Articles

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

 
لیکوال


                                            د کوه نور الماس له کومه راغې او چيرته ولاړ ؟   

                                                            ( دوهمه برخه )
            د کوه نور الماس  : 
           د ا لماسو داغمۍ چی دنړۍ دتر ټولو سترو ټوټو دسر په ډله راځی چی اوسنۍ وزن يی
 108,93 قراطه (نژدی  22,8 ګرامه ) دې او سپين رنګ لری  . دپيدا کولو نيټه او دموندونکی نوم ئی تر اوسه معلوم ندی ٫ خوداخبره څرګنده ده چی حيدر اباد ته نژدی دهندوستان داندراپرديش ايا لت په ګلکنده نومی سيمې کی تر لاسه سوی دی . داځکه چی تر ١٧٣٠ زيږد کال دمخه چی په برازيل کی دالماسويو معدن وموندل شو ٫ د ګلکندی دمعدن نه پرته په ټولی نړۍ کی بل دالماسو  معدن نه وو . له همدی کبله د کوه نور دزيږدنې ځای بيله ترديد نه ګلکنده ګڼل کيږی . ددی خبری سره سره داسی هم ويل شوی دی چی دا الماس د ميلاد نه ٣٢٠٠ کاله وړاندی ديوه رود د  بستر نه پلاس راغلۍ

 دی .

         په ليکلې توګه دغمې په اړه معلومات يوازی د ١٣٠٠ زيږد کال را پدی خوا تر سترګو کيږی ٫ خو دافسانو او حکا يتونو له مخې غمۍ لدی نه ډير وړاندی دانسانانولاس ته ورغلې او کارول شوی دی . په کيسو کی راغلې چی کوه نور نژدی ٥٠٠٠ کاله دمخه دجنوبی هندوستان په ګلکنده کی چی دالماسو له مخی په نړۍ کی وتلې نوم لری ٫ ځايی اوسيدونکو پلاس راوړې دی . د کوه نور لومړۍ څښتن د ( کرنا ) پنامه دهند يو افسانوی قهرمان يادشوی دی .

                                                                                                                     د کوه نور بريلانت اوسنۍ شکل

مغولی سلطان بابړ په خپل کتاب ( بابړ نامه ) کی د کوه نور په هکله چی هغه وخت لا پدغه نامه نه ياديده او يوازی د بابړ الماس يی باله ٫ ليکلې دی چی دا الماس د مالوا په يوه راجا پوری اړه درلوده او وروسته د سلطان علاوالدين خلجی (غلجی) پلاس ورغې . بابړ دنومړی غمی قيمت دومره لوړ ارزولې او وايی چی ددی غمې په پيسو سره کيدلای شی د ټولې نړۍ خلګوته پوره دوی ورځی په مړه ګيډه خواړه ورکړل شی .

          د بابړ داخبره هم رښتينی ده چی کوه نور د مالوا دراجاګانو لونګۍ دڅو پيړيو په اوږدو کی ور ښکلې کړی وه . هغه وخت د مالوا خلګو باور درلود چی که هر وخت داغمۍ د راجا له لونګۍ نه ولويد ٫ نو دمالوا اولس بخت به نسکوره او ټول به غلامان شی چی اخير همداسی شوه . کله چی په ١٣٠٤ زيږد کال سلطان علاوالدين مالوا فتح کړه ٫ د نورو قيمتې خزانو په ډله کی دکوه نور الماس هم ده پلاس راوړ . خو څه موده وروسته کوه نور بيرته د ( بيکراماچيت  ) پنامه دمالوا ديوه راجا پلاس کښيوت  .
        د کوه نور تاريخ په حقيقت کی د يوه هيواد دتاريخ پشان څودوری او پړاوونه تيرکړی او  دمختلفو واکدارانو تر منځ لاس پلاس شوی دی :
          کوه نور په مغولې پړاو کی :

           په ١٥٢٦ زيږد کال هندوستان ته دمغولې ګوډ تيموردکورنۍ پاتی شوو څخه دسلطان بابړ لښکری ننوتلې . دده ځوی همايون هم پدی ډله کی دپلار ديوه وتلې افسر په توګه ورسره وو . په همدی کال د پانی پت په خونړۍ جګړه کی دلودیانو د کورنې سلطان ابراهيم  هندی لښکرو دمغولو لخواماته وخوړل او راجا بيکراماچيت  چی د نوموړو لښکرو سرقوماندان وو ٫ ووژل شو . دده کورنۍ کله چی د اګری ښار نه دتښتې په حال کی وه ٫ ونيول شوه . د راجا ميرمنې پدی هيله چی دخپلې کورنۍ پاته غړی له مرګه وژغوری ٫ د کوه نور الماس يی دخپلو قيمتی خزانو سره همايون ته ډالۍ کړ او ده هم هغوی واړه وبخښل .  پدی اړه يو بل روايت داسی دی چی دکوه نور الماس اصلا د سلطان ابراهيم لودی مور پټ کړی وو او همايون هغه تر سختو شکنجو لاندی راوستل او په پای کی ئی دی اړ ايستل چی د کوه نور د پټيدو ځای ور وښيی .

         پهر حال ٫  تر پوره برې وروسته همايون ديوه پرتمين محفل په ترڅ کی کوه نور پلار ته وړاندی کړ . هغه دا غمۍ په ځير وکوت  ٫ پرله وا ئی ړاوه او بيرته يی همايون ته ورکړ . د دی راوروسته دمغولې کورنۍ شاهانو ترهغه وخته چی دطاوس مشهورتخت جوړ شوی نه وو ٫ کوه نور په خپل تاج کی ګرځاوه . خلګو عقيده درلوده چی څو پوری کوه نور په تاج کی ځليږی ٫ دمغولې کورنۍ واکمنې به ټينګه او دوام به مومی . ددی کورنۍ واکمنې رښتيا هم ډیر ژر پر ټول هند خپره شوه او دبابړ لمسې جلال الدين اکبر هلته يو واحد او يو موټۍ هيواد جوړ کړ . دی يو د زده کړو خاوند نرم سړې وو ، ټولو مذهبونو اواديانو ته يی په درنه سترګه کتل او هرچيری يی دعلم او پوهی مشالونه روښانه کول .
        د شاه جهان دسلطنت پر مهال مغولي دولت خورا زيات وغوړيدی او دده په همت دنړۍ داسی شهکارونه منځته راغلل لکه په اګره کی زړه راکښونکۍ تاج محل ٫ ښکلې تاريخی مسجدونه او نور . خو دطاوس تخت

( Peacock Throne ) ددی کورنۍ تر ټولو ستره شتمنې کڼل کيده .
          دطاوس تخت:

Tavernier's illustration of the Koh-I-Noor under different angles        جان باتيست تاويرنې چی دهغه وخت دالماسو يو پوخ او وتلې سوداګر وو ٫ په هند او ډيرو ختيځو هيوادونو کی ګرځيدلې دی . دی په خپلو يادښتونو کی دطاوس تخت په اړه ليکې چی داتخت د ٧ نورو تختونو سره يوځای په يوه ځانګړې سالون کی ايښودل شوی وو او ترنورو پدی خاطر هم اوچت ښکاريده چی  په قيمتې کاڼو سينګار د مرمرو پريوه ښکلې پلنه او لوړه کتله باندی پروت وو .  تخت شپږ پنډی او غټې په ډيرخا ص هنری مهارت جوړی شوی پايی درلودی . دتخت پرسر داسی پرده ځړيدله چی طلا  کاری شوی او خوراقيمتی غميان پری نصب شوی وه . د سپينو زرو په نری تارونو داسی ښکلې نقش اونګار ور باندی کار شوی وو چی دانګورو ښکلې وږې  او دتاک پاڼی يی ترسيمولې . د ځانګړو ګلانو ګلپاڼی د زرغونو زمردو څخه جوړی وی . دګلانو غوټۍ يی په چوڼيا رنګه ياقوتو اوپه منځنۍ برخه کی يی د اسمانی رنګه سپفيرو غميان کاريدلې وه . دتخت بازوګانو ته دوه ډير ښکلې طاوسان ولاړ درول شوی  وه چی لکۍ يی د سرو او سپينو زرو په تارونو اوبدلي او په راز راز قيمتی ډبرو داسی ښکلې شوی وه چی کټ مټ يی د طبعی اصلې طاوس درنګونو سره بشپړ ورته والۍ درلود . دطاوسانو سترګې دغټو الماسی غميانو ( بريلانتو ) څخه جوړی شوی وی . د دواړوطاوسانو تر منځ دتخت په لوړه برخه کی پرتخت دناست شاه دسر نه لږ پورته دکوه نور الماس  ځليدې .

                                                                               

 

    

                         

                                                                                     کوه نور دمختلفو زاويو څخه ( د تاويرنې له نظره )

 

        دا تخت په ١٧٤٧ کال کله چی په هند کی مغولی امپراتوری دايرانی شاه نادرافشار لخوا ړانګه شوه ٫ دهند دنورو جواهراتو او شتمنيو لکه دکوه نور الماس او دريای نور الماس سره يو ځای دده پواسطه دغنيمت پنامه ايران ته راوړل شو . دنادرشاه تر وژلو وروسته په يران کی يو لړ ګډوډی منځته راغله او دنورو شتمنيو شان دا دنړی هنری شهکار هم په چور وچپاول کی تخريب او برباد شو . د دوی کار په افغانستان کی دتنظيمی انارشيو دمهال سره ورته والۍ درلود چی په ترڅ کی يی زموږدهيواد ټول مادی او معنوی ارزښتونه لوټ او دخاوو سره خاوری شول . د ځينو ماهرانو په نظر دطاوس تخت ارزښت تر يوه ميليارد ډالرو زيات اټکل شوی دی .

        شاه جهان څلور زامن درلوده چی مشر يی اورنګ زيب وو . نوموړی شپه او ورځ پدی فکر کی وو چی څنګه وکولای شی دپلار تاج او تخت ترلاسه کړی . دی دافسانو له مخی پدی باور وو چی دکوه نور الماس څښتن کولای شی پر ټولې نړۍ باندی واکمنې پلاس راوړی . ځکه يی نو تصميم ونيو چی له هرڅه نه وړاندی بايد غمۍ خپل کړی . ده پدی موخه په يوه خونړۍ کودتا لاس پوری کړ ٫ خپل ټول وړونه يی ووژل او سپين ږيرۍ پلار يی دتخت په سالون کی محاصره او حبس کړ . اورنګ زيب لدی ويری نه چی خلګ بلواګانی ونکړی ٫ دپلار دوژلو او دپاچاپه توګه دځان داعلانولو جرئت يی ونکړ . پدی توګه د حشمت او دبدبی خاوند شاه جهان پوره ٧ کاله دخپلو ټولو شتمنيو سره يو ځای د طاوس تخت په سالون کی بندی پاته شو. کله چی اورنګ زيب خپل ځان د قدرت پر ګدې ټينګ وليد نويی له پلاره وغوښتل چی کوه نور او دقيتی جواهراتو ټوله شتمنی و ده ته و سپاری او دده واکمنۍ ته غاړه کښيږدی . خو وړاندی له دی کارنه په ١٦٦٦ زيږد کال شاه جهان دخپلو ټولو شتمنيو او همدارنګه دښکلې او نامتو طاوس تخت تر څنګ په همهغه سالون کی دخپلې يوی لور په غيږ کی ساه ورکړ او ومړ .
         چی د درست جهان پاچا يی په هوا ځی

         عا قبت به له د نيا نه بينوا ځی

         که حشمت دی دسکندرترحشم زيات وی

         خالې لاس به ځنی بيا درومې يواځی .

         اورنګ زيب خو د کوه نور پخاطر دهيڅ ډول خونړو کړنو څخه مخ وانه ړاوه او  او په پای کی يی  هغه پلاس راوړ . کوه نور لکه نور شاهان دی ئی هم دنړۍ واکمن نکړ او د خپلو اسلافو پشان يی په ورته سرنوشت چاری پرمخ بيولې ولې له هغوی سره يی توپير دا وو چی دده دظلم مشالونه هری خواته خپاره وه . په همدی توګه له ده نه وروسته يی کوه نور اخلافو ته ورسيد چی اخيرنۍ څښتن له دی کورنۍ نه محمد شاه وو . 
          د کوه نور ايرانې پړاو :
          په ١٧٣٩ کال کله چی په شمال لوديز هند کی دمحمدشاه دسلطنت واکمنې وه ٫ دنادرافشار په مشرې ايرانی لښکری هند ته ننوتلې ٫ د جنګونو او يو ډول جوړ جاړيو په پای کی يی دچارو واګی پلاس کی واخيستې او د محمد شاه هم تر يوی ټاکلې کچی درناوې وشو .  پدی توګه د طاوس تخت او همدارنګه دمغولې کورنې نوری ټولې شتمنۍ نادر افشار ترلاسه کړی چی په هغوی کی تر ټولو مهم توکۍ دکوه نورغمۍ پرخپل ځای باندی نه وو پروت او ونه موندل شو . نادر افشار په زرګونو خلګ دهغه ولټولو ته وګمارل او موندونکې ته يی دسترو جايزو وعدی هم ورکړی . په پای کی دمحمد شاه له حرمسرای نه يوی ښځی دومره خبر ورکړ چی غمۍ پخپله محمد شاه په خپلې لونګۍ کی پټ کړيدی . نادر افشار د يوه ستر محفل سره يو لوی دعوت جوړ کړ او محمد شاه يی ورته په درنښت راوباله . کله چی ټول مست او نيشه سول ٫ نادر و محمد شاه ته وړانديز وکړ چی راشه زه او ته به يو بل ته په دوستۍ کی د وفادارې ښودلو پخاطر خپلې لونګی دټولو په مخ کی يو دبل پرسر کښيږدو . داکارهغه وخت يو پياوړۍ او منل شوی دود وو چی له مخی يی محمد شاه ددی دستورنه تيريدلای نشو او له بلې خوا دا وړاندیز ورته ديوه فاتح له خوا شوی وو , ځکه نو ده ته دمنلونه پرته بله لاره پاته نه وه اوخپله لونګۍ يی په زخمی زړه د نادر افشار پر سر کښيښوده . له دی نه وروسته نادر د دعوت تر پايه په محفل کی پاته نشو او په بيړه يی ځان خپل استوګنځی ته ورساوه . هلته يی لونګۍ پرانيسته او د کوه نور شغلو يی پرسترګو تياره راوستل او د ډيرې خوښۍ نه يی ناببره يوه لويه چيغه له خولې نه ووته :
کوووووووه  نور ! له همدغه ګړې نه وروسته غمۍ د کوه نور ( د وړانګو غر ) پنامه ياد شو چی تر دا اوسه پوری يی همدغه رسمې نوم پاته دی .

                             تاج محل کی ورته چا پناه ورنکړه    
                            کوه نور له هندوستانه بيزاريږی

                                               ( دوړانګوجنازی  - نوزادی )

         هغه وو چی د نادر افشار تر برۍ وروسته کوه نور دده سره يو ځای ايران ته راغې او نور نو ګويا د ايرانی واکدارانو شتمنې شوه چی د طاوس تخت سره يو ځای نادر افشار پخپل دربار کی ور څخه کار اخيست . دطاوس تخت او کوه نور دده د دربار دبدبه خورا لوړه کړی وه چی مخالفان يی پدی کار سره دکينې په اورکی سوزيدل او ورته دزغم اومنلو وتلې يوه خبره وه . دغمۍ درنښت پدی خاطر هم په ټول ايران کی خپور وو چی د نادر افشار د حرمسرای نه دده يوی ميرمنې دي
الماسی غمې ته داسی يو قيمت ټاکلې وو : که چيری يو ډير قوی سړې څلور دانی ډبری راواخلې او يوه يوه يی په خپل ټول توان سره د شمال ٫ جنوب ٫ لوديز او ختيز خواته او پنځمه يی لوړی خواته په هوا وغورځوی ٫ بيا نو ددغو پنځو واړو غورځول شوو ډبرو ترمنځ فضا په سرو زرو او نورو قيمتې کاڼو باندی ډکه شی - دابه ټول يوازی ددغه غمې په اندازه قيمت ولری .

         نادرشاه هم ددی غمې دپخوانيو ټولو څښتنانو پشان د بلواګانو ٫ جفاګانو ٫ مسموم کيدو او راز راز نورو خيانتونو څخه بيغمه پاته نشو . له همدی امله يی کرار کرا رپر ټولو ليری او نژدی ملګرو باندی باور له لاسه ورکړ او  د ليونتوب ترپولې ورسيدی . يوازنۍ څوک چی دده پرضد دخيانتکارانو او توطيه ګرانو سره همږغۍ نشو ٫ هغه ابدالې احمدخان وو چی دکندهار نه دافغانی ټولګيو په مشرې يی دنادر افشار سره دمرستې کولو ژمنه کړی وه او د افغانی خصلت له مخی په خپله وعده کی خيانت او جفا کول ورته بی ننګی ښکاريده. دنادرشاه خپل ټول وطنی قوتونه په يوه يا بل شکل دفرصت په انتظار دده دمخالفانو سره په معاملو کی راشکيل وه ٫ څو په پای کی د محمدخان قاجار، صالح خان ابیوردی ، محمدقلیخان خان کشیک چی باشی ، موسی خان افشار اونور لخوا د يوی توطيی په ترڅ کی  په ١٧٤٧ کال ووژل شو . توطيه کوونکو لدی پيښی نه وروسته په چور وچپاول لاس پوری کړ او دشاه پرحرم يی حمله ور وړه ٫  خوافغانی قوماندان (ابدالی احمدخان) خپل قوتونه دحرم و دفاع ته را وبلل او تجاوز کارانو ته يی وحرم ته د ننوتلو او د تورسرو دبی عزته کولو اجازه ورنکړه او په پوره ميړانه يی دنادر کورنی له بی عزتی څخه ئی وژغورل . دنادر په حرم کی دده ميرمنې داحمد خان د دی نیکی په مقابل کی د کوه نورغمی و ده  ته د مننې څرګندولو په موخه ور ډالی کړ. لدی نه ورسته په ايران کی د ګډوډيو دوران راغی اوپسله دی نو احمد خان ته نورهلته پاته کيدل په زړه پوری نه وه او دخپلو قوتونو سره يوځای کندهار ته راستون شو .


ددوهمی برخی پای .

 
دريمه برخه چی دکوه نور افغانی پړاو او وروستۍ سرنوشت دی ٫ مه هيروې . 
  

 

 
بېرته شاته