Articles

دوکتور سید احمد ماموند 

لیکوال
ګډ ملي دريځ – د وخت غوښتنه

وخت مخ په وړاندې درومي او نه تم کيږي.هره شيبه او هره ګړۍ خپل اهميت، ارزښت او غوښتنې لري . هغه څوک او هغه ولس بريالي وي چې د وخت غوښتنې سمې وپيژني او د هغو د پوره کولو دپاره شوني عملي ګامونه پورته کړي . افغانستان د خپل تاريخ حساسو شيبو ته ننوتی، چې د ملي خپلواکۍ د تاٌمينولو، د خاورې د بشپړتيا ساتلو، د هميشنۍ سولې ټينګولو، د بشپړ اکثريت افغانانو دپاره د منلو وړ نظام جوړولو په برخه کې د افغانانو د پريکنده، فعال او ګډ ملي دريځ غوره کولو غوښتنه کوي . په دې برخه کې زما په فکر په خپله افغانانو پورې اړوند لوس خنډونه د نظرونو او دريځونو تشوالی، بې تفاوتي او يو ډول مجرمانه چوپتيا ده . 
د نظرونو او دريځونو تتوالی : 
دا يو علمي اصل دی چې په هره ټولنه کې د ټولنيز ژوند د اړونده اړخونو په هکله تل د ټولنې د غړو تر منځ د فکرونو او اندونو توپير لرونکې او آن متضاد پراخ طيف موجود وي . دريځونه ويشلي وی . دا يو طبيعي کار دی ځکه همدغه د اندونو توپيرونه او تضادونه د اړونده پديدو او پروسو د ودې او پرمختګ سرچينه او علت ګرځي . خو دا د دې مانا هم نه لري چې د ټاکلو پروسو او پديدو لکه په افغان ټولنه کې د اسلام دين، ملي واکمنۍ، ملي خپلواکۍ، ملي هويت (افغان) په هکله دې د افغانانو تر منځ ګډ دريځ، متحد او يو اند موجود نه وي . په حقيقتت کې همدغه ټکی زمونږ د اندونو او دريځونود نږديتوب او يووالي مهمه وسيله او د ملي توب معيارونه جوړوي . 
د هيواد په اوسني ناورين کې ځيني داسې ټکي دي چې د هغو په هکله دافغانانو د اندونو توپيرونه د هغوئ د ګډ دريځ د نيولو مخه ډب کړې، او د روان کړکيچ د اوږديدو سره يې مرسته کړيده . 
د 2001 کال د سپتمبر د يولسمې ترهګريزې پيښې (د امريکا په نيويارک کې د نړۍ والې سوداګرۍ د برجونو او په واشنګټن کې د پنتاګون د ودانۍ نړول) په هکله په نړۍ واله او ملي کچه مختلفې ليکنې او شننې شويدي . څرنګه چې په واقعيتونوپوهيدل وخت او زمان په بر کې نيسي، سره له دېچې د همغه اول څخه ځانګړو کسانو دغه پيښې ته د شک او ډرامې په سترګه کتل، خو اوس د وخت په تيريدو سره هر چيرې لوی اکثريت خلک لږ تر لږه په زړونوکېد سپتمبر د يولسمې نيټې پيښه يو ډرامه او تير ايستونکې پروپاګنده ګڼي . او د ويښ وجدان لرونکي ئې په زغرده او ښکاره توګه یوه دسيسه ګڼي . د دغه ډرامې او پلمې له مخې په افغانستان باندې امريکائي – انګريزي يرغل سرته ورسيد . 
(په دې اړوند يو شمير افغانانو لکه وتلي حقوق پوه او زړور ملي وطنپال سياست پوه دوکتور م . ع. روستار تره کي، ډاکتر نثار احمد صمد او هم بهرنيو وتلو ليکولانو او سياست پوهانو لګه بروس ريچارسن، اريک مارګولس، د امريکا د کانګرس غړی ران پاول مستندې علمي ليکنې کړيدي). 
د عيني واقعيتونو د منلو په پام کې نيولو سره ويلی شو چې په افغانستان کې د روان کړکيچ د بيلابيلو اړخونو (نيواک، مقاومت، سوله) په اړوند ځينې اندونه او دريځونه دايډيالوژيکي، شخصي او ګروپي ګټو په بنسټ او ځيني هم د ملي ګټو په پام کې نيولو سره غوره شويدي . 
امريکا او انډيوالان ئې چې د خپلو هيوادونو د امنيت خوندي ساتلو په خاطر په لاس جوړ شوو، ذهني او خيالي خطرونو په پلمه د دنيا هر ګوټ ته لښکرې استولی شي، پردي هيوادونه نيولی شي، هلته جګړې، وژل او تړل کولی شي، ايا افغانان دخپل هيواد دننه دخپلې خپلواکۍ، ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او ټول ملي ارزشتونو د ساتنې حق نه لري؟ طبعاً چې لري ئې . دا د هر ملت طبيعی حق دی . ايا دغه کار کوم جرم دی . هيڅکله نه . د خپل هيواد ساتنه يوه ملي دنده ده . د امريکا د هاردورد پوهنتون استادپوهاند استيفن والت وائي : ((امريکا په تيرو ديرشو کلنو کې دوه لکه اته اتيا زره (۲۰۰۰۸۸) مسلمانان وژلي دي )). نوموړی زياتوي : ((کله چې څوک په نورو هيوادونو کې په لسګونو زره انسانان ووژني او اکثره وژنې بې دليله وي . . . نو دې ته دې هک پک نه پاتې کيږي چې ولې ستا د کړو وړو په غبرګون کې د دغو هيوادونو وګړي د خپل غچ د اخستلو لپاره په خپلو پښو دريږي )). 
يرغل او نيواک د هر نوم (پرولتاريائي انترناسيوناليزم، دموکراسي، اسلامي ورورولي)او د هر بيرغ (سور، تور، شين، سپين) تر لاندې چې وي د يرغل او نيواک لاندې هيواد خلکو دپاره هيڅ کوم توپير نه لري . دا څه ډول منطق او کوم معيار دی چې د شوروي يرغلګر په وړاندې جنګيالي مجاهدين ګڼل کيده او کيږي، خو د امريکا او ناتو د يرغل په وړاندې مقاومت کوونکي جنګيالي بيا ترهګر بلل کيږي؟ دا ټکی بايد څرګند وي چې د پوځي صنعت له مخې هر څوک د خپل دښمن په وړاندې د شرایطو او امکاناتو په پام کې نيولو سره د مقابلې بيلابيل تکتيکونه او وسيلې پکاروي . د انګريزانو په وړاندې جګړو کې افغانانو د هغوئ دتوپونو خولو ته ځانونه اچولي ؤ. په دوهمه نړيواله جګړه کې جاپان پيلوټانو د خپلو الوتکو سره يو ځای د دښمن په مهمو موخو ځانونه غورځولي و . دغه کار روسي پوځيانو هم کړی ؤ . 
لکه يرغلګر ځواکونه چې د ځان په وړاندې جنګيالي ياغيان او ترهګر بولي يو شمير افغانان هم د هغوئ په څير فکر کوي او ورته کلمې استعمالوي په حقيقت کې موږ د خپلو خلکو تاريخ ا و مبارزو ته د قدر په سترګه نه ګورو. افغانان هيڅ وخت ترهګر نه ؤ او نه دي . البته څه شی چې په القاعده او نورو بهرنيو ډلو پورې اړه لري سره له دې چې دغه ډلې هم د امريکا او انګليسانو په لاس جوړې شوې او سيمي ته راليږل شوې ډلې دي چې پرون (د روسانو په وړاندې جنګ کې) مچاهدين او ائتلاف بلل کيدل، خو نن ترهګر بلل کيږي . دغه کومه افغاني ستونزه نه ده. القاعده او يا نورې ترهګرې ډلې چې دي دغه يوه نړيواله ستونزه ده چې بايدپه نړيواله کچه د معقولو لارو څخه حل شي، نه دا چې د پرديو په دغه ناولې لوبه کې افغانستان د دجګرو ډګر او دافغانانو د ړژلو پوليګون شي او د پرديو د پوځي، سياسي او اقتصادي ازمايښتونو لابراتوار وي . 
ياغي او باغي خپل مشخص مفهوم لري . د قانون څخه هر سرغړونکی ياغی دی . دولت چې د قانون جوړولو او پلي کولو واک او مسؤليتونه لري، د هغه په ضد ودريدل ياغيتوب دی . البته په دې شرط چې دغه دولت د پرديو له خوا په خلکو نه وي تپل شوی او د پرديو په وسله وال زور سره ونه ساتل شي . اما بهرنيان خو په تيره بيا چې په پوځي لښکرو سره ئې په بل هيواد باندې يرغل کړي وي، په دغه هيواد کې نه د قانون جوړولو او نه هم د قانون د پلي کولو واک او صلاحيت لري او بله دا چې هغوئ خو يرغلګر دي، نو د هغوي په وړاندې دريدل ياغيتوب نه بلکې مقاومت دی . د هيواد د تاريخ په شواهدو سره که د يرغلګرو په وړاندې د مقاومت جوړيدلو پروسې ته وګورو، دغه پروسې تل تدريجې بڼه درلولې او د وختپه تيريدو سذره ملي کچې ته رسيدلې دي . 
البته هغه څه چې د وسله وال مقاومت په تيرو اعمالو پورې اړه لري، واقعاً چې د هغوئ ځيني ګړنې داسې وي چې د وطن او خلکو په ګټه نه وي نو ځکه هم هغه وخت او هم په راتلونکي کي هم هغه ډول کړنې د تائيد وړ نه دي، خو دا د دې سبب کيدای نه شي چې دتيرو کړنو په وجه د پرديو په وړاندې د هغوئ دريدل موږ مقاومت و نه بولو . 
د يادونې وړ او ټولو ته څرګنده ده چې په وروستيو دريو لسيزو کې چې هر څوک او ډله سياسي واک ته رسيدلې، نه يواځې دا چې دټولو په کړنو کې داسې کړنې نشته چې د وطن او خلکو په ګټه نهوي او د تائيد وړ هم نه وي بلکې ځينو خو ئې آن ملی خيانت کوی چې يوه ډله ئې د سور يرغلګر پوځ په ټانکونو سواره راوستل شوي وه، او بلې ډلې د امريکائي يرغلګر پوځ د اجيرو پلو ځواکونو په توګه د وطن په نيواک کې لاس درلود. له بده مرغه د پرديوپه مستقيم او يا غير مستقيم ملاتړ او مرستې سره سياسي واک ته رسيدلې او رسول شوې ډلې د پښتتو د دې متل چې وائي ((غلبيل پاڅيږي، کوزې ته وائي چې په تاکې دوه سوري دي)) سره سم قضاوت کوي يعنې د تور څخ سپين جوړوي او د سپين څخه تور. زموږ ډيرې ستونزې هم د همدغه ډول قضاوتونو څخه راپيدا شويدي . 
پر افغانستان کې د بهرنيو پوځونو د شتون او نيواک اوږديدل په هيڅ نوم او هيڅ صورت سره په هيواد او سيمه کې د سولې، ثبات او امنيت ټينګيدلو سره مرسته نه کوي . څيني کسان د بهرنيانو په څير داسې فکر او استدلال کوي چې وسله وال مخالفين اول بايد کمزوري شي، تر څو خبرو ته غاړه کښيږدي . اول خو دا ډول نظر علمي نه دی ځکه چې کمزوی يا له منځه ځي او يا هم تسليميږي او څوک چې سوله ايز حل ته درناوی لري دغه ډول فکرونه ورسره نه وي . دغه ډول نظر په حقيقت کې د بهرنيانو د ګټو د خوندي کولو دپاره هلې ځلې دي او د خپل هيواد خپلواکۍ او د خپلو خلکو مرګ ژوبلې ته اهميت نه ورکول دي . د تيرو تجربو په پام کې نيولو سره د ډاکتر نجيب اله د واکمنۍ په مهال هم کوښښ کيده چې د مجاهدينو په پرتله يو ځواکمن موفق ولريو خو دا چې د مقابل لورې سره مخکې له مخکې نه کوم سوله ايز تړون او موافقې ته نه و رسيدلي، همغه ، چې د ډير سمبال، ر وزل او غښتلي پوځ سره سره د سوله ايزې لارې څخ، واک و نه ويشل شو. په مقابل کې ئې توطيه وشوه، هم وسله وال پوځ له منځه ولاړ او هم واکمني . د کورنيو جګړو اور بل شو. د جګړې د ټولو عواملو يعنې د نيواک پای ته رسيدلو، د بهرنيو ځواکونو وتلو او د وسله والو مخالفينو سره سولې ته رسيدلو او په پايله کې دبشپړ اکثريت افغانانو دپاره د منلو وړ يودولت جوړلو پرته هر ډول تدبيرونه نيمګړي او مثبتې پايلې لرلی نه شي . هر څومره چې ملي دريځ غښتلی کيږي او د خبرو اترو پروسه چټکه کيږي همغومره د افغانانو او بهرنيانو په ګټه تماميږي . 
مجرمانه چوپتيا: 
د نيوا ک او تپل شوې جګړی څخه د هيواد ژغورلو پروسه کې، که د خلکو ونډې اخيستنې ته ځير شو، ليدل کيږي چې دا پروسه کم رنګه او پڅه ده . د هيواد د نفوس لويه برخه په تيره بيا روڼ اندي سياسي او تنظيمي ګوندونه داسې ګڼي چې په معادله کې باالفعل شکيل اړخونه (بهرنی يرغلګر، دولت او وسله وال مقاومت) پوه شه او کار ئې،چې څه کيږي هغه به کيږي او په حقيقت کې يو ډول مجرمانه چوپتيا خپره ده. دغه ډول اندونه ټول نيمګړي او درست نه دي ځکه چې اولسونه دي چې تاريخ جوړوي او خپل برخه ليک په خپله ټاکي. 
د هيواد عمومي وروسته پاتې ساتل کيدل،دڅه د پاسه ديرش کلنو جګړو څخه ستړتيا، د بهرنيو څارګرو شبکو پراخ فعال شتون او د هغوي له خوا د کتنې وړ افغان استخدام شوو جاسوسانو موجوديت د دغه بې تفاوتۍ او چوپتيا د يو شميرا نګیزو او علتونو په توګه په ګوته کیدای شي . د ډیرو افغانانو په تیره بیا روڼ اندو په خولو کې دا خبرې وي چې اوس به د بهرنیانو په مرستو سره په ډیره لږه موده کې افغانستان اباد ، پرمختللی او سویس ته ورته هیواد شي ،عدالت به تامین شي ، سولاایز ژوند به پیل او د جګړو ټغر به ټول شي . اما په عمل کې د خپلواکۍ پر ځای نیواک ،د ابادۍ پرځای بربادۍ او ویجاړونې ډیرې شوې او د سولې په ځای د وحشت ډکې داسې جګړې چې د هر ډول مدرنو او ان منع شوو وسلو څخه پکې کار اخستل کیږي زمونږ د بیګناه وطنوالو په وړاندې روانې دي ، خپل وطن ورته دوزخ ګرځول شویدی . حقیقت دادی چې یوازې د هر هیواد خلک دي چې پخپله په یو موټیتوب او ګډ عمل سره هم خپل وطن ژغورلی شي ، ابادولی یې شي او هم پکې سوله راوستلی شي . بهرنیان د ښه نیت لرلو په صورت کې په دغو برخو کې یواځې شرایط او امکانات برابرولی شي . 
بهرنیان او د هغوئ لاسپوڅی دولت د جګړې بندولو او د سولې په راوستلو کې رښتیني نه دي . ښاغلی حامد کرزی وسله وال مخالفین کله ورونه کړي ، کله یې وحشیان او دښمنان بولي . کله وایي چې د ټولو سره باید خبرې وشي ، کله یې په منځلارو ، بنسټپالواو داسې نورو ډلو ویشي او وایي چې یواځې د هغې برخې سره چې وسله پر ځمکه کیږدي ، تسلیم شي او د پردیو په دیکتې سره جوړ شوی اساسي قانون ومني خبرې او سوله کوم . یعنې دا چې ثابته اراده او خپلواکي نه لري . د بهرنیانو اراده او ستراتیژي خو د مخکې څخه معلومه ده . په سیمه کې د سونګ د انرژي زیرمو تر لاسه کول او د پوځي اډو لرل د هغوئ اصلي موخې دي . دغو موخو ته د رسیدلو د پاره په مختلفو پلمو سره د جګړې اورونه بل ساتي . په دې وروستیو وختونو کې په نړیواله او سیمه ایزه کچه د افغانستان د ناورین د سوله ایز حل په اړوندیو څپڅپانده نسبي مثبت بدلون رامنځته شوی و چې د ویکی لیکس انترنیتي پاڼې له خوا د نږدې دوه زره اسنادو په خپرولو سره جوړ شوی ذهنیت ګډوډ شو . سره له دې چې په دغو اسنادو کې په ډیرو شیانو خلک له پخوا څخه خبر وو او ورباندې پوهیدل او په ځینو یې اوس خبر شول . د حیرانتیا او غولونکې خبره دا ده چې امریکایي چارواکي دغه کار د نوموړې انترنیتي پانې خپل سری عمل ګڼي ، په داسې حال کې چې د خپل اساسي قانون چې د هیواد د اتباعو تلیفوني خبرو مصؤنیت پکې تضمین دی ، د ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د خلکو ټولې مخابراتي مکالمې اوریدل کیږي او د کنترول لاندې دي . اما باالمقابل دغسې اسناد چې ځینې یې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره مهم هم دي خپروي ، یعنې دا چې د ا ټولې څارګریزې لوبې دي . په دغه کار سره امریکا غواړي چې په سیمه کې نوی بحران پیدا کړي . دا هغه څه دي چې د افغانانو پکې د تاوان پرته هیڅ ګټه نه شته ، ځکه چې افغانستان د امریکایي او ناټوځواکونو په لویه پوځي اډه بدل شوی او د هرې خوا به د هر ناتار مرکز زمونږ هیواد وي . 
امریکایي او ناټو پوځونود القاعده د لمنځه وړلو په نوم جګړه پیل کړې وه ، خو په عمل کې دا نهه کاله ټوله جګړه د طالبانو ، داسلامي ګوند د ښاغلي ګلبدین حکمتیار په مشرۍ څانګې او په ټولیز ډول د افغانانو ، په خاص ډول د پښتنو ، پرضد روانه ده ، چې په ترڅ کې یې تر یو لک زیات بیګناه افغانان وژل شویدي او تر پنځه سوه زیات قومي مشران د امریکا- انګریز او د سیمې هیوادونو د څارګرو کړیو په دستور او توطیو سره له منځه وړل شویدي . لویدیز وال او په سرکې یې امریکا ددې پر ځای چې کبر او باداري پریږدي او د اعتماد جوړولو په لور ګام پورته کړي ، تور لیست !!! له منځه یوسي ، نوي تور لیستونه !!! جوړوي . ددې پر ځای چې اوربند وکړي د جګړو په تیزولو او پراخولو ټینګار کوي . ددې په ځای چې غیرقانوني وسله والې ډلې بې وسلې کړي ، د افغانستان په کلو او نورو لیرې پرتو سیموکې په مختلفو نومونو سره ځایي خلک وسلوال کوي او افغان په افغان سره وژني . دغه د بهرنیانو یوه بله جفا ده چې د افغانانو سره یې کوي او ددغې لارې څخه قومي او کورنیو جګړو ته شرایط برابروي . د ټولو نړیوالو اصولو خلاف په هند کې پخوانی امریکایي دیپلومات د افغانستان د ټوټې کولو وړاند وینه کوي . په منځني ختیځ او افغانستان کې د ټولو ځواکونو د پاره داسې یو څوک لوی بولندوی ټاکي چې په ښکاره نارې وهي چې د افغانانو د وژلو څخه خوند اخلي . که امریکا رښتیا هم انسانیت او افغانانو ته کوم لږ درناوی هم درلودلی نو دغه ډول څوک به یې په سیمه کې لوی بولندوی نه ټاکه . اوس په عمل کې لیدل کیږي چې د ملکي خلکو مرګ ژوبله بیرته بیا ډیره شویده . د راتلونکي کال په جون کې له افغانستان څخه د اسیایي ځواکونو د ایستلو پیل اول یقیني نه دی او که دغه وتل پیل هم شي نو هغه به یواځې یو ښول ( نمایش ) وي او داسې کوم پوځي ټولګی به وباسي چې په افغانستان کې یې شتون ضروري نه وي . لکه پخواني شوروی اتحاد چې د افغانانو او نړیوالو د غولولو لپاره په ۱۹۸۱کال کې د دافع هوا قطعه وویستله ، ځکه چې مجاهدینو الوتکې نه درلودلې . 
دډله ایزو رسنیو خپرونې، د امریکایي او ناټو چارواکو تبلیغات، ویناوې او څرګندونې که په ځیر او پرله پسې ډول تعقیب کړو ، جوتیږي چې څو مخیزه بڼې لري او مختلفې موخې پکې نغښتې وي : 
اول – د دغو څو مخیزو تبلیغاتو یوه موخه هم داده چې امریکا او ناټو غواړي خپله پوځي – سیاسي ماته د خپلو خلکواو نړیوالوڅخه پټه کړي . خو زما په نظر امریکا او ایتلافي ځواکونو په افغانستان باندې د یرغل د هم هغه پیل څخه اخلاقي ماتې خوړلې ده ، ځکه چې له یوې خوا یې نه کوم باوري اسناد افغانانو ته وړاندې کړل او نه یې د دیپلوماتیکو ، سیاسي او څارګریزو لارو څخه کار واخیست ، بلکې د ډیر زیات تکبر له مخې یې زمونږ پر هیواد یرغل وکړ . له بلې خوا یې د دموکراسۍ د اصولو خلاف جنایتکاران او په مختلفو بهرنیو څارګرو ادارو پورې تړلي اجنټان د افغانانو په سر واکمن کړل . برسیره په دې د هیواد د یو لوی قوم حقوق یې هم تر پښو لاندې کړل او دجینوسایدپروسه یې په وړاندې روانه ده .که بشریت او انسانیت ته په واقعي مفهوم سره درناوی وشي ، نو اخلاقي ماتې تر پوځي – سیاسي ماتې څخه لا درنه ماتې ده . 
دویم – داچې په خپلو څو مخیزو څرګندونو سره غواړي چې خپلې اصلي موخې د خلکو څخه پټې کړي ، خو دا د دوئ خیال دی ، افغانان اوس د بل هر وخت څخه په دې ښه پوه شوي چې بهرنیان یوازې په خپلو ګټو پسې راغلي ، نه دا چې د افغانستان دودانولو او سولې ټینګولو په خاطر . 
دریم – دا چې په دغه ډول څرګندونو کې سیاسي بې ثباتي او د سیاست د اخلاقي اړخ نشتوالی له وړاندې ښکاري . 
څلورم- داچې د څرګندونو دغه ډول څومخیزتوب خپله د دې ښکارندویي کوي چې د ترهګرۍتر نامه لاندې پیل شوې جګړه هیڅ ډول مشروعیت نه لري . 
دا درسته ده چې د افغانستان کړکیچ یوازې یو کورنی اړخ نه ،بلکې سیمه ایز او نړیوال اړخونه هم لري . خو ددې معنی دا نه ده چې افغانان د سیمه ایز او یا نړیوال اړخ له خوا پلان او دستور ته لاس تر زنې لاندې کښیني ، بلکې باید د هیواد د خپلواکۍ ، سولې او ثبات د ټینګیدو په خاطر څرګند او غوڅ دریځ ولري . 
بهرنیان د افغانانو د ارادې او غوښتنو په پام کې نیولو پرته په خپلو کړنو او پریکړو کې خپل سری او هغسې عمل کوي څنګه چې د دوئ خوښه اوپه ګټه یې وي . دا ځکه چې د هغوئ په وړاندې د اکثریت افغانانو له لوري چې د یو ډول بې تفاوتۍ او مجرمانه چوپتیا سیوری پرې غوړیدلی دی کوم پراخ سوله ایز غبرګون نه ښودل کیږي . په پوره باور سره که چیرې افغان ولس خپلو ملي ګټو ، ملي خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي له مخې د هیواد د نیواک د پای ته رسیدلو او روان کړکیچ د اوارولو په برخه کې ټاکلې غوښتنې لکه اوربند، د یو معقول مهال ویش له مخې د بهرنیو ځواکونو وتل ، د تورو لیستونو!!! له منځه وړل ، د سیاسي بندیانو ازادول ،د افغانانو د بشپړ اکثریت د خوښې دولت جوړول .... او دې ته ورته طرحې وړاندې کړي او د پلي کولو لپاره یې د هیواد او یا لږ تر لږه د ولایتونو په کچه د تاوتریخوالي پرته پرله پسې پراخ سوله ایز غبرګونونه وښودل شي ضرور لازمې او مثبتې پایلې تر لاسه کیږي . د دغه کار په سرته رسولو کې د بل هروخت په پرتله د سیاسي او مذهبي ګوندونو ، مدني ټولنو ، ملي شخصیتونو ، دیني علماو او روحانیونو او قومي مشرانو رول مهم اومسؤلیت یې ستر دی . په دې هیله چې افغان ولس د دې ملي دین په سرته رسولو کې پوره بریالی ، د خپلواک او په خپلو پښوولاړ افغانستان څښتن شي . 
په درنښت

۰۷\۰۸\۲۰۱۰


  
 
بېرته شاته