خپل اهميت تر زياتی کچی له لاسه
ورکړيدی او دا يوازی کيڼ پلوه پاسيفستان ( پاسيفيزم - د سوله
ايزو لارو په مرسته دنړيوالو شخړو دهوارولو هڅی . ژباړ ) ندی
چی اوس داخبری کوی بلکه پخپله جنګی جنرالان دی چی دافغانستان
په جنګ کی يی دنورو سوله ايزو لارو دکارولو وړانديزونه مخته
کړی دی . په افغانستان کی د برتانيوی لښکرو پخوانۍ مشر
بريګادجنرال Smith - Mark Carleton دطالبانو په مقابل کی جنګ
هغه څه بولې چی دی يی دګټلو توان ورسره نه وينې . همدا راز
جرمنۍ بريد جنرال Domrose lathar– Hans ٫ دناټو او دنړيوالو
سوله ساتونکو ايساف مشر وايی چی دا به زموږ ساده ګی وی که
دطالبانو دماتولو فکر په سر کی ولرو .
ددی څرګندونو سره جوخت افغان دولت هم دطالبانو سره د
روغی جوړی خبری پيل کړيدی . دا کار دافغانستان په ٧ کلن جنګ کی
د دراماتيک بدلون نښی نښانې ښکاری .
اوس نو داخبره دپاملرنی وړ ده ٫ کله چی پجپله جنګی قوماندانان
جنرالان په ډاګه ناری وهی چی پدی جنګ کی دطالبانو دماتولو توان
او وړتيا ورسره نشته ٫ بيا به نو سربازان په کوم جنګی مورال
سره وسلې ته لاس اچوی او جنګ ته به ور دانګې ؟ او کله
چی پخپله افغانان دطالبانو سره دروغی جوړی دپاره دخبرو ليوال
دی ٫ بيا نو خارجی قواوو ته نور څه پاتيږی ؟
موږ ( خارجی قوتونه . ژباړ ) ځان پداسی يوه حالت کی
وينوچی دهغه څه نه ډير توپير لری ٫ دکوم پخاطر چی موږ د
طالبانو په مقابل کی وسلې ته لاس واچاوه . پدی توګه يوه نوی
بحث او د سره بيا کتنې ته اړتيا ده . ايا داموږ غلط کار وکړ چی
دطالبانو څخه مو دافغانستان نازيان جوړ کړل ؟ ايا دازموږ
ناپوهې نه ه چی د اولس سره مو د طالبانو اولسی اوتاريخی
پيوستون په پام کی نه وو نيولې ؟ او يا داچی لوديز په غلطه د
پريزيدنت کرزی دهغوهڅو ملاتړ کوی چی غواړی د همغه شعار لاندی
چی سوله زموږ دوخت غوښتنه ده
٫ دطالبانو سره دخبرو ميزته کښينې ؟
يوه خبره يقينی ده او هغه داچی موږ نه ځان اوهم خپل
سربازان پدی باندی قانع کولای شو چی په افغانستان کی به جنګ
بيله بدلونه دوام ومومی . اوس بايد موږ له ځانه پوښتنه وکړو چی
پداسی يوه جنګ کی به زموږ ګډون ګټور وی چی هلته د برې اميدونه
دجنرالانو سره لا هم په اوبو کی لاهو دی . د ژباړی پای
د ژباړونکې يادونه :
داخوهغه څه وه چی دنمارکې څيړونکې يی دخپلو بچيانو
دژوند په پام کی نيولو سره په هکله تشويش څرګندوی . راشې وګورو
پخپله افغانان او په ځانګړې توګه مسئول سياستوال يی دافغانی
بچيانو د وينې توئيدو او دخپل پلرنې وطن د ورانيدو سره سره پدی
اړه څه فکر کوی . ښاغلۍ رنګين دادفر سپنتا دافغانستان دبهرنيو
چارو وزير د طالبانوسره سوله دافغانستان پر دښمنانو باندی د
وطن خرڅول بولې او وايی چی د سولې خبری بايد دولت هغه وخت
ترسره کړی چی د زور د موقف څخه دخبرو توان پلاس راوړی . اوس به
هڅه وکړو چی ددغه سياستوال په څرګندونو کی منطقي عنصر ولټوو :
لومړۍ - داچی که دخبرو څخه زموږ موخه وسولې او روغی
جوړی ته رسيدل وی بيانو د زور دموقف خبره څه معنی لری ؟ سولې
ته دوه اړخه هغه وخت کښينی چی په لنډ مهال کی يو اړخ هم دګټلو
زور او توان په ځان کی نه وينې ٫ سليم عقل يی پر احساساتو
باندی برلاسې شوی وی او لازياتو ورور وژنو او ورانونکو جګړو ته
زړه نه ښه کوی . د زور موقف هغه وخت ضرور دی چی ديوه اړخ
دماتولو موخه په پام کی نيول شوی وی نه دروغی جوړی او ورورګلوې
. دويم - داچی په افغاستان کی داګړۍ د
٦٠ زرو څخه زيات تر غاښو
پوری په وسلو بار د نژدی ٤٠
پرمختللو زورورو هيوادونو وسلوال قوتونه دطالبانو ديوه
ګروپ پرضد په بيرحمانه جنګ بوخت دی . له دی نه پرته نژدی
١٢٠ زره افغانی اردو او وسلوال
پوليس د همهغه ګروپ په مقابل کی شپه او ورځ په جګړو
اخته دی . نو که چيری د افغانستان دولت ددغو ټولو جګړه ايزو
وړتياوو سره سره د ښاغلۍ سپنتا په نظر د زور دموقف نه د سولې
خبروته د کښيناستو توان په ځان کی نه وينې ٫ بيانو سپنتا صاحب
دسياسی علومو د ډاکتر او په دغسی درنده چوکۍ کی ديوه تجربه
لرونکې سياستوال په توګه د دا ډول توان درلودلو وړاند وينه
دکوم وخت پاره کولای شی ؟ ښايی دی دا کار ترهغه وخته ځنډول
غواړی ٫ څو چی افغانستان اټمی قدرت ترلاسه او ورسره سم د
طالبانوسره د سولې په خبرو کی د زور موقف پلاس راوړی . زما په
اند به دده دپوهيدلو دپاره اسانه اولنډه لاره دا وی چی دی خپل
دزړه سر اود سترګو تور ګران زوی هم يوځل جبهی ته وليږی چی
لږترلږه يی يوځل دباروتو بوی تر پزه شی او دنړيدلې مورچل خاوری
دوړی يی پرسپينو باړخوګانو باندی پريوزی .دی بايد پدی پوه وی
چی د سولې په خبرو کی د دواړو خواووغوښتنې په پام کی نيول يو
ضروری او حتمی عنصر ګڼل کيږی . کنه نودخبرو پايله به د سولې
تړون نه بلکه په جنګ کی ديوه اړخ تسليم ليک وی .
لکه څنګه چی مود دنمارکی څيړونکې نظر وليد ٫ داتوان
خو داګړۍ ديوه پلو سره هم نشته . اوس چی دامريکا دخارجی چارو
وزارت لوړ پوړی غړی هم دطالبانو سره د سولې خبری اتری دجنګ
دپای ته رسيدو په موخه تر ټولو لنډه او غوره لاره بولې ٫ بيانو
سپنتا ته پکار ده لږ داروپايی خوب نه راويښ شی او دافغاستان
ترخو واقيعتونوته دجنګ د اور په لمبوکی په خلاصو سترګو وګوری
. والله العلم . |