
|
پوهنمل حاجی محمد نوزادی | لیکوال |
|---|
|
د افغانستان کانونه : لنډه پیژندنه( دریمه برخه ) اب درکوزه و من تشنه لبان میګردم
یار در خانه و من ګرد جهان میګردم الف – یاقوت : دکابل لودیز ته د جګدلک په سیمه کی د یاقوتو معدن پروت دی چی نسبتا پراخه سیمه یی نیولی . دمعدن څخه په فنی توګه ګټه اخیستل لا تراوسه پیل شوی ندی ، خو دودیز سپړل یی په یوه یا بل شکل د ډیرو کلنو را پدی خوا تر سترګو کیږی . دا یاقوت سور اناری ښکلی رنګ لری ، په اکثرو کرستالو کی یی د شفافیت درجه لوړه ده چی دایی دښه کیفیت ښکارندویی کوی . ویل کیده چی داشغال په کلونو کی وسله والو ډلو تری نه په وحشانه ډول کار اخیست . ب – زمرد : ددی قیمتی ډبری ستر معدن د پنجشیر ولایت په یوه غرنۍ برخه کی پروت چی د ۱۶ کیلومترو په اوږدوالی او درو کیلومترو په پسور یی پراخه سیمه نیولی ده . کرستالونه یی اوږده چی کله ناکله تر دری څلورو سانتی مترو پوری او یا لدی نه هم زیات رسیږی چی د اوښو پشان زرغونه رنګ سره لوړ کیفیت او د زیوری ستندرد سره بشپړ سمون لری . دا معدن د۱۹۸۱ کال راهیسی د جګړه مارو پلاس کی وو چی په وحشیانه ډول یی ورنه ګټه اخیستل . تر هغه ځایه چی ما ارویدلی دی لا اوس هم دا معدن دولت ته په بشپړه توګه سپارل شوی ندی . ج – کونسیت : ددی ډبری معدن د نورستان غرنۍ سیمه ده چی یوه ټاکلی ساحه نلری بلکه په سره پاشلی ډول یی کرستالونه یو ځای بل ځای تر سترګو کیږی . د نوموړی منرال شفاف بادنجنی او ګلابی رنګونه زیوری ارزښت لری او د قیمتی ډبرو په ډله راځی . پاته رنګونه یی دا کیفیت او ارزښت نلری . د – لاجورد : دا یوه نیمه قیمتی ډبره ده چی په افغانستان کی
یی پنځه معدنه شته او دا ټول د بدخشان په سرسنګ کی پراته دی .
ددی معدنو څخه لاجورد د ډیرو پخوا زمانو راهیسی ترلاسه کیږی ،
حتی مارکوپولو پدی سیمه کی د خپل سفر په یاداښتونو کی د دی
ښکلی ډبری یادونه کړی ده . افغانستان دنړۍ د لاجوردو په بازار
کی د نوموړی ډبری د کمیت او کیفیت له مخی لومړۍ ځای لری او
رانیونکی یی هم کم ندی . دا معدن هم د ۱۹۸۱ کال را پدی خوا د
جګړه مارانو پلاس کی او په وحشانه ډول یی چپاول روان وو .
ارویدلی می دی چی معدن اوس دولت ته یوازی په فورمالیټی ډول
سپارل شوی ، داستخراج لګښتونه یی د دولت پر غاړه دی خو ګټه یی
هم هغه مافیا ترلاسه کوی . د لاجوردو تیز اسمانی شین رنګ تر
ټولو غوره دی او چی کله د پایرایټ ( طلایی رنګه ژړ منرال )
واړه کریستالونه ورسره وی نو صیقل شوی سطح یی داسی ښکاری لکه
په شنه اسمان کی چی روښانه ستوری ځلیږی او داحالت یی دشاعرانو
دتخیل رګونه ور تخنولای شی . لاجورد هم په زیوری او هم په
تزیینی چارو کی کارول کیږی . په مارکیټ کی لاجورد د سرت بندی
له مخی خرڅیږی چی هر سرت یی ځانته جدا قیمت لری او سرت بندی
یی په ترکیب کی د بیګانه موادو دشتون دزیاتوالی او کموالی پر
بنسټ د فنی کسانو لخوا تر سره کیږی . په افغانستان کی د سرو زرو دری نسبتا واړه معدنونه شته لکه
دتخار د سمتی معدن ، د غزنی د زرکشان معدن او د پکتیا د میرزکه
معدن . داسی څرګندونی شته چی د زرکشان له معدن نه ان د سلطان
محمودغزنوی په پادشاهی کی کار اخیست کیده او خپل جنګی لګښتونه
یی پری پوره کول . دامعدنونه په رسوبی توګه سره را ټول شوی او
ترلاسه کول ( استحصال ) یی عنعنوی شکل لری چی د زر شویی پنامه
یی یادوی . فنی استخراج یی لا تر اوسه پیل شوی ندی . الف – د ډبرو سکاره : دکر کر ، دود کښ ، اشپشتی ، دره صوف ، شباشک او دهرات د ډبرین سکارو معدنونه د هیواد اړتیاوی د لویه لاسه پوره کولای شی چی ځینی یی لکه دشباشک سکاره د کوکس کیدلو قابلیت هم لری . ب - تورف : دا مواد نارسیدلی اومه سکاره دی چی انګار یی زیات پایښت نلری او د تودوخی کچه یی هم کمه ده . لوی معدن یی دغزنی په ناور او یو شمیر واړه نورمعدنونه یی هم د هیواد په بیلابیلو سیمو کی شته . ج – د نفتو او ګازو معدنونه : تر ۱۹۸۰ کال پوری د کشف شوو نفتو ذخیری وړی وی چی داشغال په کلونو کی هم نور نوی معدنونه کشف نه شول . د ګازو زیرمی بیا ستری او دهیواد تر اړتیاوو زیاتی دی چی دننه په کور یی ډیره د اړتیا وړ برخه د کیمیاوی سری په جوړولو کی کاریده او دتسخین او تنویر په چارو کی یی لګښت ډیر لږ دی ځکه چی دهیواد په ښارونو کی لا تر اوسه د ګازیفیکیشن سیسټم شتون نلری . څو ورځی وړاندی می په انترنیتی رسنیو کی تر سترګو شوه چی د دی اخیری وروستنیو کلونو د څیړنو له مخی د نفتو زیرمی د پخوانیو په پرتله نژدی یوولس برابره او د ګازو زیرمی نژدی شپږ برابره زیاتی سنجولی شویدی چی دا د خوښۍ یو زیرۍ دی . پنځم - درانده مواد : داهغه مواد دی چی د خپل مخصوص وزن له مخی یی دروندوالی زیات دی لکه په غوربند او هرات کی د باریټو معدنونه او همدارنګه د سیلستین معدن . دا ډول مواد په ځانګړو ژرندو کی پوډر کوی او په ژورو برمه کاریو کی تری نه کار اخلی . شپږم – د مالګی معدنونه : د هیواد په شمال اندخوی کی د خوړلو د مالګی او صنعتی مالګی ډیر ستر معنونه شته چی د ګاوندی هیوادونو اړتیاوی لا هم پوره کولای شی . له بده مرغه ددی معدنو و ساتنی ته پوره پاملرنه نده شوی او هر کال په رزګونو ټنه مالګه د باران د اوبو سره ځی چی پدی توګه هم مالګه ضایع کیږی او هم کرهڼیزو ځمکو ته ضرر رسوی . بل مشکل دادی چی لا تر اوسه وطنی مالګه په صحی ډول د اړین عنصر ایوډین په ګډولو سره بازارته نه وړاندی کیږی ، ځکه نو دایران او نورو ګاونډیانو په مالګه د هیواد مارکیټونه ډک دی . اووم - ستراتیژیکی مواد : دهلمند ولایت په جنوبی سیمه خانشین کی د یورانیمو یو معدن شته چی ځانګړتیاوی یی موږ هغه وخت دمحرمو اسنادو په توګه پټی ساتلی . اتم – ساختمانی مواد : دا هغه مواد دی چی ددوی د فزیکی
ځانګړتیاوو ستندرد د اړوند نورم سره سمون ولری او په ساختمانی
چارو کی تری نه کار واخیستلی شی لکه تیږی ، جغل ، ریګ او نور .
دهیواد په هرګوټ کی دداسی موادو پراخی زیرمی پرتی دی . الف – د اوسپنی معدنونه : د اوسپنی څو معدنونه په افغانستان
کی شته چی په بامیان کی د حاجیګک معدن نه یوازی دهیواد تر
ټولو ستر معدن دی بلکه د ټولی نړۍ په کجه د لومړنیو خورا لویو
معدنو په کتار کی ولاړ دی . ددی معدن ښه والۍ دادی چی له درو
میلیاردو ټنو څخه زیاته اوسپنه نژدی د ځمکی پر مخ پرته ده او
تر ځمکی لاندی ټونلونو ته ډیره اړتیا نه پیداکیږی چی دا کار
یی اقتصادی ارزښت ور زیاتوی ، خو داچی په ډیره صعب العبوره
غرنۍ سیمه کی پروت دی نو دا حالت یی بیا پر اقتصادی ارزښت
باندی ډیر منفی اغیز ښندی ځکه چی تر مارکیټ پوری یی د
ترانسپورټیشن اورسولو لګښتونه ( دتمام شد قیمت ) ور جګوی او د
ګټی ونډه یی کموی . ویلای شم چی ددی سیمی د خلګو کورونه اصلا
اوسپنیز دی ، ټول دیوالونه یی د اوسپنی له ډبرو نه پورته شوی
دی . اوسپنه لرونکی منرالونه په دی معدن کی ماګنیتیت ، هماتیت
او نور دی . تر ټولو نژدی لاره ومعدن ته د وردګ ولایت د لاری د
اونۍ پر کوتل تیره شوی چی همدارنګه له دنګو غرونو سلسله ده خو
د شیبر تر کوتل بیا لنډه او پکار ده چی په پام کی ونیوله شی .
دابیخی اړینه ده چی تر معدن پوری باید پانګه اچونکۍ ددغی غرنی
لاری نه د اور ګاډۍ دپاره د اوسپنی لیکه تیره کړی او دا کار
سره لدی چی ډیر وخت او لوړو لګښتونوته اړتیا لری ، خوبیله دی
نه دمعدن نه ګټه اخیستل پر ځای کار نه بریښی ځکه دلاریو
موټرانو په مټ یی د کارخانی اکمالاتی چاری او د پخی اوسپنی
نقلول یو خوشی او بی ګټی کار دی . د متالورژی کمبیتنات (
داوسپنی د استخراج تاسیسات او د ویلی کولو کارخانه ) جوړل یی
همدارنګه په غرنۍ سیمه کی ډیر ستونزمن او پانګه خوړونکۍ چاری
دی چی دمعدن پر اقتصادی ارزښت باندی ناوړه اغیز اچوی . | |
| بېرته شاته | |
