Articles

دستگېر خروټیلیکوال

بشرې حقونه او دودېزه ټولنه
د بشرې حقونو اساسي ستونزه د ټولنې د يوې برخې په " برترې" کي ده


بشري حقونه  هغه آرزښتونه دي چي د يوه ځانگړی وگړی او کوليکتيف تر منځ اوهمدارنگه بشري حقونه هغه آرزښتونه دي چي د يوه ځانگړی وگړی او دولت تر منځ اړيکې تنظېموې. د بشري حقونو په نړيواله اعلاميه کي  د کولکتيف او ځانگړی وگړی، د دولت او ځانگړی وگړی تر منځ په مشخص ډول هغه ډول اړيکي او هغه ارزښتونه دي چي په ټولنه کي د يوه ځانگړی وگړی د حقونو او ازاديو درناوی او ساتنه تضمېن کوي.
 د دولت او ځانگړی وگړی او همدارنگه د کولکتيف او ځانگړی وگړی تر منځ اړيکې له هماغه پېله هميشه موجودې دې او ددې اړيکو تارېخ په عمده توگه د کولکتيف حقونو د برترې تارېخ دی. ددېرو پېړيو له پاره هڅه شوې چي يو ځانگړی وگړی نه يوازي له هغه ټولنېز چاپېريال سره سمه تلنه وکړې، بلکې د همدې چاپېريال پېرو اووسېږې. په استبدادي ټولنو او استبدادي دولتونو کي هم د کولکتيف او فرد، د دولت او فرد تر منځ اړيکې شته دي او دا اړيکې د يو ډول نورمونو پوسيله تنظېم کېږې، په کومو چي د فرد يا د ځانگړی وگړی په پرتله د کولکتيف او دولت گټې او حقونه لمړيتوب لرې او فرد او فرديت د پورتنيو دواړو په وړاندي خپل آرزښت له لاسه ورکوي.
په افغان ټولنه کي نه يوازي د ځانگړی وگړی حقونه او ازادې، بلکې په خپله وگړی هم د کولکتيف او دولت په قربانې بدلېږې. په دې ټولنه کي نه يوازي د دولت له لوری، بلکي د واکمنو دودونو او رواجونوله لوری هم ځانگړی وگړی بې ارزښته شمېرل کېږې او په ډېره اسانې سره د نوم اوسمبولونوقربانې کېږې. همدا دم په افغانستان کي هره ورځ زاړه واکمن دگمونه او دودونه له وگړو څخه قربانې اخلې.
  بشري حقونه تر هر څه دمخه هغه ارزښتونه دي چي په ټولنه کي يوه ځانگړي وگړی ته ددې امکانات ورکوي چي خپل ځان ته د خپلو غوښتنو او استعداد سره سم وده ورکړې، خپل خپلواک شخصيت جوړ کړي  او دولت يې ددې حق ساتنه وکړې. بشري حقونه هغه آرزښتونه دي چي هر وگړی ته ددې امکانات ورکوي چي په ټولنه کي له نورو سره په برابري کي ځان د ټولنې يو ازاد وگړی احساس کړې.
په افغانستان کي د بشري حقونو ستونزه يوه اوږده او تاريخې ستونزه ده. دا ستونزه په بې سارې توگه  پېچېلې، زړه بوگنونکې او دردونکې ده او دلته د بشرې حقونو تارېخ په بشرې حقونو او ازاديو د هميشنيو تېريو،  يرغلونو، توهينونو او سپکاوی تارېخ دی. ددې حقونو په وړاندي پېاوړې دينې، فرهنگې او دودېز خنډونه شته دي.  په افغانستان کي د سياسي حقونه په برخه کي لاس ته راوړنې شته دي، کومی چی نورې هم بايد پېاوړې، پراخې او د ازادی ارادی په کارولو سره نورې هم ټينگی شي. د ما مطلب دلته په مشخصه توگه د " ازادی سياسي ارادي" ټينگښت او پراختيا دی. پارلمان ته په ټاکنو کي د ازادی سياسي ارادي کمزوري او يا هم په ځينو برخو کي ددي نشتوالی پارلمان ته د هغه چا لاره همواره کړه چي ځای يې د پارلمان په ځای په زندان کي دی. د حقونو او په تېره د مدنې حقونو په برخه پرمختگ ډېر پڅ او له کلکو خنډونو سره مخامخ دی. د بيلگی په
توگه ويلاي شم  کله چي او په تېره بيا د ښځو له لوری په ځان  او په خپل ژوند د پريکړي کولواو د انسانې برابرو حقونو مسله را منځ ته کېږې، کله چي د فکر، انديشنې او عقيدې د ازادې حق مطرح کېږې د ديني حکمونو او دودونو له کلک مخالفت سره مخامخ کېږې او بيا موجود اساسي قانون هم د وگړو ددې حقونو د درناوی او ساتنې په کار کي پاتې راځې. موجود اساسي قانون د بشرې حقونو په هکله له پرادوکسونو او ټکرونو ډک يو قانون دی.
په افغانستان کي د بشري حقونو د ساتنې په کار کي ستونزه نه يوازي د يوه پېاوړی دولت نشتوالی دی، نه يوازي د قانون د واکمنې پراخه کمزوري دي، بلکي د بشري حقونو په هکله د نړيوالې اعلاميې او د دينې حکمونو او فرهنگ تر منځ ژور توپېر او مخامختيا هم دی او دا اساسي ستونزه ده. د بشري حقونو د اعلاميې او د ديني حکمونو او فرهنگ تر منځ د هم اهنگي ايجاد او را منځ ته کول نه يوازي يو اسانه کار نه دي، بلکي په ډېرو برخو کي ناممکين کارهم دی. د بيلگي په توگه  د بشري حقونو د اعلاميې د اتلسمې مادي په هکله د دين او د بشري حقونو د تر منځ واټن ژور او نه پخلاکيدونکی دی  په دي ماده کي ويل کېږې:
" هر څوک د فکرې، وجدانې او ديني ازادي حق لري، په دي حق کي د دين يا عقيدي د بدلولو او همدارنگه
يوازي او يا له نورو په گډه او په ښکاره يا په پټه د تدريس، عبادت او مناسکو دپر ځلی کولو له لارې د خپل دين يا عقيدې د څرگندولو ازادې هم شامله ده"  

بشري حقونه يونيورسل دي
بشري حقونه يونيورسل دي. ددې معنې دادې چي بشرې حقونه  په ټوله دنيا کي او د هر چا له پاره د اعتبار وړدي. دا حقونه د ټولو انسانانو له پاره بې له دي چي ښځه ده او که نردی، سپين پوستی او که تور پوستی دی، ديندار او که بې دينه دي د باور وړ دی. د يونيورسل معنې دادې چي ټول انسانان دنيا ته ازاد راځې، ازاد پيداشوې اويو له بل سره برابر ارزښتونه لرې او بشرې حقونه د همدي گډو انسانې آرزښتونو په بنياد را منځ ته شوې دي. بشري حقونه د بشري ټولنې او بشري تارېخ محصول دي او په همشنې توگه وده کوي او پراختيا مومې. بشرې يونيورسل حقونه يعني هر ځانگړی وگړی د ژوند کولو حق لرې. هر ځانگړی وگړی حق لري په سوله کي ژوند وکړې، هر ځانگړی وگړی د فردي ازادي حق لري. هر ځانگړی وگړی د مالکيت حق لري. هر ځانگړی وگړی د اندښينې، ويلو، ليکلو او بيان کولو ازادي لرې. هر ځانگړی وگړی حق لرې په ځان، په خپل ژوند او په خپله راتلونکي واکمن وي، هر ځانگړی وگړی د هنرې کارونو، موزيک او سندرې ويلو حق لرې، هر ځانگړی وگړی د ډوډۍ خوړلو حق لري، هر ځانگړی وگړی په ډاډ او له ډار څخه پرته د سياست په کار کي گډون کولاي شي...


د بشري حقونو په هکله د ینيورسل د کلمې ضرورت څه دی
بشري حقونه له يوې خوا يونيورسل او له بلې خوا د ځانگړی وگړی حقونه دي. ديکتاتوران او توتالېتر واکمنې د يوه ځانگړی وگړی حقونه انتقاد کوي او هغه د کولکتيف د حقونو نفي کول بولې. لکه چي وويل شو په دي واکمنيو کي د کولکتيف او دولت حقونو ته لمړیتوب ور کول کېږې. په دي ډول حالت کي نه يوازي د فرد يا يوه ځانگړی وگړي حقونه پايمال کېږې، بلکې په پراخه توگه له واکمن کولکتيف څخه پرته د نورو کولکتيفونو حقونه ته نه يوازي درناوی نه کېږې، بلکې په ډېره خشنه او ظالمانه توگه تر پشو لاندي کېږې.
راځې په دي هکله د افغانستان له تجربو څخه ز ده کړو.
په افغانستان کي ټولنېز او فرهنگي جوړښتونه د کولکتيف حقونو د اصل په بنياد ولاړ دي. په کورنی، طايفوي  قبيلوی، قومي، دولتی ... جوړښتونو کي د کولکتيف حق واکمن اصل شمېرل کېږې. په همدي جوړښتونو کي همدي د کولکتيف حق لمړيتوب ددې عملي امکانات منځ ته راوړي چي د يوه سړی او يوه وگړی د جنايت له امله  يوه کورنۍ، يوه طایفه، يوه قبيله او يوه قوم  په گناه ونيول شي او دا حالت ژر او يا وروسته په خپله په کولکتيف وسله وال ټکر يا وسله واله بدې بدلېږې. په بل عبارت د يوه سړی په گناه د کورنيو يا قبيلو تر منځ اوږدې او وژونکی جگړې را منځ ته کېږې او په لسگونو مړې له ځانه پرېږدې. دا ډول دوښمنې کله کله له نسل څخه نسل ته مېراث پاتې کېږې او له پېړۍ زياته موده دوام کوي. همدارنگه ويلاي شم چي دا د کولکتيف حقونو لمړيتوب دی چي د کولکتيف مسؤليت منځ ته راوړې. دا خبره څرگنده شوه چي د يوه سړی د جنايت له امله يو کولکتيف په مسؤليت نيول کېږې،  مجازات ورکول کېږې او دا په خپله په يوه کولکتيف او يا د کولکتيف  په حقونو تېری دی.


بشري حقونه او سياسي ترايبالېزم
لکه چي وويل شو په نړۍ کي د دولت او فرد تر منځ د حقونو په برخه کي دوه ډوله چلند شته دی. په يو شمېر هيوادونو کي د يوه ځانگړی وگړی حق له دولت څخه لمړيتوب لری او په يو بل شمېر هيوادونو کي بيا د ځانگړی وگړی په  پرتله دولت ته د لمړيتوب حق ور کول کېږې. په ديکتاتوريو کي په هميشنې توگه د ټولنې یوه وړه برخه، يوه ډله، يو گروپ، څو جنرالان... واکمن کېږې. په بل عبارت ديکتاتوري د يوې وړې ډلې واکمنې ده. د پرون او نن تجربې ښيې چي کله په يوه هيواد کي ديکتاتورې واکمنه کېږې تر هر څه د مخه  په سياست او د واک په چاره کي دخلکو د گډون  په وړاندی خنډونه جوړوي او ورسره له خلکو نور مدنې حقونه او ازاديگانې اخستل کېږې. د ا ډول يو چلند په ډېره څرگنده او روښانه توگه را ښيې چي دلته يوازي واکمن کولکتيف  حقونو او ازاديگانې لرې او په تېره بيا سياست او واک د دوي ځانگړی حق بلل کېږې. دا ډول واکمنی چي د دولت د حق او د کولکتيف حقونو په لمړيتوب تکيه کوي، د نورو، مخاليفينو په وړاندی له قهره او غصي ډک چلند کوی او په پراخه پيمانه د " زور ژبه" په کار اچوې. توتالېتر واکمني په ټولنه کي هر ډول ټولنېز، فرهنگي،  تبليغاتي، د زده کړې، تحصيل کولو... فعاليتونه تر همیشنۍ څارنې لاندي نيسي.
   په افغانستان کي توتالېتر واکمنيو له يوې خوا د کولکتيف حقونو په لمړيتوب او له بلې خوا د کولکتيفي ترتڼو او مجازاتو په کولو سره په دي هيواد کي لويه انسانې تراژيدې را منځ ته کړه او په بې سارې او نه هيرودنکې توگه يې په انسان، دانسان په کرامت او عزت، په انسانې ارزښتونو او د انسان په حقونو او ازاديگانو يې يرغل وکړ.
   په سياسي ژوند او سياسي فرهنگ کي هم د اوږدي مودي له پاره قبيلوی ترايباليزم ته ورته حالت واکمن   او د توربورگنې په دود سيالې تر سره کېږې، چېرې چي د يوه سياسي گوند، يوې ډلې، يوه گروپ، يوه تنظيم... هر غړي په دوښمنې نيول کېږې. دلته وگړی د " عمل کولو" په بنياد نه،  بلکی د " اړيکو" په بنياد نيول کېږې، بندي کېږې او مجازات کېږې. دی سړی ته د حزب اسلامی د کارت په لرلو. هغه بل بيا د جمعيت اسلامی د کارت په درلودلو او هغه دريم  بيا د خلک دموکراتيک گوند په غړيتوب... مجازات کېږې. په بل عبارت يوه گوند او د هغه ټولو غړو ته د دښمن په سترگه کتل کېږې. دي ډول حالت ته د سياسي ترايبالېزم نوم ورکول کيداي شي.
رښتيا هم په افغانستان کي واکمنيو او د دوي فکرونو او د دوي تگلارو د سياسي ترايبالېزم په پېروي په څومره پراخه توگه ټولنېز نفرت او کرکه را و لمسوله، په څومره اندازه يې انسان او د هغه مقام سپک او بابېزه کړ، په څومره پيمانه يې د انسان ژوند او د هغه د ژوند اخستل ارزانه او اسانه کړل. انسانان له الوتکو را وغورزول شول، د انسانانو په څېرو تېزاب توې شول، انسانان اره شول، له انسانانو څخه سرونه غوڅ شول، د محشر کندې جوړې شوې، په یوه گذار د انسان د سترگو د راوتلو هڅې وشې،  انسانان په کارتينرينو کي وسوزول شول، په لسگونو جمعي قبرونه جوړ شول، د ښځوسينې غوڅې شوې او څاگانو ته وغورزول شوې...


" موږ تر ټولوښه يو "
" موږ تر ټولو ښه يو" دا نه يوازي يو تر ټولو بد او هميشه جگړه راوړونکی او ناورين راوړونکی عبارت دی، بلکې د بشري حقونو د پايمال کولو تر ټولو وژونکي وسيله هم دی. په تارېخ کي همدا ډول ادعاگانې اوغوښتنی د لويو او اوږدو جگړو او لويو انسانې تراژديو د پېل ټکی دی اوتر همدې عبارت لاندي  د ميليونو انسانانو ژوند اخستل شوی دی. دبشريت په تارېخ کي تر ټولو لوي بشري ناورينونه، لوې او اوږدې جگړې هغه وخت منځ ته راغلې چي دی او يا هغه لوری د " موږ تر ټولو ښه يو"  او ورسره  " حقیقت له موږ سره دی" " موږ د دنيا د واکمنې لايق يو"  ادعا وکړله.  کله چي په اروپا کي له يوې خوا پروتيستانو او له بلې خوا هم کاتوليکانو د ځان د برتريو او بيا په نورو ددې برتريو د منلو هڅه وکړه اوږدې مذهبي جگړې پيل شوې او لوی  انسانې او مادي ناورينونو يې منځ ته راوړل. هيتلر هم د ژرمن نژاد د برترې او يا د تر ټولود ښه نژاد د بری او واکمن کولو په منظور په ميليونونو انسانان مرگ ته وسپارل.
   د يوه لوری او يا د يوې ډلې پوسیله د ځان " تر ټولو ښه"  او " برتر" اعلانولو موخه دادې چي نور هرومرو د دوي په شان شي،  د دوې په لاره ولاړ شي، د دوې پېروي وکړې  او يا هم له منځه ولاړ شي. په هېڅ ډول حالاتو کي يو څوک له يوه ټولی، گروپ او فرهنگ سره يو شان کولو ته اړ کيداي نشي. دجبر په صورت کي نه يوازي فرهنگ په جبر بدلېږې، بلکې دا ډول عمل د ټولنېزو ستونزو او سياسي او وسله والو ټکرونو پېاوړی لامل گرزي. فرهنگ يو جبرې او تحميلې پديده نه دی. په فرهنگ او فرهنگي چارو کي
د انسانانو گډون او برخه اخيستنه په بشپړه توگه د ازاد انتخاب او داوطلبي په دود تر سره کېږې. په فرهنگ او فرهنگي فعاليتونو کي جبري گډون د فرهنگ د سياسي کولو او ايديولوژيکي کولو په معني دي.
" موږ تر ټولو ښه يو" " موږ تر ټولو سپيڅلې يو"... عوښتنې او تگلارې په طبعې توگه د بشر او بشري حقونو له پاره تر ټولو لوی گواښ را منځ ته کوي. چېرې چي د يوه انسانې گروپ په وړاندي کرکه او نفرت لارښونکی رول تر لاسه کوي. په عراق کي د سنيانو او شعيه گانو د برتريو غوښتنو په سياليو کي  زرگونو بې گناه انسانانو ژوند له لاسه ورکړ. په چترال کي دا ډول سياليو تر اوسه د لسگونو انسانانو ژوند اخيستی دی.
د بشري حقونود اعلاميې په سرېزه کي ويل کېږې:
" د بشرې کورنۍ د ټولو غړو د ذاتي کرامت،  برابرو او نه بيليدونکو حقونو پېږندنه په نړۍ کي د آزادې، عدالت او سولې بنسټ تشکيلوي"  همدارنگه د مدني او سياسي حقونو د نړيوالې مقاولې په سريزه کي ويل کېږې » ... ددي ټکی په منلو سره چي دغه حقونه د نوع بشر د ذاتي کرامت څخه منځ ته راغلي دي. ددي ټکی په منلو سره چي د بشر د حقونو د نړيوالې اعلاميې سره سم د داسي آزادو انسانانو ايديال چي د مدني او سياسي حقونو څخه برخورداره وي...«  ددې عبارتونو موخه دادي چي د دنيا په هر هيواد او هره برخه کي د انسانانو برابرې او د هغوې حقونو ته درناوی د گډ معيار په توگه ومنل شي. لکه چي پورته يادونه وشوه ددې او هغه ډلې پوسيله د برترې اعلانول په دي او هغه ټولنه کي د ديکتاتورې، ډار، جگړې او کرکې پېاوړې لاملونه منځ ته راوړې..


 بي حقونو دندې،  بې ازادې مسؤليت او بې مسؤليته ازادي
   افغانستان د يوې په تړونونو جوړ شوي ټولنې يا " قراردادي ټولنې" په لور له ډيرسخت حالت څخه تېريږي. او همدا " لېږد"  دی چي د ستونزو هسته جوړوي. همدا " لېږد" دی چي د  روانې جگړې څرنگوالی او لوری ټاکي.د څيړونکو ډيره برخه د افغانستان د ناخوالو پړه يوازي د افغانستان په جيوپولتيک موقعيت ور اچوي. په داسي حال کي چي دا د ستونزې يو لوری دي. هغه څه چي افغانستان په ستونزو او پروني حالت کي ساتي په جيوپولتيک موقعيت برسيره ټولنېز او سياسي زاړه جوړښتونه ور سره د دودونو واکمنی هم دی، کوم چي د بدلونونو او پرمختگ په وړاندي مقاومت کوي. په نړۍ کي هغه ټولنې پرمختگ کوي او نيکمرغه دي چي په هميشنی تحول او بدلون کي دي. ددي ټولنو ځانگړتياوې بدلونونو ته په چمتوالی او د بدلونونو په منولو کي دي او همدا ځانگړتياوې دي چي په ټولنه کي د اقتصادي، سياسي او ټولنېزو پرمختگونو او ودې دوام ساتې. دا هغه ځانگړتياوې دي چي په ټولنه کي د اصلاح کولو ځواک پېاوړی کوي. په افغان ټولنه کي له بده مرغه د تحول او بدلونونو د منلو په ځای هغوې ته د جگړې اعلان ور کړل شوی دی. په افغانستان کي د پرمختگ له پاره ضرور دی چي په دي هيواد کي  بدلونونو ته چمتوالی او ظرفيتونه وروزل شي او ددي کار تر سره کول هميشنې او څوگونې هڅې غواړې.      

   پروني دوديز جوړښتونه، کوم چي پېاوړی قبيلوي رنگ لري د دموکراسي او د بشري حقونو منلو ته چمتو نه دی. دا به لويه او تاریخې تېروتنه وې که د قبيلوي جوړښتونو په شتون کي د دموکراسي جوړولو هڅه وشي. قبيله دموکراسي او دموکراسي قبيله نه منې. په دي ډول حالت کي د دموکراسي د جوړولو په ځای موجود جوړښتونه ړنگ او د هغوې ځای نويو جوړښتونو ) دولت، قانونيت، حقوقي سيستم( ته ورکړل شي. هغه بدلونونه او پيښې چي همدا اوس د پښتنو په سيمو او په تېره بيا په وزيرستان کي پيښېږې، نه يوازي د نورو، بلکې د ځان تبا کولو او د ميليونونو انسانانو د يرغمل کولو هڅې دې. دا د پرمختگ او ودې په ځای د منځنيو پېړيو په لورد پښتنې ټولنې د ور ټيل وهلو هڅه ده،  چي راتلونکې نسلونه به يې هم له دردونو او ناخوالو ډکه بيه پرې کوي. دلته له ميليونونو انسانانو ډير ابتداي حقونه او ازاديگانې او له دي جملې د زده کړې حق اخستل شوې او دوي يوازي مکلفيتونه او مسؤليتونه لرې. 
   ددې خبرې يادول غواړم چي پښتانه د جوړښتونوله ژور بحران سره مخامخ دي. ددي قوم لويه برخه له يوې خوا د دولت، قانونيت او حقوقي سيستم څخه د باندي ژوند کوي او له بلې خوا د واک او ادارې دودېزجوړښتونه ړنگ شوي او يا په تېزې سره په ړنگيدو دي. دي حالت د پښتنو په سيمو کي د واک خطرناکه خلا او انارشي را منځ ته کړې او په هره سيمه کي ددي او هغه زورور امرونه او غوښتنې تظم او قانون جوړوې. د انارشې ځانگړتيا دادی چي هر زورور خپل قانون لرې او د خلکو مکلفيتونه ټاکې. پښتانه نور په هغو بنيادونو چي طايفه، قبيله او قوم په يو ځاي کيدو را ټوليداي نشي. هغه وخت د هميشه له پاره تېرشوی او دا ممکينه نه دي چي ميليونونه انسانان د وينې او خپلوې په اړيکو سره را ټول شي. دلته د يوه پيشوا، مشر او رهبر د را پورته  کيدو امکان هم نشته، په کوم چي دا قوم را ټول شي. زه د مشر رول نه نفي کوم، خو نن د پرون خلاف د يوه په ځای د ټولو د راپورته کيدو وخت دی. نن د يوه په ځای د ټولو د خپلواک کيدو وخت دی او خپلواک انسانان کولاي شي له خپله منځه يو وړ مشر را پورته کړې. همدارنگه دا هم ممکينه نه دي چي د ميليونونو انسانانو اداره د دودونو پوسيله ترسره شي. د ملا ــ طالب بری په دي کي دي چي د پښتنو په منځ کي يې دلته او هلته د واک او ادارې  خلا ډکه کړې او د دودېز واک يې ځاي يې نيولی. خانان او ملکان يا تښتيدلې اويا هم وژل شوي، چي وروستۍ بيلگه يې د وزيستان په جنډوله کي د طالبانو پوسيله د ٢٦ تنو مشرانو وژل دي. په پښتنو کي له يوې خوا مشرانو اوتوريته او واک له لاسه ورکړې او له بلې خوا د ستونزو په حل کي پروني دودونه په بشپړه توگه پاتې راغلي دي او قوميت بنسټ پالنې ته بايللې ده. منځ ته راغلی حالت په تېره بيا له پښتون روشنفکرانو څخه د نوی تفکر او په حالاتو د بيا کتنې غوښتنه کوې. د روانو حالاتو څرنگوالی او د پيښو پراختيا د احساساتو، عواطفواو شعارونو په ځای د ريالېزم ضرورت منځ ته راوړی دی.
  په دوديزه ټولنه کي د جوړښتونو د ستونزې تر څنگ د دندو او حقونو تر منځ بې ساری انډولې هم شته دی. په دي ډول جوړښتونو کي له حقونو پرته په لوی شمېر کي مکلفيتونه يا دندي شته دي او همدارنگه په لوی شمېر کي بې له مکلفيتونو حقونه او ازادې شته دي. دلته همدارنگه له مسؤليته پرته ازاديگانې او له ازاديگانو پرته مسؤليتونه شته دي. په بل عبارت دلته له يوې خوا د حقونو او مکلفيتونو او له بلې خو د ازديگانو او مسؤليتونو تر منځ انډل نشته دي. په ډېرو حالاتو کي مسوليت کولکتيف بڼه خپلوې. د " هغه"  په ځای " دوي " مسؤل بلل کېږې. د هغه په ځای دوې مجازات کېږې. د مکلفيتونو او حقونو، د مسوليتونو او ازاديگانو تر منځ دا ډول لويه بې انډولې په خپله د ناخوالو او په پرون کي د پاتي کيدولو لوی لامل دی. په دوديزه ټولنه کي کله بيا د مکليفتونه ځای اخلاقو ته ورکول کېږې او د اخلاقو مراعات او درناوی  هم د جبر او ډار پوسيله غوښتل کېږې. خو په حقيقت کي نه مکلفيت اخلاق دي او نه اخلاق مکلفيتونه. اخلاق د کانت د ښوونو سره سم له مکلفيتونو څخه د باندي يو عمل دی او اخلاق د جبر او ډار په ځای په وجدان پوري تړلې يو کاردی او انسانان د جبر، اور،  دوزخ او ډار په ځای د خپل عقل او ارادې په بنياد د اخلاقي اصولو پېروي او مراعات کولو ته غاړه ږدې او دا په بشپړه توگه داوطلبانه کاردی. نورو ته درناوی د جبر او زور پوسيله نه تر سره کېږې او "  قانون ته درناوی بايد د شخصيت په يوه برخه بدل شي"  په افغان ټولنه کي د پېړيو له پاره د زور او جبر په وسيلو هڅه شوې چي خلک قانون ته درناوی وکړې، خو تر اوس هم دا موخه نه دي تر لاسه شوي او هغه څه چي په افغانستان کي نشته دي قانون او د قانون واکمنې ده.
 له پاره ددې چي د مکلفيتونو او حقونو او د مسؤليتونو او ازاديگانو تر منځ انډول منځ ته راشي او قانون ته هم درناوی وشی په ټولنه کي د " دودونو"  په ځای د " تړنونو" ضرورت  شته دی، تر څو د قانون يا قانونو په وسيله له يوې خوا د حق او مکلفيت او د ازادي او مسؤليت پولې وټاکل شي او له بلې خوا هر څه په ځای او مسؤليت هم فردي شي.
 په دوديزه ټولنه کي د عادت له مخي د خلکو دندی او حقونه ددې او هغه زورور او واکمن له خوا او يا هم له پخوا څخه د جوړ شويو اصولو پوسيله ټاکل کېږې او له دندو څخه يوه اساسي دنده يا مکلفيت د موجود واک او واکمنو دفاع او ساتل دي. دا يو پرادوکس دی، له يوې خوا دا ديکتاتور،  پيشوا... دی چي د خلکو مکليفتونه او حقونه ټاکی او له بلې خوا کولکتيف حقونه خپل لمړيتوب ساتې. همدارنگه په ديکتاتوريو کي په پراخه توگه د حقونو او ازاديو د محدود کولو پېاوړی تمايل شته دی او د حقونو او ازاديو په پرتله دندې او مکلفيتونه لمړيتوب پيدا کوي او کله کله دواړه حقونه او دندې ايديولوژيکی کېږې. بشري حقونه هم، کوم چي د دموکراسي نه جلا کيدونکې برخه ده يوازي په هغه ټولنه کي پلي کيداي شي چي د تړونونو په بنياد جوړه شوې وې او د " دودونو د ټولنې" په ځای د " تړونونو ټولنه"  جوړه شې. له تړونونو څخه د ما مطلب دادي چي ټولنه په خپله او يا د خپلو استاذو په وسيله د ژوند ټولې برخې د قانون يا قانونو په وسيله تنظيم کاندي او واک ته هم د همدي قانون پوسيله مشروعيت ورکړې. که پورتنې خبرې په يوه جمله کي را ټولې کړم ټولنه د خپلې ارادي په بنياد دواړو قانون او واک ته مشروعيت ورکوي.

نور بيا
                            

 
بېرته شاته