
|
| لیکوال |
|---|
افغانان دسولې دبهير ملاتړکوي
د افغانستان د روان سياسي او نظامي
بهير نه څرګنديږي چې د رواني لانجي حل په
پوځي لاره نه بلکې دسولې خبرو له لارې
ممکنه ده ، ددې مقصد درسيدو لپاره بايد د
سولې دخبرو بهير پياوړى شي او په دې لاره
کې دې کلک ګامونه واخيستل شي دا ځکه چې
تجربو وښودله چې جنګ دحل لاره نه ده او
اوس ددې وخت راغلى دى ترڅو په هيوادکې
دجنګ دمخنيوي لپاره دسياسي تفاهم نه کار
واخيستل شي په افغانستان کې هيچا ونشو
کولي دجنګ په وسيله خپل حاکميت ټينګ وساتي
او که چېري ددې جنګ مخنيوي ونشي ممکن دغه
جنګ په علاقايي جنګ بدل شي چې په هغه صورت
کې به پايلې به يې ډيرخطرناک وي ، داسې
ښکاري چې په افغانستان کې موجوده حاکميت
او بين المللي هيوادونو له خوا اوس دغه
خوځښت پيل شوي دى داځکه چې دهرې ورځي په
تيريدوسره دافغانانوستوزي مخ په زياتيدو
دي اتحادي پوځونه ا و افغان حکومت په دې
لاره کې پاتي راغلي دى اونور زمونږ
هيوادوال ددې ناورين تحمل نه لرى . بين
المللي هيوادونه هم په دې پوهه شوي چې په
افغانستان کې يواځيني لاره دروغي جوړي
لاره ده او بايد دغه عمل مخکي لاړ شي . د
افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي
استازى کاې آيډه ويلي چې د افغانستان د
مسالې حل ته دې له پوځي لارې جلا نورې
لارې ولټول شي . د ده په باور له پوځي
لارې د افغانستان د ستونزې حل يوه تېروتنه
ده. هغه ټينگار وکړ چې د افغانستان د
سياسي ثبات لپاره دې له نورو ښکېلو غاړو
سره هم جوړ جاړى وشي، خو زياته يې کړه چې
دا هر څه بايد د افغانستان د اساسي قانون
په رڼا او ددې هېواد د خکلو د گټو او
غوښتنوسره سم تر سره شي : \'\' که زموږ
نظر داوي چې د افغانستان ستونزه يوازې له
پوځي لارې حل کېدى شي دا به يوه تېروتنه
وي ، موږ بايد ترهغه پراخ نظر ولرو داسې
يو نظر چې په هغه کې ټولو خواوو ته پام
شوى وي چې هغو ته په پاملرنې سره موږ د
کاميابۍ په لور ولاړ شو.\'\' ښاغلي آيډه
زياته کړه چې ملگرملتونو د افغانستان د
ستونزې د حل لپاره تل د خبرو اترو پر کېدو
ټېنگار کړى او د هغې تگلارې پيروي کوو چې
له مخې يې په حکومت کې نورو ته د ونډې
ورکولو حق ورکول کيږي. ښاغلي آيده په
هلمند کې د يو برتانوي لوړپوړي قومندان
هغه خبرې هم تاييد کړې چې څو ورځې وړاندې
يې له يوې برتانوى ورځپاڼې \'سنډې ټايمز\'
سره کړې وې، هغه دغې ورځپاڼې ته ويلي و چې
په افغانستان کې د روانې جگړې يوازنۍ حل د
خبرو اترو لار ده، چې په هغه کې طالبانو
ته هم د گډون حق ورکړاى شي. په افغانستان
کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کاى آيډه
په يو خبري کنفرانس کې وويل چې د سولې
راوستو په لار کې د سياسي جوړجاړي ترڅنگ
بايد نورو ته هم په حکومت د گډون فرصت
ورکړل شي . کاى آيډه دغه خبرې له هغه
وروسته کوي چې په هلمند ولايت کې يو
برتانوي جنرال ويلي و د افغانستان ستونزه
له پوځي لارې نشي حل کېدى . BBC پښتوويب
پاڼه . دغه راز د ناروې دهيواد يو جگپوړى
چارواکى وايي نړيواله ټولنه او افغان
حکومت يوازې د يوې ستراتيژۍ په پلي کولو
نشي کولاى برى خپل کړي، بلکې د نوموړي په
وينا بايد نورې سياسي هڅې وشي. د هغه
اشاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د
سولې خبرو اترو ته وه. په هيواد کې دسولۍ او سراسري امنيت په اميد . | |
| بېرته شاته | |
