|
د
کوه نورالماس له کومه راغی او چيرته ولاړ ؟
( لومړۍ برخه )
څه وخت وړاندی مي يو دوست چی تازه ئی دايفل دبرج
په اړه زما يوه معلوماتی ليکنه لوستې وه ٫ راته تليفون وکړ او
و ئی پوښتل چی ولې می پدی وختونو کی دسياسی ليکنو پرځای دنورو
ليکنو پرخوا مخ نيولې دی . ما ددی پخاطرچی ځان تری خلاص کړم ٫
ورته می وويل چی دبدو سترګو نه دی په امان وی ٫ دسياسی ليکنو
ليکوالان اوس زما په نظر دهمدی ډول ليکنو تر لوستونکو زيات دی
٫ خو په زړه پوری معلوماتې ليکنی چی نژدی هر يو لوستونکۍ ئی
مينه وال دی ٫ ډير لږ تر سترګو کيږی . په همدی خاطر به بده نه
وی چی دسياسی ليکنو څخه ستړی شوی وطنوالوته می لږ تفريح هم
وکړم .
پدی لړ کی نن دادی غواړم د
کوه نور دالماس په هکله چی يو وخت د افغانستان شتمنی
هم ګرځيدلۍ وو , د خپلو شخصی ياداښتونو او په ويکيپيديا کی
داړوندو سرچينو له مخی دلوستونکو سره ددغه جادويی غمې په باره
کی وږغيږم . د کوه نور الماس ته می پام په ناڅاپه ډول يوی
دنمارکی ورځپاڼې را واړاوه :
دميترو اکسپرس پنامه دنمارکی ژبی ورځپاڼی د همدی
٢٠٠٨ کال دسپتمبر په ٢٢ نيټه يو خبر خپور کړی چی دافريکا په
جنوبی وړوکی شاهی هيواد Lestoho کښی د dsGem Diamon شرکت
کارګرانو د يوه
معدن
نه دسپتمبر په ٨ نيټه يوه ټوټه الماس راايستلې چی
٤٧٠ قراطه (
د قيمتی ډبرو د وزن د مقياس واحد
دی چی يو متريک قراط ٢٠٠ ملې ګرامه کيږی
) وزن لری او کيدلای شی دنړۍ دلويو الماسو په ډله کی ودريږی .
دبلجيمي ماهرانو په اند ددغه الماس رنګ او شفافيت کولای شی دغه
الماس ته داوسنی موجودو غميانو په قطار کی يو دپام وړ ځانګړۍ
ځای په برخه کړی . دنوموړی الماس دارزښت په هکله چی لاتر اوسه
بريلانت شوی ندی ٫ څه ويل ګران دی ٫ مګر دنوموړې شرکت يوه
مسئول نفر وويل چی لدی نه وړاندی هم دوی دغه الماس ته په ورته
وزن يو الماس موندلې چی د رنګ او شفافيت له مخی له دی نه ډير
وروسته پاته وو ٫ ولې په ١٢ ميليون دالرو وپلورل شو .
دهمدی خبر په لوستلو می دکوه نور الماس چی تر دغه
ګړيه دنړۍ دترټولو لويو الماسی
غميانو په سر کی راځی ٫ راپيادشو او دی ليکنې ته می قلم
راواخيست . خو وړاندی لدی نه چی پخپله کوه نور ته مخ واړوم ٫
ښه به داوی چی لوستونکو ته ددغی قيمتی ډبری دځينو ځانګړتياوو
په هکله په لنډوکی څه نا څه معلومات وړاندی کړم :
ارزښت لرونکی ( قيمتی )
ډ بری :
داهغه
مينرالونه دی چی په طبعت کی لږ پيداکيږی ٫ دحکاکۍ او ښوی کاريو
( لشم کاری ) وروسته په زړه پوری رنګونه اخلی او دخپلو نورو
فزيکی - کيمياوی ځانګړتياوو لکه دسختۍ درجه٫ شفافيت٫ دحکاکۍ
قابليت ٫ دنور انکسار . . . . . له مخی ترنورو مينرالونو اوچت
دی . په ١٩٠٢ کال يوه فرانسوی کيمياپوه م. ا. ورنيل دلومړې ځل
لپاره ياقوت چی يوه قيمتی ډبره ده ٫ په مصنوعی ډول جوړ او
بازارته وړاندی کړ . له هغه نه وروسته ځنی نوری قيمتی ډبری هم
په مصنوعی ډول جوړيږی چی کيفيت ئی دطبعی په پرتله ټيټ او قيمت
هم ئی هم تر هغوی کم دی .
الماس
په خپل طبعی شکل کی
الماس Diamond :
داپه حقيقت کی د ساده سکرو
يا کاربن ( C ) يو ډول دی چی داخلی شبکه ئی ځانګړۍ شکل
لری . ددی مينرال دپام وړ ځانګړتياوی
- تر ټولو نورو مينرالونو لوړه
دسختۍ درجه ( ١٠ ) ٫ تر ټولو لوړ دحرارت دانتقال قابليت ٫ تر
ټولو لوړ دانکسار ضريب ٫ دبرقی جريان نه تيرول ٫ تر ټولو ټيټ
دسوليدلو قابليت او تر ټولو ټيټ دکښيکښل کيدو قابليت دی
. دشفافيت تر څنګ دانکسار دلوړ ضريب په مرسته ٫ دحکاکې شوی
الماس دمختلفو څنډو څخه دنور شعاعوی په مختلفو خواوو رنګارنګ
انعکاس پيداکوی اويو حالت منځته راولی چی د
( رنګونو لوبه ) ئي بولې .
همدغه خاصيت په ځانګړی توګه دنورو قيمتې ډبرو لکه
زمرد او
ياقوت تر څنګ د الماس د لوړ
ارزښت لامل ګرځی . الماس په خپل طبعی شکل سره کومه د يادولو وړ
ښکلا نلری او يوازی دحکاکۍ وروسته چی دنوری شعاعو دڅوځلې داخلې
انعکاس دپاره شرايط برابروی ٫ الماس ځانګړې ښکلا ترلاسه کوی چی
دارزښت لوړوالۍ ئی دهمدغه کار له برکته دی .
بريلانت
Brillant :
د حکاکۍ دپروسې وروسته چی دالماس دپاره خپلې ځانګړتېاوی
لری ٫ الماس بيخی يو بل شکل تر لاسه کوی او د بريلانت (
فرانسوی کلمه ه چی د ځليدونکې مانا لری ) پنامه ياديږی .
بريلانت کولای شو دالماسو دغمې پنامه هم يادکړو .
دبريلانت غمې ارزښت دڅلور سی ( C 4 )
له مخی يانی دترسره شوو حکاکی کارونو ( Cut ) دڅرنګوالې ٫
شفافيت ( Clarity ) ٫ رنګ ( Color ) او قراط ( Carat ) چی وزن
ئی ښئی ٫ ټاکل کيږی .
  
دبريلا
نتو ( الماسی غميانو ) څو نمونې دحکاکۍ
په چاروکی مهارت دنورو قيمتی ډبرو پشان دالماس په اړه ډير
اهميت لری . بايد تر وسه وسه پاملرنه وشی چی د توږلو پروخت
ضايعات کم شی ځکه چی دغمې لويوالۍ يا قراط ( وزن ) دهغه دارزښت
په جګولو کی لوی رول لوبوی . تجربې ښئی چی الماس دحکاکی کولو
پروخت دخپل لومړنې وزن نه د ٥٥ څخه تر ٧٠ په سلو کی له لاسه
ورکوی ٫ خو ددی سره سره دبريلانت يا غمې په حالت کی دالماسو
قيمت تر طبعی حالت نه جګيږی اودلته دنورو ترڅنګ دانسان دلاس
مهارت اوهنر هم دپام وړ اغيزه لری .
دالماسو حکاکی کول او بريلانت تری په لاس راوړل ډير
ځا نګړی ډولونه لری . دنسبتا لويو ټوټو دپاره دحکاکۍ اوسنۍ
کلاسيک ډول داسی دی چی غمې ته ټول ٥٧ اړخونه ياڅنډی ورکوی ٫
دهغوی نه ئی ٣٣ اړخه په لوړه خوا او ٢٤ اړخه په کښتی خواکی
جوړوی . د وړو ټوټو دپاره بيا ټول ١٧ اړخونه په پام کی نيول
شويدی . داهغه حالتونه دی چی دنور دشعاعو دپاره دبشپړ داخلې
انعکاس چاری برابروی .
دبريلا نتو څو رنګونه
لکه
څنګه چی ياده شوه دبريلانت رنګ هم دهغه دارزښت په ټاکلوکی
اغيزمن توکۍ دی . په ټوليز ډول د الماسی غميانو رنګ سپين ٫
خاکستری ٫ ژړ ٫ شين٫ زرغون ٫ نصواری ډوله ٫ بی رنګه او ان تور
وی .
په طپعيت کی دالماسو پيدايښت :
الماس که څه هم يو نادر اولږموندنۍ مينرال دی خو د
انځر ګل ندی او معدنونه ئی دشمالې قطب نه پرته دنړۍ په ټولو
لويو وچو کی په لږه يا ډيره کچه پيدا شوی چی کله نا کله د
وړو ټوټو تر څنګ يو نيم دانه لويی ټوټی هم ورپکښی لکه څنګه چی
مو وليدل ٫ موندل کيږی . لويی دانی هم هميشه بی عيبه نه وی او
کله چی درزونه ولری ٫ نو دحکاکۍ پرمهال پارچه پارچه شی او د
وړو دانو په توګه کارتری اخلې . هغه الماس (که لويی ټوټی وی يا
وړی پارچی ) چی دلوړو معيارونو له مخی ئی کيفيت ټيټ وی ٫ زيوری
اهميت نلری او ددی سره چی الماس هم دی خو قيمتی ډبری ورته
ويلای نشو او کيدلای شی چی يوازی په صنعت کی کار تری واخيستل
شی .
دځمکنې الماسو نه پرته غيرځمکنې الماس هم موندل
شويدی چی دميتورايټو سره زموږ دځمکې کری ته راځی . ميتورايټ
هغه ستری ټوټې دی چی په اسمان ( فضا ) کی د سماوی جسمونو
دچاودلو او ټوټه کيدو وروسته په فضا کی سره پاشلې کيږی او کله
چي ديوی کری مثلا ځمکی واتموسفيرته وردننه شی نو دهغی کری
دجاذبوی اغيزو لاندی راځی اوسطحی ته ئی را لويږی . پدی توګه
ويلای شو چی الماس يوازی زموږ دځمکی دترکيب کونکو توکو
ځانګړتيا نده . دهغو الماسو معدنونه چی زيوری اهميت لری او
دقيمتی ډبرو په ډله کښيوزی په افريکا ٫ روسيی ٫ استراليا ٫ او
کاناډا کی ئی کچه دپام وړ ده . د ( ډی بيرس ) کمپنۍ دارقامو له
مخی چی دنړۍ دالماسو په سوداګرۍ کښی تر ټولو لويه او شتمنه
تجارتی موسيسه ده ٫ په ٢٠٠٤ کال د الماسو د راکړی ورکړی دلاری
په لاندی ډول ګټې ترلاسه شويدی :
١ - بوتسوانيا - ٢٫٩ ميليارده ډالره پلاس راوړی دی .
٢ - روسيي - ٢ ميليارده .
٣ - کاناډا - ١٫٤ ميليارده .
٤ - جنوبی افريکا - ١٫٣ ميليارده .
٥ - انګولا - ١٫٢ ميليارده .
٦ - ناميبيا - ٠٫٧ ميليارده .
نژدی دتيری پيړۍ تر وروستې کلونو پوری ډی بيرس کمپنۍ د
نړيوال بازار دالماسو په راکړه ورکړه کی تر ټولو لويه برخه
درلوده او ان دقيمتونو کنترول ئی په خپل لاس کی نيولۍ وو . په
٢٠٠٠ کال نوموړی کمپنۍ پدی برخه کی خپله پاليسی بدله کړه چی
دهغه راهيسی قيمتونه د عرضې او تقاضا تا بع شويدی . په ٢٠٠٥ -
٢٠٠٦ کلونو کی دعرضی دلوړوالې له مخی د بريلانتو قيمتونه په
سلو کی تر ٣٠ - ٤٠ پوری راولويدل اوپه پايله کی عرضه کوونکې
ودی ته اړوتل چی دعرضه کولو کچه راټيټه کړی . پدی وروستيو
وختونو کی داسی ښکاری چی ددغو ښکلو غميانو نرخونه يوار بيا لوړ
پلو ته ګوری .
يادونه : هغو درنو لوستونکوته چی پدی څانګه کی مسلکی
زده کړی لری ٫ ديادونې وړ بولم چی په لوړه ليکنه کښی ما پدی
خاطر چی ټولو لوستونکو ته دپوهيدو وړ وی ٫ خاصه مسلکی
ترمينالوژی ( اصطلاحات ) ندی کارولې او تر وسه وسه می کوښش کړی
چی هرڅوک تری نه ګټه واخيستلای شی . د لومړې برخی پای .
پاته برخه چی پخپله کوه نور دی ٫ مه هيروی ! |