|
په
یوه دولت کي بل دولت
افغانستان نن هغه بی در او بی دیواله
هېواد دﺉ چی د نړۍ په زرګونو انسانان
بیله پاسپورټونو او بیله ویزو څخه
پکښی اوسیږی . افغانستان ته هره ورځ
په سلګونو بهرنیان راځی او وزی خو
هیڅوک هم نه پوهیږی چی هغوی څه شی
راوړي او څه شی هم وړي . دا هغه « بی
مسؤلیته !» ، « نازولي !» او « معزز
!» خارجیان دي چی د امریکا یا ناټو
اشغالی پوځیان دي ، یا د « سی آی اې »
، « ایف بی آی » ، « ایم آی- شپږ » او
نورو اروپایانو استخباراتی ګومارلي دي
، یا دا چی دیپلوماتیک شخصیتونه ! ،
پارلمانی استاځي ! ، معزز وزیران ! او
یا هم د انجو ګانو چلونکی او د دوی
پخپله اصطلاح « روزي رسان !» اشخاص دي
.
د دې مبحث اصلی موضوع د انجو ګانو یا
« روزي رسانو! » پټ او ښکاره
فعالیتونه ، هدفونه او چالونه دي چی
پخپلودې کړنو سره یې داسی حیثیت
میندلی لکه په یو دولت کی چی بل دولت
وي .
انجو ګانی یعنی غیر دولتی جوړښتونونه
، د افغانی ټولنی په رګونو دومره ور
ننوتلي چی نن بیخی د هغې د اناټومی
یوه برخه ګرځېدلې ده . انجو ګانو د
افغانی مهاجرو سره د ۱۹۷۹ کال راهیسی
کار پیل کړﺉ دﺉ . نن د افغانستان د هر
ښار هیڅ داسی کوڅه نسته چی هلته دې
کومه انجو نه وي . د ۲۰۰۳ تر نوامبر
پوری د کابل رژیم د پلان د وزارت سره
څه نا څه ۱۶۰۰ انجوګانی ثبت وې .
اکثریت انجو ګانی افغانی دي خو مالی
کومک نړیوالی څانګی ور کوي . انجو
ګانی په ظاهره په دغو برخو کی ډیري
لګیا دي : بېړنۍ مرستي ، بیا رغاونه ،
پرمختیایی کارونه ، روغتیایی ،
ښوونیزه او کرهڼیزه پروګرامونه ، سوله
ساتونکی فعالیتونه ، د بشری حقوقو
تأمین ، د حقوقی ( وکالت ) خدمتونه او
نور .
له بل پلوه ، په افغانستان کی غیر
حکومتی څانګی دغه شپږ تشکیلاتی اړخونه
لری :
۱- نړیوال جوړښتونونه ، ۲- د انجوګانو
د انسجام ادارې ، ۳- بهرنۍ انجوګانی ،
۴- افغانی انجوګانی ، ۵- د ښځو لپاره
انجوګانی ، ۶- د کوچنیانو لپاره
انجوګانی . البته په لومړنۍ کی ۱۲
خورا عمده انجوګانی شاملي دي ، په
دوهمي کی ۴ خورا عمده دي ، په درېیمي
کی ۸۵ خورا عمده دي ، په څلورمه کی ۱۲
خورا عمده دي ، په پنځمه کی ۲۱ خورا
مهمي دي ، او باالاخره په شپږمه کته
ګوري کی هم ۱۵ خورا مهمي انجوګانی
شاملي دي ، چی دا ټولي تقریبأ خارجی
دي او هره یوه یې دوې- درې ، حتی نوري
څو کوچنۍ یا فرعی انجوګانی هم لری یا
یې تمویلوي .
د نوو احصاﺉیو له مخی همدا نن په
افغانستان کی څه نا څه « ۲۵۰۰ »
انجوګانی سته چی د هېواد په بېلا بیلو
برخو کی فعالیت کوی . دغو خورا زیاتو
انجوګانو د یو جال یا تور غوندی د
افغانستان په هر ښار ، ولسوالی او کلی
کی افغانان ځانو ته داسی محتاج کړی چی
خلاصون یې نور نو تقریبأ ناشونی ښکاری
.
نن په افغانستان کی د انجوګانو د
تنظیم او سمبالښت څلور لویی څانګی سته
چی هغوی دغه څه ناڅه « ۲۵۰۰ »
انجوګانی پر ذمه اخلی او یا یې چلوي ،
چی هغه دا دي :
الف - د افغانی انجوګانو د انسجام
څانګه ( انکب)
ب - د افغانانو لپاره د مرستو د
انسجام اداره ( اکبر )
ج - د اسلامی انسجام شورا ( آی سی سی
)
د - د جنوب لویدیځ افغانستان او
بلوچستان د اشتراک انسجام ( سوابک )
له دغو نه یوازی دوهمه ( یعنی اکبر )
د ملګروملتونو د « یوناما » سره تړاو
لری ، متباقی یی خپلی اړیکی د اصلی
هېواد یا سیمه ییزو چارواکو سره ټینګی
کړي دي . د انفرادی یا خصوصی انجوګانو
څخه علاوه د نړیوال سور صلیب مؤسسه ،
د سور صلیب نړیوال فدراسیون ، سرې
میاشتی او افغانی سره میاشت هم لګیا
دي خپل فعالیتونه کوی .
په افغانستان کی د انجوګانو د ویشلو
او تشکیلاتو عمده سیسټم داسی دﺉ چی د
فوق الذکر لومړنۍ کته ګوری ( یعنی
انکب ) سره ۱۹۶ انجوګانی شاملي دي چی
بودجه یې د امریکا د کانګریس مربوط «
ان اي ډی » ورکوی . داسی ویل کیږی چی
د دغو انجوګانو شمیر اوس څه باندی «
۲۰۰ » ته جګ سوﺉ دﺉ .
د دوهمي کته ګوری ( یعنی اکبر ) سره
هم څه باندی « ۱۹۶ » انجوګانی ثبت دي
چی افغانی او نړیوال جوړښتونونه دي .
د دې کته ګوری بودجه اروپایی ټولنه او
نړیوال سره صلیبونه ورکوی .
هغه انجوګانی چی په فوق الذکر دوو کته
ګوریو پوری متعلق دي ښه ډیري پیسې او
بودجې لری یعنی په روپیو کی لوبیږی او
داسی ادعاګانی هم کیږی چی د رژیم د
لوړرتبه مامورینو په ټاکنه یا شړنه کی
هم لوی لاس لری .
باید وویل سی چی متباقی کته ګورۍ (
یعنی آی سی سی ، او سوابک ) دومره
نړیوال شهرت او رسمیت نلری بلکی اهمیت
یې فقط سیمه ییز دﺉ او د بودجې له
پلوه هم دومره شتمن نه دي .
داچی په افغانستان کی نن د ښځو اشتراک
او راوړاندی کېدو ته د یو تاکتیکی هدف
په توګه ظاهری اهمیت ورکول کیږی ، نو
د هغو انجوګانو شمیر چی صرف د ښځو
لپاره کار کوی د « ۴۶۰ » څخه اوښتی دﺉ
.
ښه ، دا مؤسسې ( یعنی انجوګانی ) اصلأ
څوک دي او تر شا یې څوک ولاړ دي ؟ که
په مجموع کی د انجوګانو کړني و ارزوو
، نو وبه ګورو چی هغوی اکثره د
بهرنیو مرموزو مؤسسو « سفارتونه » دي
چی په خپلو محدودو مرستو سره د افغانی
ټولنی د اسلامی- کلتوری جوړښت یوه یوه
خښته ایسته کوي او پر ځای یې خپله یوه
یوه خښته هلته اوډي . په بل عبارت ،
بهرنیو انجوګانو د افغانی ټولني د
جوهر مسموم کولو ته ملا تړلې ده .
د شتمنو او متمولو هېوادونو حکومتونه
د انجوګانو د تمویل اساسی منابع دي .
پدې کی تر ټولو مهمه او ستره منبع
هماغه « ان.اي.ډي.» ده چی د امریکا د
کانګریس لخوا په ۱۹۸۳ کی ایجاد سوې او
دنده یې د سړې جګړې پر مهال په بهر کی
د سی آی اې د پټو فعالیتونو تر څنګ په
ځینو عامه چارو کی د هغې مرسته وه .
دغه څانګه اوس په بهر کی د زیاتو
انجوګانو او مؤسسو سره پټی او ښکاره
مرستی کوی تر څو هلته « شخصیتونه »
جوړ کړي ، پسی ویی پالی او باالاخره
په خپله ګټه یې نصب او استعمال کړی .
یعنی سی آی اې د دې مرموزي شبکې پټ
اړخ دﺉ خو « ان اي ډي » یې بیا
ښکاره څیره ده چی په ګډه امریکایی ګټي
تشخیص او تقویه کوی .
له دې نه پرته ، دوې نوري خورا لویی
امریکایی مؤسسې هم شته چی د سی آی اې
د پټ فعالیت څرګند اړخ مخته بیایی چی
هغه د امریکا بین المللی پرمختیایی
څانګه ( یو. ایس.اې. آی. ډي.) او د
امریکا معلوماتی اداره ( یو. ایس. آی.
اې. ) ده . دا دواړه جوړښتونونه په
درېیمه نړۍ کی انجوګانی جوړوی او یا
یې مالی او تخنیکی پالنه کوی .
په هر صورت ، انجوګانی د هغی ټولنی د
شرایطو مطابق فعالیتونه کوی چی خپل
دُکانونه یې هلته خلاص کړي وی . په
هغو هېوادونو کی چی د امریکا او
لویدیځ خوښ نه وی ، نو هلته سیاسی نا
آرامی ایجادوی او اړونده حکومتونه د
شدیدو سرخوږیو په غېږ ورولی . یعنی
دوی غواړی چی د دغسی حکومتونو پر خلاف
خلک راغونډ کړی ، جادو ته یی راوباسی
، مظاهرې ورباندی جوړي کړی ، ګډوډﺉ او
تشدد منځته راوړی ( لکه په لبنان ،
اوکراین ، وینزویلا ، پاکستان ،
زیمبابوې کی ) .
انجوګانی په بی ثباته هېوادو کی
لمسونکي او سیاسی کارونه ډیر مخته
بیایی حال دا چی په نسبتأ با ثباته
هېوادو ( لکه هند ، مصر ، ترکیه ،
پاکستان....) کی بیا د مسیحیت اړخ ډیر
زیات مخته بیایی .
انجوګانی اکثرأ د بېوزلو ټولنو د عامه
ذهنیت د اصطکاک ، خنډونو یا مقاومت
سره مخامخ کیږی . په ډیرو دغسی ټولنو
کی د انجوګانو کارمندان د جاسوسانو په
تور متهم کیږی ، دا ځکه چی دوی هلته د
لویدیځی نړۍ « ارزښتونه !» د مذهبی یا
تجارتی سیسټم له مخی ترویجوی . چی ښه
بېلګه یی په ۲۰۰۱ کی د طالبانو له خوا
د شیلټر انټرنیشنل د مؤسسې د شپږو
ښځینه کارمندانو نیول وو چی د عیسویت
د ترویج په تور یی بند یانی کړې .
لنډه دا چی په بېوزلو هېوادو ( منجمله
افغانستان ) کی د انجوګانو فعالیتونه
د « وخور خو مه مره ! » چاری مخته
بیایی او هڅه کوی چی انسانان عمدتأ پر
همدې انجوګانو متکی کړی .
د یو راپور له مخی نن په افغانستان کی
( ۲۳۰۰ ) انجوګانی او ( ۴۰۰ ) هم بین
المللی څانګی فعالیت کوی . هرڅومره
مرسته چی دوی ته ورکول کیږی ، ۶۰ سلنه
یې د خپلو پرسونلو معاشونو ، د
دفترونو او کورونو کرایو ، د موټرو
مصارفو او نورو داخلی لګښتونو ته ځی
حال دا چی صرف ۴۰ سلنه یې په « خدمت »
کی مصرفیږی . نو ځکه اوس افغانان
اکثرأ دا ټوکه کوی چی « موږ لومړﺉ د
شورویانو ، بیا د جنګسالارانو ،
وروسته د طالبانو او نن د انجوګانوتر
واک لاندی شپې سبا کوو . »
د رژیم د پلان پخواني وزیر رمضان
بشردوست په ۲۰۰۴ کی انجوګانی تر سخت
فشار لاندی راوستلې . ده د ټولو
انجوګانو څخه وغوښته چی خپل حساب او
کتاب ورکړي ، یعنی د خپلو معاشونو ،
کرایو ، موټرو او نورو مصارفو اندازه
او هم د مرستو مبلغونه ور ښکاره کړی .
خو د ۲۳۵۵ انجوګانو څخه صرف ۴۳۷ دا
کار وکړ او بس . لدې څخه د انجوګانو
مرموز ، شکمن او مغرض فعالیتونه ښه
ترا ثابتیدای سی او ځکه نو بشردوست هم
پر خپل صداقت د ټینګار قربانی سو .
همدا علت دﺉ چی نن اکثره افغانان
انجوګانی د « انجومافیا » په نوم هم
یادوی .
عوامو ته د دې بلیونونو ډالرو بهرنۍ
مرستی خورا لږ یا هیڅ هم نه رسیږی .
په افغانستان کی د نړیوال بانک رییس
ژین مازوریل په ۲۰۰۶ کی وویل چی « په
افغانستان کی ضایع کېدونکې مرسته تر
آسمانه رسېدلې ده ، هلته ښه لوټ تالان
روان دﺉ چی عمدتأ خصوصی مؤسسې دا کار
کوی . دا یوه رسوایی ده.... ما په خپل
دیرش کلن کار کی هیڅکله هم دغسی شیان
ندي لیدلي .» پخپله د « اکبر» مؤسسې
چی ۹۶ انجوګانی لری ، د ۲۰۰۸ په
اپریل کی رسمأ اعتراف وکړ چی د هغو
پیسو چی نړۍ افغانستان ته د کومک په
توګه ورکړي ، ۴۰ سلنه یې پر خارجی
مامورینو مصرف سوې ده . د ۲۰۰۱
راهیسی د ۲۴ بلیونو ډالرو د کومک ژمنه
سوې خو صرف ۱۵ بلیونه یی تحویل سوي دي
چی د هغو نیمایی بیرته د نوموړو
هېوادو په کارمندانو مصرف سوي دي یعنی
د هغوی پر معاشونو ، موټرونو ، کرایو
، ساتنه او نورو باندی خرڅیږی . پاتی
نیمایی هم د افغانانو لخوا پسی ضایع
کیږی ، عوام یې صرف په بوی پایی .
افغانستان ته د ټولی بهرنۍ مرستی درې
برخی د همدې مؤسسو لخوا مصرفیږی او
صرف یوه برخه یی د رژیم لخوا مصرفیږی
. دواړي خواوی خپل فساد او ناوړه ګټه
اخیستنه په شدت سره مخته بیایی چی
افغان ولس نن د هغوی د سیاسی تجارت
یوه متاع ګرځېدلې ده .
لدې نه ثابتیږی چی امریکا او لویدیځ
په افغانستان کی کومی خاصی اقتصادی
ګټی نه وینی نو ځکه بسپني په هغو
اساسی کارونو کی نه مصرفوی چی د
افغانانو ورځنۍ اړتیاوی پرې پوره سی
یا د هغوی آینده ژوند او چاری او عاید
یا کارونه پرې تضمین سی ، بس ټول «
خدمتونه ! » یی زودګذر او ژر
ختمېدونکي دي بلکی پایداره او تلپاته
نه دي . ځکه نو هیځ لویی او عام
المنفعه پروژې نه راوړل کیږی . که یو
څه بیا رغاونه هم سوې ، نو هغه ټول
سیاسی او تبلیغی حنبه لري او بس .
د رژیم د مامورینو میاشتنیً معاش ۵۰
ډالره یا لږ څه زیات دﺉ چی دا د هغوی
د وچی ډوډۍ لپاره کفایت کوی . تقریبأ
درې لکه ( درې سوه زره ) دولتی
مامورین همدا معاشونه اخلی حال دا چی
پنځوس زره افغانان په خارجی مؤسسو (
انجوګانو) کی کار کوی چی د میاشتی
۲۰۰- ۱۰۰۰ ډالره معاش اخلی . همدا علت
دﺉ چی مسلکی او تعلیم یافته کسان
انجوګانو ته زور وهی او په دولتی
ادارو کی کار ته څوک زړه نه ښه کوی .
داسی ښکاری لکه انجوګانی چی نور نو د
بشرپالنی امپراتوریزه وسیلې دي چی هڅه
کوی افغانی ټولنه په للو للو سره بیده
کړي . نیویارک ټایمز د ۲۰۰۵ د ډسمبر
پر یوولسمه ولیکل چی « یو. ایس. اې.
آی. ډي. په افغانستان کی تقریبأ
دیرش راډیویی سټېشنونه تمویل کوی . »
دغه تبلیغات هر « مطلوب » کار لوی ښییً
حال دا چی خپل ناخوښه کار بیا پټوي .
له بلی خوا ، پنتاګون تقریبأ یونیم
ملیارډ ډالره د خپرونو او رسنیو سره
پر قراردادونو مصرف کړي دي تر څو
تبلیغات پر مخ بوزی . خو اوس واشنګټن
هڅه کوی چی خپل دا لګښتونه را ټیټ کړی
او ځکه یی نو ناټو ورمخته کړه تر څو د
کندهار ، هلمند او روزګان چاری د دوی
سره پر مخ بوزی .
پس داسی ښکاری چی د روانو ټولو
فشارونو ، ټولو محرومیو او ټولو
خطرونومخی ته بیا هم هغه افغان عوام
ولاړ دی چی د شوروی نیونی څخه تر
امریکایی نیونی پوری ورسره مخامخ وو ،
مخامخ دي او مخامخ به وی . والسلام
|